بيزو ترکاڼي نه‌شي کولای، خو روباټ يې کوي

0 1,042

په سرخط کې به مو د روباټونو په اړه بېلابېلو راپورونه لوستي وي، خو راځئ نن په دې خبر شئ چې روباټونو اوس ترکاڼي ته هم ملا تړلې ده.
د ميساچيوسټس انسټيټيوټ اف ټيکنالوجي ماهرانو اوس پر دغه روباټ کار پای ته رسولی دی او اعلان يې کړی چې داسې روباټ يې جوړ کړی چې خوندوره نجاري کولای شي.

دغه روباټ به د بوډاګانو ډېر خوښ وي، ځکه نه يوازې د هغوی ساتنه به کوي، بلکې چېرې چې کښېني يا اوسي، روباټ به ورته له لرګيو خوندور مېزونه او څوکۍ جوړوي.
د دغه انسټيټيوټ د ماهرانو د ډلې يو کس جيفري ليپټن چې پر دغه روباټ يې ډېر کار کړی دی، وايي د يوه سپين‌ږيري ليدو ته ورغلی و.

دی وايي، هغه وخت سپين‌ږيري يوه څوکۍ جوړوله او ګوته يې پرې کړه، ځکه نو فکر ور پيدا شو چې بايد يو نجار روباټ جوړ کړي.
تر اوسه پورې دغه جوړ شوی روباټ يوازې لرګي تراشلای او فرنېچر ته برابرولای شي، خو دا لا نه‌شي کولای چې سره نټ او بولټ يې کړي.
جيفري ليپټن وايي، ژر به دغه چاره هم وکړي او ټولنې ته به يو خوندور ترکاڼ روباټ وړاندې کړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply