تر بډو او فساد وروسته؛ په بهرنيو چارو وزارت کې سود شروع شوی

0 758

د بهرنيو چارو وزارت اړوند په وطن او نړۍ کې پر تقريباً ټولو څوکيو د يوه ځانګړي تنظيم له ولکې نيولې، خصوصي شرکتونو ته د وزارت دننه ناقانونه قراردادونه ورکول او بيا تر پراخ اداري فساد پورې پرېمانه سوړې په تېره يوه نيمه لسيزه کې پر همدې وزارت د حاکمو څو کسانو لاس ته راوړنې دي، خو نوې هغه يې ښايي داسې وي چې ريکارډ جوړ کړي.
اوس پر بهرنيو چارو وزارت حاکمې ډلې په نړيواله کچه سود ته مخه کړې ده او د افغانستان د بيت المال پيسې يې د نړۍ په بېلابېلو بانکونو کې په سود ايښې دي.
دغه ډله تر ټاکلې نېټې پورې په بانکونو کې د بيت المال پيسې ساتي او بيا چې يې موده پوره شي، حکومت ته ټاکلې اندازه پيسې ولېږل شي او سود يې د دغه وزارت د سر کسان په خپلو کې سره وېشي.
د سود اخيستو دغه کيسې په تېره په هغو سفارتونو او کونسلګريو کې عادي خبرې دي چې زياتې څوکۍ يې د جمعيت په لاس کې دي.

له دغو ډيپلوماټيکو مرکزونو څخه هرې درې مياشتې وروسته د دولت برخه عوايد د افغانستان بانک حسابونو ته لېږل کېږي او د سود ګټه يې د بهرنيو چارو وزارت پر ځينو مقاماتو وېشل کېږي.
سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې په تهران کې د افغانستان سفارت او په مشهد کې د افغانستان کونسلگري ټول عوايد چې هره مياشت تر يو ميليون ډالرو اوړي، په شخصي بانکي حسابونو کې په سود ساتل کېږي او تر ټاکلې مودې وروسته يې عوايد د دولت او سود يې د جمعيت حسابونو ته ځي.
د افغانستان په ډېری نماينده‌گيو کې، په ځانگړې توگه په تهران او مشهد کې د افغانستان په نماينده‌گيو کې تر ډېره هغه کسان پر دندو گومارل شوي چې جمعيت ته ژمن دي او له دې سرچينې خړوبېږي.
تر دې ور ها خوا د افغانستان د نورو ډېرو نماينده‌گيو عوايد په پټه د ښاغلي اندېشه په امر په شخصي بانکي حسابونو کې په سود ساتل کېږي.
د محاسبې له مخې، په تېرو اوولسو کالو کې يوازې له دې ځايه ښايي ۵۰۰ ميليونه ډالر جمعيت ته رسېدلي دي.

همدا د سود ګټې دي چې جمعيت تنظيم اوس پر بهرنيو چارو وزارت ګونډه وهلې ده او په هيڅ توګه نه پرېږدي چې حکومت په دغه وزارت کې اصلاحات راولي.
دوی غواړي تر ډېرو نورو کلونو پورې او تر هغه وخته چې د دوی وس رسېږي، د اصلاحاتو مخه ډب کړي او د دغه وزارت مهمې څوکۍ همداسې د جگړه‌مارو، وکيلانو او سيمه‌يزو زورورو په نالوستيو زامنو او خپلو خپلوانو ډکې وساتي.
په دې وروستيو کې د افغانستان حکومت هڅه وکړه چې د بهرنيو چارو وزارت تر يوې کچې له فاجعې وژغوري، خو بشپړ پکې پاتې راغی.
د حکومت د پاتې راتلو ستر لامل پر ځينو داسې کسانو باور و چې پر بهرنيو چارو وزارت يې خېټه اچولې ده.
سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې د بهرنيو چارو وزارت وزير او اداري مرستيال يې نصير احمد انديشه په سيسټماټيک ډول د فساد جال خپور کړی او په دې هڅه کې دی چې څنگه د تورو پيسو د کمښت هغه فيصدي پوره کړي چې د ولسمشر له لوري يې د تر لاسه کولو پخوانۍ لارې تړل شوې دي.
د مالوماتو له مخې، دوی هغه کسان چې جمعيت ته ډېر ژمن او د راز خلک دي، د افغانستان په هغو سفارتونو او کونسلگريو کې ځای پر ځای کوي چې عوايد يې ډېر دي او کولای شي د فساد زمينه برابره کړي.

په وروستيو دريو کلونو کې ولسمشر هڅه وکړه چې ځينې کارپوه او مسلکي خلک په بهر کې د افغانستان نماينده‌گيو ته د سفيرانو او جنرال کونسلانو په توگه واستوي، خو جمعيت د دې هڅې د ناکامولو په پار خپل هغه کسان د مرستيالانو او ډيپلوماټانو په توگه ورمعرفي کړل چې ناپاکه کاري مخينه لري.
په دې توگه دوی وتوانېدل چې په بهر کې د هغو سفيرانو او جنرال کونسلانو په کمزوري کولو کې بريالي شي چې د پوهې پر بنسټ د ولسمشر له لوري گومارل شوي دي.
لکه په جرمني کې يې د افغانستان سفارت ته ټول هغه کسان ورلېږلي چې بشپړ سواد او پوهه نه لري، يوازې د جمعيت گټو ته ژمن دي. دا کار يوازې د دې له‌پاره شوی چې په جرمني کې افغان سفير علي احمد جلالي کمزوری کړي او د دولتي پاليسيو خلاف مسايل له بهرنيانو سره تر بحث لاندې ونيسي.
د کاناډا په وانکوور کې يې د سالم وحدت په نوم کس د جنرال کونسل په توگه معرفي کړی.
سرخط ته سرچينو ويلي دي چې دغه ښاغلی درسته ورځ د افغانانو او بهرنيانو تر منځ د قومي نفاق او بېلتون مسايلو ته لمن وهي، ولسمشر د لېوني په نوم يادوي او پر پاليسيو باندې يې ملنډې وهي.
سالم وحدت يو له هغو کسانو دی چې په کابل کې يې د لطيف پدرام په ملاتړ د عامو ځوانانو په مټ، په سړکونو کې خېمې وهلې وې او خلک يې گواښل.
د جمعيت دا گام په کاناډا کې د سفيرې شينکۍ کړوخېل د هڅو د پيکه کولو له‌پاره وشو.

په هند کې د افغان سفير شيدا محمد ابدالي د کمزوري کولو له‌پاره يې څلور مرستيالان ورلېږلي چې ټول د جمعيت خاص غړي دي.
په متحده عربي اماراتو کې يې د ناصر جمال په نوم د جمعيت خاص غړی د معاون سفير په توگه معرفي کړ چې هلته د افغان سفير فريد زکريا هڅې کمزورې کړي.
دغه کس ته په دې وروستيو کې د بهرنيو چارو وزارت اداري مرستيال ښاغلي اندېشه هلته د مېشتو افغانانو د ثبت پروژه سپارلې چې په ميليونونو درهمه اداري فساد پکې شوی دی او له عامو افغانانو بډې اخيستل شوې دي.
په دوبۍ کې يې د عبدالهادي سيار په نوم کس چې پخوا د بشري منابعو رياست د استخدام مدير او تر هغه پخوا په دوبۍ کې د اريانا شرکت نماينده و، پر دنده گومارلی.
عبدالهادي سيار د استاد رباني زوم دی چې پر کابل د مجاهدينو د حکومت په دوران کې يې پر ايران باندې د اريانا افغان هوايي شرکت الوتکې پلورلې وې.
سرخط ډېرې هڅې وکړې چې په دې اړه د بهرنيو چارو وزارت نظر واخلي، خو بيا هم و نه توانېده.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply