“بزبوزکي مجاهدين” بيا راغلي

0 741

“بزبوزکي مجاهدين” بيا راغلي
په هلمند کې بيا پر طالبانو شپني دوربينونه وېشل شوي دي

له هلمنده سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې په دغه ولايت کې بيا طالبانو ته شپني دوربينونه ورکول شوي دي او امر ورته شوی چې د هوا له تودېدو سره په نويو درنو وسلو او دوربينونو باندې جګړه لا توده کړي.
سرچينې وايي، قوي احتمال دی چې دا ځل طالبانو ته پرمختللې وسلې او شپني دوربينونه روسيې او ايران ورکړي دي، خو لا هم دغه ادعا رسمي نه ده تاييد شوې.
څلور کاله وړاندې په همدې ولايت کې طالبان د پاکستان له خوا په دغسې دوربينونو سنبال شوي وو او هغه مهال خو لا د پاکستان ځانګړي عسکر له همدې دوربينونو او وسلو سره د هلمند جګړې ته هم راغلي وو چې وروسته يې بيا طالبان وروزل او د ځان پر ځای يې د جګړې په ليکو کې پرېښودل.

هغه مهال په هلمند کې د پاکستان د ځانګړيو عسکرو دغې په پرمختلليو وسلو او شپنيو دوربينونو سنبال ډلې ته، بزبوزکي مجاهدين ويل کېدل.
پر دوی ځکه دغه نوم ايښودل شوی و چې د بې‌پيلوټه الوتکې غوندې يې چې هلمنديان يې بزبوزکه بولي، دقيق هدف ويشت.
هغه مهال لا ځينې داسې اوازې هم خپرې وې چې ګواکې له دغو جګړه‌مارو سره بې‌پيلوټه يا بزبوزکې الوتکه په جګړه کې مرسته کوي او دوی چې پر کومه پوسته يرغل کوي، الوتکه يې پر سر ولاړه وي او پوسته ورته بمباروي.
“بزبوزکي مجاهدين” به د تورو ښيښو په موټرو کې ګرځېدل، مخونه به يې پټ وو او له نورو طالبانو سره به يې خبرې هم نه کولې.

ځينې خو لا پر دې باور وو چې “بزبوزکي مجاهدين” انګرېزان دي.
سرخط د هلمند د جګړې يو داسې طالب پيدا کړی چې هغه مهال يې د همدې بزبوزکو جګړه‌مارو تر قومانده لاندې جګړه کړې او بيا يې لاس ځينې اخيستی دی.
دغه کس چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، د شپنيو دوربينونو، پرمختلليو وسلو او مخ‌پټو وسله‌والو په اړه حيرانوونکې کيسې لري.
دی وايي؛
“په بهرامچه، خانشين او د مارجې په سيستاني کې له دغو کسانو سره مخ شوم. مخونه به يې پټ وو او له چاسره يې خبرې نه کولې.
دوی ته مخ‌پټي مجاهدين او يا بزبوزکي مجاهدين ويل کېدل. کله به پر پوستې د جګړې لپاره د خپلو مشرانو له لوري پلان راکول شو، موږ به يې د شپې په تياره کې چې تروږمۍ به وه، د پوستې شا و خوا ته ځای پر ځای کړو او تر دې مخکې به يې دستور راکړی و چې تر څو امر در باندې شوی نه وي، سرونه پورته نه کړئ او ډز و نه کړئ.

موږ به پوستې ته په ور نږدې مربوطاتو کې د مشرانو د امر مطابق له خپلو وسلو سره غځېدلي، لاس په ماشه وو او سر مو لوړ نه‌شوای پورته کولای، ځکه دوی راته ويلي وو که سر لوړ کړئ، الوتکه مو ولي، بيا به شا و خوا يو ساعت يا نيم ساعت وروسته ناببره ډزې شروع شوې، څو پرله‌پسې ډزې به وشوې، بیا به موږ ته امر وشو چې پر پوسته ور مارش شئ.
موږ به مخ پر پوسته ور په منډه وو او ډزې به مو کولې، خو له هغې خوا ډز نه کېده، هلته به چې ورغلو، ډېری عسکر به پر تندي، ځيکر او مخ ويشتل شوي وو، ډېری به وژل شوي وو، دوه يا درې به ژوبل او ممکن څه به يې تښتېدلي وو. بيا به مو د تل په څېر ژوبل عسکر ووژل، وسلې او د پوستې هغه وسايل او موټر به مو له ځان سره راوړل چې ګټه يې راته کوله، نور به مو پوستې ته ور واچاوه او بزبوزکي مجاهدين به په همدې وخت کې تري تم شول.”

دی وايي، بالاخره ورو ورو وپوهېده چې بزبوزکي مجاهدين پنجابيان او حتا څه ناڅه ملګريو به يې په خپل منځ کې ويل چې انګرېزان دي، ځکه له دوی سره به ډېرې موډرنې، پرمختللې وسلې او موټرونه وو. دوی يوازې د شپې مهال پر هغه وخت جګړه کوله چې سپوږمۍ به نه وه.
دوه کاله وروسته بزبوزکي جګړه‌مار د هلمند له جګړې پښې سپکوي او اعلان کوي چې د شپنيو بريدونو لپاره طالبان روزي او بايد ځينې طالبان نوم‌ليکنه وکړي.
د سرچينې په خبره، تر نوم‌ليکنه وروسته پرېمانه طالبان پاکستان ته ځي او هلته ورڅخه بزبوزکي مجاهدين جوړېږي، دوربينونه او پرمختللې وسلې ورکول کېږي او د جګړې نوي تاکتيکونه ور زده کېږي.
دغه سرچينه وايي، اوس بيا په هلمند او د فراه په ځينو سيمو کې طالبانو ته پرمختللې وسلې او د شپې دوربينونه ورکول شوي دي چې په راتلونکو مياشتو کې ورباندې جګړه توده وساتي.
دی وايي، دغه وسلې طالبانو ته دا ځل د روس او ايران له خوا ورکول شوې دي.
خو تر اوسه د روس او ايران له خوا طالبانو ته د دغو وسلو ورکول کومې رسمي منبع نه دي تاييد کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply