د سولې بېساري وړاندیزونه/ محمد روښان ښاد

0 641

د کابل پروسې کنفرانس په دویمه غونډه کې چې تېره اونۍ په کابل کې ترسره شو، حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني د سولې لپاره وسله والو طالبانو ته اوه بېساري وړاندیزونه وکړل. په دغو وړاندیزونو کې د حکومت تعهد او صداقت له ورایه معلومېږي.

سوله الهي امر، د ولس غوښتنه او د حکومت لومړیتوب دی، نو له همدې امله د ولسمشر غني په مشرۍ ملي یووالي حکومت په هېواد کې د سولې او ثبات د تامین په موخه پراخه هلې ځلې کوي او له همدې امله طالبانو ته په دې اړه اوه ډېر معقول وړاندیزونه کوي.

وسله والو طالبانو ته د حکومت لومړی وړاندیز دادی چې: ”د سولې لپاره سیاسي چوکاټ وضع شي: اوربند رامنځته شي، طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات ونیول شي او عادلانه او آزادو ټاکنو ته لاره هواره شي؛

دا لومړی ځل دی چې د سولې په برخه کې دغومره معقول او هر اړخیز وړاندیز کېږي او د لومړي ځل لپاره سوله د تسلیمۍ له چوکاټه اېستل کېږي او د سولې لپاره واقعي او رښتینی نیت او اراده په ډاګه کېږي.

د حکومت دویم وړاندیز دادی چې: ” د سولې لپاره حقوقي چوکاټ وضعه شي او د غوښتنې په صورت کې په اساسي قانون کې د پیشبیني شوې قانوني پروسې له لارې د اساسي قانون بیا کتنه وشي او د بندیانو د آزادولو او د بندیزونو له لستونو څخه د ایستلو لپاره قانوني لارې چارې تعقیب شي؛

دریم،” د افغانستان دولت په رسمیت وپېژندل شي، د قانون حاکمیت ته درناوی وشي، اصلاحاتو ته لاره هواره شي او د متوازن پرمختګ او د کډوالو د راستنېدلو لپاره انتظامات وشي؛

څلور: د ټولو اتباعو، په تېره د پخلا کېدونکیو طالبانو د امنیت لپاره تدابیر ونیول شي؛

پنځه: د اقتصاد او ټولنیز پرمختګ لپاره پروګرامونه پلې شي او په ملي پروګرامونو کې کډوالو او پخوانیو جنګیالیو ته ځای ورکړل شي؛

شپږ: د سولې لپاره نړیوال ملاتړ او همکاري ترلاسه شي، په تېره دا چې د ډیپلوماټیک مالي ملاتړ په ترلاسه کولو، د بهرنیو جنګیالیو د برخلیک معلومولو او له لستونو څخه له سولې سره د یو ځای کېدونکو افغانانو د نومونو د ایستلو په برخه کې همکاري ترلاسه شي؛

اووه:  او د یوه جامع تطبیقي چوکاټ له لارې بېړني، لنډه مهاله او اوږدمهاله شرایط او اهدافو ټاکل او په دې ټولو برخو کې د پرمختګ د څارنې او ارزونې یو مؤثر میکانیزم رامنځته شي.

د سولې په برخه کې د حکومت دغه اووه وړاندیزونه که په هر اړخیزه توګه وسنجول شي، نو د لومړي ځل لپاره طالبانو ته معقول نرمښت ښودل شوی دی او دوی ته د واقعي سولې لاس ور غځول شوی دی او طالبانو ته ښایي چې له دغه طلایي فرصت څخه په استفادې د سولې غږ ته لبیک ووایي او خپلې ټولې غوښتنې او وړاندیزونه د مذاکراتو د پلاوي له لارې له حکومت سره شریک کړي او د خبرو له لارې یې په اړه نتیجې او داسې موافقې ته ورسېږي چې د ټول هېواد او ولس په خیر وي.

هغو طالبانو ته چې ځانونه افغانان او مسلمانان بولي هیله ده چې د ولس دغه غږ او الهي امر (سولې) ته لبیک ووایي او په هېواد کې روان بدمرغه جنګ ته د پای ټکی کېږدي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply