هغه تیورېسن چې غواړي د امان الله خان نیمګړی څپرکی بشپړ کړي -(وروستۍ برخه)

0 856

ژباړه : محمد روښان ښاد

هغه تیورېسن چې غواړي د امان الله خان نیمګړی څپرکی بشپړ کړي

(وروستۍ برخه)

د ادارو نوي کولو پروګرام او د محلي ادارو انسجام  موثر اقدامات دي. د مالي مدیریت او د اداري فساد پر ضد مبارزې لپاره د ښه نظام جوړول او همدارنګه د څارنې د لازمو میکانیزمونو ایجاد د سیمه ییزه ارګانونو ادارې ښې برنامې ګڼلی شو.

ځکه تصمیم د معلوماتو د کیفیت پر بنا نیول کېږي او د احصایې مرکزي اداره کې ریفورم لازمي وو. اوس له نېکه مرغه د احصایې مرکزي اداره توانېدلې لازم اصلاحات راوړي او د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغانستان لپاره د باور وړ معلوماتو تولید ادارې باندې بدلېږي.

د سوداګرۍ خونو کې هم پام وړ اصلاحات راغلي او توانېدلې خپل ځای د خصوصي سکتور د استازي او د خصوصي سکتور او دولت ترمنځ دارتباطي پل په توګه وساتي. د ټولو خپلواکو ادارو او ریاستونو وضعیت هم په همدې ترتیب د قناعت وړ دی.

د بانکداري او مالي سکتور په برخه کې ستونزې لا هم وجود لري، اما لوی لاسته راوړنه د فاتیف سازمان خړ فهرست څخه د افغانستان د نوم اېستل و. بله لاسته راوړنه د نوي مرکزي بانک لرلو لپاره کار جریان لري چې د  نوي سکتور اود  بانکداري او مالي  پیاوړي سیستم زمینه برابروي.

له یو غیر فعال وزارت څخه په پالیسي جوړونکي وزارت د اقتصاد وزارت بدلول کولای شي د هېواد د راتلونکي اقتصاد لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي. اهل کار ته د کار سپارل او د ځوانانو لپاره زمینه برابرول، د څېړنې برخې فعالول او اقتصادي ستراتیژیکې برنامې او د انجیوګانو سالم مدیریت او نور د ډاګټر غني تر رهبرۍ لاندې د دې وزارت عمده لاسته راوړنې دي.

په کورنیو چارو، ملي دفاع وزارتونو او ملي امنیت کې تر بل هر وخت ریفورم ته زیاته پاملرنه کولای شي په منځ مهال او اوږدمهال کې زموږ لپاره ملي امنیتي او متخصص ځواکونه راکړي. هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه په خپله وینا کې وویل: ” واړه سیاستونه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو کې ځای نه لري.“ وړو سساستونو ته د غني اشاره د ملي امنیتي او له سیاسته پاکو ځواکونو ته رسېدل و. د پالیسیو اصلاح، د تطبیقي ستراتیژیو طرحه، د اداري فساد له منځه وړل، اهل ته د کارسپارل، په لوړه درجه ځوانانو ته زمینه برابرول اوتقاعد ته د پخوانیو جنرالانو سوق کول، د پولیسو اکاډمۍ او ملي نظامي اکاډمۍ کې د اصلاحاتو معاصرې ټکنالوژۍ معرفي هغه لوی کارونه دي چې د ملي یووالي حکومت ترسره کړي دي. په لویه کې د امنیتي ارګانونو لوی لاسته راوړنه د افغانستان د جغرافیې ساتنه ده. که څه هم د بهرنیانو اټکل دا وو چې د افغانستان حکومت له بهرنیو ځواکونو پرته د تروریزم پر وړاندې د مبارزې توان نه لري، اما زموږ زړورو ځواکونو وکولای شو نړیوالو ته وښیي چې هغوی د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې ظرفیت لري.

که څه هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت لا هم د لازمو اصلاحاتو زمینه برابروي بیا هم ځینې لوی برنامې لکه د نوري فایبر، د موبایل په کارتونو مالیات، د مخابراتي شبکو تر منځ د سالم رقابت لپاره زمینه برابرول، په مخابراتي سکتور د زیات امنیت ټینګول، په افغان پست کې اصلاحات، د ملي اطلاعاتو بانک، د برېښنايي حکومتولۍ پروګرامونه د دولتي خدماتو واحد مرکز د ایجاد پروژې په ګډون او نور ځینې لوی برنامې دي.

د ښاري پراختیا وزارت موفق کار او همدارنګه د کلیو پراختیا وزارت د خلکو د ژوند د ودې زمینه برابروي، بلکې د هېواد پر اقتصاد هم موثرې پایلې لري. په دې لنډه موده کې که تاسو د دې دوو وزارتونو پروګرامونو ته پام وکړئ نو تعجب به وکړئ.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت فعالېدل، د ټرانسپورټ او فواید عامې وزارتونه هم د پام وړ دي. حال دا چې دا درې وزارتونه د کرزي په حکومت کې کاملاً غیر فعال و او نن عملي لاسته راوړنې او برنامې لري.

په عامې روغتیا وزارت کې د پراخو اصلاحاتو راوړل او په دې وزارت کې د اداري فساد کموالی د خلکو باور زیات جلب کړی. زموږ روغتونونه د هرې ورځې په تېرېدو سره زیات تخصصي شوي او توانېدلي له بل هر وخت خلکو ته زیات خدمت وکړي.

پارلماني چارو کې د دولت وزارت توانېدلی د زیاتو قوانینو تصویب ته ذهنیتونه جوړ او زمینه برابره کړي. اطلاعاتو او کلتور وزارت هم موثر کار درلود. حتی نور وزارتونه چې د ځینو موجودیت چندان نه ښکاري د مخکېني حکومت په پرتله یې ښه کار کړی.

د ډاکټر غني په حکومت کې له غازي امان الله خان او د کمونستانو له حکومت وروسته د لومړي ځل لپاره ده چې حکومت واقعاً د ښځو حقونو باندې باورمند دی. تیورېسن په خپلو اکثرو ویناو کې د ښځو حقونو ته اشارې کوي. لکه هغه وویل: ” ښځه اول درجه شخصیت دی او د ښځې په توګه ټولو ته د درناوي وړ ده.“ د بروکسل کنفرانس کې یې د ښځې په اړه وویل: ”د افغانستان ښځې د ولسواکیزو ارزښتونو ساتونکې دي. “په یو بل ځای کې وایي: ” د ښځو حقونه به د سولې قرباني نشي.“ او په یو بل ځای کې یې وویل: ” د ښځو ادبیات سوله او عدالت دی.“ غني په خپلو ټاکنیزو مبارزو په جریان کې وویل، ” زه د ښځو مشارکت د ژوند په ټولو حوزو کې ضروري ګڼم. موږ باید د ښځو حقونه تامین کړو.“ او د درې تېرو کالو په تېرېدو سره د جمهور رئیس په توګه فعالیت عملاً ثابته کړه چې هغه تر بل هر چا د ښځو حقونو ته زیات درناوی لري او د هغوی لپاره لوی پروګرامونه په پام کې لري. لومړۍ مېرمن د افغانستان ښځو ته د کار کولو لپاره د ښځو چارو وزارت سره موثرې برنامې د ښځو حقونو ته د رسېدو په موخه په افغانستان کې تطبیق کړې دي.

د امریکا متحده ایالتونو په اړه د اشرف غني بهرنی سیاست او د سیمې د هېوادونو په اړه بېساری دی. هغه یو ځل بیا افغانستان ته د امریکا متحدو ایالتونو پام را واړاوه او امریکا پښه یې یو ځل بیا په افغانستان کې ټینګه کړه. هغه باورمند دی چې امریکا باید افغانستان خپل متحد جوړ کړي او همدا دلیل وو چې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ یې د امریکا متحدو ایالتونو سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ. په وروستیو کې باراک اوباما او دیموکراتانو غوښتل له افغانستان څخه ووځي، اما کله چې ډاکټر غني ولسمشر شو کوښښ یې وکړ چې د امریکا متحده ایالات افغانستان برېنږدي او د یو متحد په توګه پر خپلو ژمنو وفا وکړي. د ډاکټر غني په حکومت کې د امریکا متحده ایالات تر بل هر وخت زیات د افغانستان امنیتي ځواکونه مجهز کړي دي.

د عدالت په بحث کې هغه له هیچا نه وېرېږي. جنرال دوستم چې د حکومت له اصلي مهرو څخه وو د جرم په خاطر یې له هېواده تبعید کړ. استاد عطامحمد نور یې له دندې ګوښه کړ او ترننه پورې په خپل تصمیم ټینګ دی. د مافیا، مفسدینو او مجرمینو ژوند یې تنګ کړی. د مفسدو او مافیایي کړیو حسابونه یې تړلي او هیڅ زورواکي، قومندان او جنګسالار ته سر نه ټیټوي. همدا لامل دی چې ځینې کړۍ یې پر ضد سخت تبلیغ کوي، تر څو د هغو د برنامو مخه ډب کړي.

د اداري فساد پر ضد مبارزې لپاره خپله لومړۍ کاري ورځ یې د کابل بانک قضیې په پرانیستلو سره پیل کړه. اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې یې په دې موده کې د لمس وړ لاسته راوړنې لرلي. د تدارکاتو ملي کمېټې ایجاد د دې حکومت له لویو لاسته راوړنو څخه دي. که څه هم د اداري فساد په شاخص کې پام وړ لاسته راوړنه لرلې اما سږکال د افغانستان د داخلي سیاسي وضعیت په وخیم کېدو سره ونشو کولی د تېر کال ځای خوندي کړي. د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ایجاد تراوسه له ۲۷۴ زیاتې د اداري فساد قضیو ته رسیدګي کړې.

د ملت د لوی ارمان تحقق یانې سولې ته رسېدل ډاکټر غني د شمال ایتلاف د سختو مخالفتونو باوجود وکولای شو حکمتیار سره د سولې تړون وکړي. ډاکټر غني په دې کار سره د قدرت موازنه په یو حرکت کې بیلانس کړه. که نن حکمتیار نه وای ډاکټر غني نشو کولی چې خپل مخالفین د سیاست له صحنې په اساني وباسي. په اصل کې د حکمتیار راتګ د افغانستان داخلي سیاست کې د تعادل راوړل وو.

غني وکولای شو پام وړ  اصلاحات د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې راوړي. که څه هم په دې برخه کې باید زیات کارونه وشي، تر څو د سراسر، شفافو او ازادو ټاکنو لپاره زمینه برابره شي اما د کار د پیل لپاره همدا اصلاحات هم د قناعت وړ دي. لیدل کېږي چې په دې مورد کې کوم عاجل اصلاحات په پام کې دي او ایا د افغانستان تیورېسن کولای شي د راتلونکو ټاکنو د بالقوه بحران مخنیوی وکړي که نا؟

د ملي موخو د تحقق او ملي یووالي ته د رسېدو او ملت کېدو په برخه کې تیورېسن د تذکرو برخلیک جوړونکې پروژه له وېرې پرته پیل کړي. له دې کار سره غني خپل اکثر هم قطاران چې له لاسه یې ورکړي وو، دوباره جذب کړل. هغه په دې کار سره د افغان یووالي مخالفینو ته ټینګه څپېړه ورکړه. هغه په خپله یوه وینا کې په صراحت وویل: ”موږ افغانان یوو، وو، او یوو به.“ دا ډول واضح خبرې له افغانسان سره د ملت جوړولو په برخه کې مرسته او همکاري کوي. د برېښنایي تذکرو پیل د افغانستان لپاره د غني لوی لاسته راوړنه وه او په دې بهیر کې به د ملت جوړول وي.

زما په نظر د افغانستان د تیورېسن لوی لاسته راوړنه د جنګسالارانو، مفسدینو او مافیا پر ضد د ملت بیداري وه. نن تر بل هر وخت زیات د افغانستان خلک د خپل دوست او دښمن واضح تعریف لري او دا کار د غني له برکته مساعد دی. همدا دلیل وو چې د افغانستان خلک د فاشستانو، مافیا، جنګسالارانو، مفسدینو ټولو برنامو ته نه وویل او د نوي افغانستان په لور په حرکت کې دي. غني د تاریخ تورې څېرې یوه له بلې پسې افشا کړې. دا کار د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري.

له شک پرته غني په دې موده کې ډېرې تېروتنې هم وکړې، اما د دې سړي لاسته راوړنې دومره پراخه دي چې انسان فکر کوي امان الله خان دوباره را ژوندی شوی دی او غواړي خپل نیمګړی څپرکی بشپړ کړي. د دې باوجود هم لیدل کېږي چې د افغانستان تیورېسن جهل، ناداني، بې سوادي او نفوذي عناصرو سره څومره د مبارزې توان لري او ایا کولای شي خپل ځای، حیثیت او وقار خوندي کړي، یا د قدرت ساتنې ته تن ورکوي یا معامله کوي. لږ انتظار باید وشي موږ یا نوي یانې یو موټی همه شمول، ازاد، روښانه او خودکفا، قدرتمند، ولسواک حکومت او عادل افغانستان ته رسېږو یا هم د افغانستان ناکام شوی تیورېسن  سره دوباره یو بل بحران ته ځو.

د اماني افغانستان په هیله

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply