د ناصرخان جنجوعه د پام وړ :

0 774

 :
امريکا همدا اوس هم د پاکستان د بقا هڅې کوي
جنجوعه دې هسې بېځايه باټې نه ولي، پنجاب مسلمان مفتي ته نه، بلکې د ديکچيني غوندې يو نر نامسلمان مفتي ته اړه لري چې د مشرف غوندې يې په ((هو)) او يا ((نه)) دوو کليمو سره لارې ته سم کړ. له امريکا سره لا اوس هم ډېر څه شته چې کارول به يې پنجاب ته ستونزې وزيږوي. مهارول يې د وخت اړتيا ده

د جنجوعه وطالبانو د لاسپوڅي امارت ننګونه :
يو داسې نظام چې د بنسټ هڅونه يې په پيل کې د افغان علماو نه، بلکې د مولانا فضل الرحمان و مولانا سميع الحق د دوو تنو سياسي ملايانو چې د پوځ و څارګرې ادارې بېساری ملاتړ له ځان سره لري له د دوو تنو برتانوي ديپلوماتانو په مټ شوې وه، پاکستان هم دوه مخی دی، پوځ و څارګره اداره يې هم مزدوران دي. د مشرتابه ټاکنه يې هم له قرآني مزاحمت سره مخ وه، مشروعيت يې نور هم دېته ورته لا ډېرې ستونزې لري، مالې، نظامي او لوژيستيکې سرچينې يې هم رڼې نه دي، پاکستان په سود کې ډوب دی، د سود، د هيرا منډي د مالياتو او د درغليو پيسې يې په افغانوژنه کې بله ستونزه ده، اسلامي صبغه او مشروعيت به يې څنګه شي؟ دوی اسلامي شرعي نظام غواړي، خو پاکستان د افغانستان تباهي، دوامداره جنګ و بېثباتي، ژورې ستراتيژيک موخې، افغانوژنه، د برېښنا بندونو ړنګونه، د ملي و ټولګټو پروژو او د پرمختګ مخه نيونه، د دوی د خوښې نظام، سرحدي ستونزې او داسې نورې درواخله.

دا چې ناصر خان جنجوعه وايی چې د افغانستان او سيمې اوسني وضعيت ته په کتو [چې اوس يې ځان له روسانو سره غاړه کړی] امريکا نه شي د جګړې له ليارې خپلو موخو ته ورسيږي او په افغانستان کې بريا ترلاسه کړي. جنجوعه او حکومت يې په دې هم پوه شي چې پنجاب هم د طالب و داعش او د مذهبي ډلو ټپلو په شتون کې د ترهګرۍ له ليارې مخته نه شي تللای. دا چې نوموړی امريکا ته د سياسي حل وړانديز کوي، نو بيا ولې يې خپله تپل شوې جګړه د طالب و داعش او د حقانيانو او نورو اسلامپالو ډلو ټپلو په وسيله مخ ته وړي. اوس افغانان د پخوا په څېر نه دي، ځوان قشر وېښ شوی دی او سختديزه اسلامپال ورو ورو په ټولنه کې خپل ځان نوي زده کړيال قشر ته پرېږدي چې ښه بېلګه مولانا سميع الحق دی چې څلور ووټه يې واخېستل، حال دا چې په سند کې بيا يوې هندوې نامسلمانې بريا ترلاسه کړه او سنا ته يې لاره پيدا کړه، خو ملا بايلوده. دا چې نوموړی پوځي فشارونه امريکا ته ګټور نه بولي، نو خپله بيا ولې د طالبانو، حقانيانو، داعشيانو او نورو په وسيله له پوځي فشاره کار اخلي؟

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border.

دا چې اوس جنجوعه امريکا داسې ننګوي چې ((امريکا بايد د افغانستان په جګړه کې د بريا خوب هير کړي))، خو خپل ځان يې هېر دی ((پنجاب دې هم د افغانستان په جګړه کې د بريا خوب هېر کړي)). دا د ضياء هغه منحوس پلان وو چې له ځان سره يې د افغانستان د يوځای کولو خوب يې تنها پر اسلامي دولت کې ليده، ځکه خو طالب ته يې داسې يو نامشروع اسلامي امارت جوړ کړ چې د امريکا د ناسيده ملاتړ پر مټ يې خپله، سعودي وامارت وپېژنده، خو خپل ځان يې له دغه اسلامي امارته مستثنی ګڼلو. خپل قانون يې د بل دی، خو ما ته اسلامي امارت غواړي. خپله له شريعته پر څنګ تيريږي، خو ما ته شريعت غواړي هغه هم بيا د داسې دوو يا درې تنو پښتنو سياسي اسلامپالو پر پلمه چې هغوی خپله هم ښاغلي جکسټرا او د انګليستان د هغه وخت سفير هڅولي وو او هغوی خو لا تر ننه مسلمانان نه، بلکې عيسويان دي، نو داسې يو اسلامي امارت چې استاذانو او ملاتړيو يې په پيل کې له نامسلمانو يې الهام اخېستی وي څه مشروعيت به ولري؟ د زياتره تش په نوم اسلامي امارتونو کارونې له برتانوي استعمار سره تړاو لري چې په منځني ختيځ او عربي نړۍ کې يې زياتې بېلګې تر سترګو کيږي.

روهي :
د پنجاب ځينې زاړه جنرالان لا تر اوسه هماغه د هندي الاصله مهاجر ضياءالحق خوبونه ويني چې څښتن تعالی له اخروي عذابه مخکې په دنيا کې د باروتو په اور کې وسېځه، آخوا ته اخروي نورې درنې معاملې خو لا پاتې دي چې الله تعالی به ورسره د افغانانو په تړاو څه کوي؟

د ښاغلي جنجوعه، سرتاج عزيز او ضياءالحق د پاکستان د دواړو لوړو پوړو پوځي وسياسي چارواکو له روح و روانه لا هماغه د پخوانيو سياسي و پوځي واکمنانو يعنې بوټو، ضياء و بابر هيله ژوندۍ پاتې ده چې په افغانستان کې بايد جګړه دوامداره وساتل شي

Making the water boil in Afghanistan
“The water in Afghanistan must boil at the right temperature”
“The water in Afghanistan,” Pakistan President General Mohammad Zia-ul-Haq told his spymaster Lieutenant-General Akhtar Abdul Rehman Khan in December 1979, “must boil at the right temperature.”

ناصر خان جنجوعه تل دا بايد پر ياد ولري چې د هندي الاصله مهاجر ضياء د دغې خبرې موخه يوازې او يوازې په افغانستان کې تل دوامداره جګړه او بېثپاتي موخه وه. بوټو هم خپله همدغسې اندېښه له بابر سره شريکه کړې وه چې دلته يې لوستلای شئ :
The Five Evils who destroyed Afghanistan:
Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

General Akhter Abdur Rehman:
General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

ناصر خان جنجوعه دې خپل سر پر دې ښه خلاص کړي چې له بوټو، بابر، ضياء، عبدالرحمان، اسلم بيګ، حميدګل، امام تر ننني باجوه پورې د ټولو همدا يوه موخه ده چې افغانستان بايد د پنجاب يوه مستعمره او کنه نو بايد تل بېثباته، کمزوری او ناتوانه وي او د پرمختګ مخه يې نيسي.

له بده مرغه ځينې درانه پوهاندان ((ده دليل استنکاف مقاومت مسلح-از مذاکره با اداره کابل)) لا تر اوسه د ((مقامت مسلح)) ټکي کاروي. د امريکا اشغال غندي، خو د پنجاب اسلامي اشغال ته چې د همدې نامسلمانې امريکا د بېساري مالي ونظامي مرستو له ونډو نه يې پر افغانوژنه او هم يې خپله پر طالب وژنه هم ولګولې بيا له پامه غورځوي. که د امريکا اشغال بد ګڼو، نو له پنجاب سره څه وکړو؟

دېته هم لږ سوچ په کار دی چې پنجاب له موږه له جهادي پيره هر ډول واک اخېستی او لا تر ننه يې له ځان سره ساتلی دی. نه يې مجاهدينو ته ورکړ، نه يې حقانيانو ته ورکړ، نه طالبانو ته ورکړ او نه به يې داعشيانو او نورو ته ورکړي، نو بيا ولې هغه تېر له پامه غورځوي؟ نه پوهېږم چې دوی څه ته خوشباره دي؟ روسانو چې نژدې يونيم ميليون شهيدان او له دوو ميليونو زيات معيوب راپرېښوول او دا دی چې اوس بيا په طالب غوبل کې د مذهب پر نوم د نورو د ناولو موخو لپاره ووژل شول، نو ولې دا له پامه غورځوي. دوی تر دې کچې بېشرمه دي چې زموږ د درونټې يو برېښنا بند زغملی نه شي او ورانونه يې ښه جهاد بولي، نو بيا زموږ دغه درانه حقوقي پوهاندان دا ولې يوه حقوقي انګېرنه نه بولي؟

درست ده چې زموږ درانه پوهاندان به لوړ حقوقي مسلکي پوهاوی لري، خو طالب مذهب او دين رامخته کړی. ديني واسلامي ارزښتونه دغسې ورانيو او د پرديو جګړې ته اجازه نه ورکوي. برابره خبره ده چې هغه تپل شوې جګړه د مسلمان له لورې وي او که د نامسلمان له لورې، خو موږ ګورو چې له تېرو څلورو لسيزو راهيسې دا ولس د نورو په جګړه کې وسوځېده. هغه وخت هم او اوس هم له هماغه نامسلمانو سره زموږ مسلمان ګاونډيو لاس يو کړی. ان تر دې چې ځينو خو همدې بهرنيانو ته د همدې طالبانو په پرزونه کې نقشې ورکړې او ځينو خو خپل درېواړه حريمه په واک کې ورکړل. دا چې موږ د اشغال او د مسلح مقاومت خبرې کوو، نو په دې مخکينې او اوسني اشغال کې خلکو ورسره د مالي ونظامي مرستو په بدل کې مرسته کړې او لا کوي يې، نو بيا ولې د دواړو مسلمانو ګاونډيو کلتوري وسياسي اشغالونه له پامه غورځوو او ناديده يې ګڼو؟

دېته هم لږ سوچ په کار دی چې ولسمشر ټرمپ په زغرده وويل چې پاکستان موږ ته له دروغو پرته بل څه نه دي راکړي او له موږ يې په ميلياردونو ډالره په دوکه ((درغلۍ)) اخېستي، نو د دې هغه حقوقي و ديني اړخونه يې هم بايد په پام کې ونيول شي. که زموږ له همدغو درنو حقوقپوهانو نه وپوښتل شي چې هغه ديني اړخ يې يوې خوا ته، خو له حقوقي پلوه د درغلۍ ((دوکې)) او نارڼې مرستې هغه هم د خپلو سياسي، نظامي او ستراتيژيکو موخو لپاره د اسلام د مبارک دين د يو ستر حکم ((جهاد)) په نوم د افغانوژنې او د افغانستان د تباهۍ و وېرانۍ، بېثباتۍ، برېښنا بندونو او نورو ملي ټولګټو پروژو او د هېواد د پرمختګ د مخنيوۍ او نورو ناروا موخو لپاره کارول کيږي چې دا بيا څه ډول توجيه کوي؟

دا چې موږ ورته پوره درناوی لرو، خو ځينې وخت بيا ولس د دغسې حقوقپوهانو نه ګيله کوي چې د حقوقي مسلکي لوړو زدو کړو تر څنګ خپله ديني مطالعه هم پياوړې کړي چې حقوقي ارزونې يې له ديني ارزښتونو سره په ټکر کې نه شي. ټولنه ټولو حقوقي، ديني، سياسي او کلتوري ارزښتونو ته درناوی لري.

په جهادي پير کې خو موږ چا له بهرنيانو سره خپلواک خبرو ته نه پرېښوولو، ولې به جنرال اختر عبدالرحمان ډګروال يوسف ته زنګ وهلو؟ او د ارواښاد زرملوال پر خبره چې له مولوي متوکل سره دلته په برتانيا کې مېجر رشيد ملګری وو. مولوي صاحب ورته ويلي وو چې دی دومره ښه سړی دی چې په پوځ کې يې خپله دنده پرېښووه او له موږ سره په جهاد کې يوځای شو، نو زموږ درانه حقوقپوهان دا څنګه توجيه کوي؟ اشغال هم خپل يو حد لري، نو دېته څه ډول اشغال وايی؟ دوی ((مسلح مقاومت)) څنګه تعريفوي؟

که له امريکا د تاوان خبره شي، نو موږ له روسانو، پاکستان او نورو نه څه ترلاسه کړل؟ ان تر دې چې همدې ځينو جهاديانو خو روسان له غرامته ويستل او خبره يې د وخت پر شوروي اتحاد ورواړوله، ولې هغه له پامه غورځول کيږي؟ له موږ سره چا ښه کړي چې اوس امريکا هم له ځانه زړه تورې کړو چې بيرته مو همدې دوه مخي پاکستان ته ورپرېږدي، لکه يوځل مخکې يې چې ورپرېښې وو؟

د پاکستان برحال لوی درستيز قمر جاويد باجوه :
محب الله محب په امريکا کې د افغانستان سفير :
د پاکستان برحال لوی درستيز قمر جاويد باجوه په خپل تيزس کتاب کې چې همدا اوس تازه په امريکا کې له چاپه راوتلی ليکلي : د افغانستان د مسالې د هوارې لپاره ښه لاره دا ده چې هلته په افغانستان کې بايد يو غيرمتمرکز حکومت وي مانا دا چې افغانستان بايد يو مرکزي حکومت ونه لري. هره برخه چې له هر ګاونډي سره چې نښتې ده د هغوی له لورې بايد اداره شي.

د ميرزا اسلم بيګ خبره :
بېنظيرې موږ ته وويل چې جلال اباد ونيسئ او کابل وسېځئ!

سرتاج عزيز :
طالبان افغانستان کې د اوږدې جګړې توان لري
نوموړي زياته کړې چې د کال ۲۰۰۱ څخه تر کال ۲۰۱۴ م پورې افغانستان کې نزدې يولک او څلويښتو زرو پورې بهرني عسکر موجود وول، خو هغوی ونه توانېدل چې طالبان ختم نه کړي..

ستونزه تر اوسه همدې کې ده چې امريکا هغو ځالو ته لاس ور نه وړ چې له هغه ځايه رالېږل کيږي او افغانان پخپلو کور وکلي وبانډو کې وځپل. سرتاج عزيز ته پته ده چې که امريکا يې له زړه وکړي، نو ځينې شيان يې په واک کې شته او له توانه يې پورته ده چې د پاکستان پر ضد يې وکاروي، لکه د پښتنوو بلوڅو ملتپالو، سنديانو ان تر کشميره پورې ورته ستونزې راولاړيږي او پاکستان تر پنجاب پورې محدود کړي.

شيري رحمان :
کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.

د ننګرهاريانو لوی جهاد به دا وي چې د درونټې بند والوځوي
شرم او اوښکې :
که دا جهاد وی لکه څنګه سعد الدين شپون ورته په ((شرم او اوښکې)) کې اشاره کړې چې :
په کابل کې د پاکستان د سفير ځايناستي د سفارت په يوه مېلمستيا کې مرحوم پروفيسور امين ته ويلي وو چې د ننګرهاريانو لوی جهاد به دا وي چې د درونټې بند والوځوي. امين صيب په جګ اواز ټولو مېلمنو ته د هغه دا خبره ترجمه کړې وه او ويلي يې وو چې دا ده د جهاد او افغانانو سره د پاکستان خواخوږي او په پروټيسټ يې د نورو استادانو سره مېلمستيا پرېښې وه.
پوښتنه دا ده چې دا شريعت ولې د لاهور په هيرا منډي نه تطبيقيږي؟ مفتيان مو روژه ماتي د چا پر شونډو ماتوي، خپله مو په باليووډ کې څه کوي؟

((جنرل اور معصوم ملا)) :
له دې خو دا جوتيږي چې نوموړی له پوځيانو پټ نه دی، بلکې د پوځيانو په واک او په کنټرول کې دی. هلته داسې راځي چې :
“ملا عمر نے کہا کہ دیکھو یہ امریکہ والے مجھے ٹورسٹ کہتے ہیں، میں نے اسے بتایا تمہیں ٹورسٹ نہیں ٹیررسٹ کہتے ہیں، وہ بڑی خطرناک چیز ہوتی ہے۔ دیکھیں ملا عمر تو اتنا سیدھا آدمی تھا کہ اسے یہ فرق بھی نہیں پتہ” خواجہ ضیاالدین بٹ

د پنجاب د ناکامۍ ستره تېروتنه دا وه چې دوی داسې يو خالص ناامپړ رامخته کړ چې هم يې په ټاکنه کې قرآني ستونزه وه او هم يې سياسي و عمومي پوهه وتجربه تر نورو پورې ډېره کمه وه. ان تر دې چې د ترهګر او سيلاني توپير نه شو کولی، ځکه خو مشرف د جنرال محمود په مټ په اسانۍ سره د اسامه په نه ورکړه او يا رخصتولو کې د زورور څپېړې ته برابر کړ او د تل لپاره يې د يو غل په شان په خپله غوجله کې پټ وساته. ان تر دې چې مرګ يې هم همداسې لويه رسوايي شوه.

پاکستان سيمې ته د امريکا په راوړلو کې هر ډول مرسته کړې، ځکه خو يې له مخکې نه ورته خپل درېواړه ((هوايي، بحري او زمکني)) حريمه په واک کې ورکړي وو او هغوی ترې ګټه پورته کړه، خو نن يې د روسانو پښه پښتونخوا ته رااوږده کړه، وبه ګورو چې څه پېښيږي؟ همداغه ديني بنسټونه چې د امريکا په چوپړ کې ول نن د روسانو او نورو په چوپړ کې دي. تېر ته په کتو په جهادي و طالبي پير کې خو د امريکا لپاره او د متحدينو لپاره يې ولوبېده، خو نن چې بيا د امريکا ضد څرګندونې کوي، نو د چا لپاره لوبيږي؟

Is this morphed too, Veena Malik?
Veena Malik denies nude photo shoot for FHM

ځغلنده کتنه :
اګر چې وينا ملک دلته انکار کوي، خو هغه چې مخکې رسنيو ته راوتلي وو يو له بل سره په ټکر کې دي. ځينو نورو خو يې د ورزشي لوبو په ګټلو سره ويلي وو چې ځانونه به لوڅ کړي.
نو موږ څنګه به د داسې يوې ټولنې نه د سوچه اسلامي شرعي نظام هيله وکړو چې خپله يې دا حال وي؟ وينا او کړه وړه يې يو له بل سره ورته نه دي، نو موږ او هم طالبان به ترې څه ښاد شو؟
دوی ميرزا غلام احمد قاديانی په پېغمبرۍ منلی شي، له جومات سره په څنګ کې کليسا زغملی شي، د بدکارۍ خونې زغملی شي، د وينا ملک غوندې ښځې په باليوډ کې زغملی شي، خو زموږ لېونيان بيا بې ږيرې وبې پګړې او سرتور خلک زغملی نه شي. د پرديو نامحرمې يې په متروکو ووهلې.

په درنښت
سيد حسين پاچا

ناصر خان: امريکا بايد د افغانستان په جګړه کې د بريا خوب هير کړي
http://rohi.af/fullstory.php?id=64346
سرتاج عزيز:طالبان تر اوږدې مودې افغانستان کې دجنګ توان لري
https://www.voadeewanews.com/a/3934562.html

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply