په غزني کې د سخي صاحب په نوم لرغونی زيات په بمونو الوځول شوی

0 825

د غزني ښار ختيز پلو ته په پنځه کيلو مټري کې د سلطان محمود غزنوي زيارت ته نږدې، د سخي صاحب په نوم يو لرغونی زيارت په بمونو الوځول شوی او له بېخه نړول شوی دی.
دغه سيمه د ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړونده سيمه ده چې په روضه هم مشهوره ده. 
د سيمې يوه اوسېدونکي عزت الله سرخط ته وويل چې ته د سخي صاحب په نامه دغه زيارت د غره په لمن کې و او سلګونه کاله پخوا جوړ شوی و.
ده وويل، د سيمې خلک پر دې باور دي چې پر دغه ځای حضرت علي کرم‌الله وجهه تېر شوی او دلته يې دمه کړې وه.
په دغه ودانۍ کې چې د سخي صاحب د زيارت په نامه مشهوره وه، يو بل قبر هم و چې سلګونه کاله پخوا جوړ شوی او خلک يې د کوم ولي الله قبر بولي.
له تېرو کلونو کې به د سيمې خلک د کال په نوي کېدو او د نوروز له رارسېدو سره دغه زيارت ته تلل، هلته به یې خيراتونه کول، مېلې او دعاوې به يې کولې او د سخي په نامه جنډه به هم پورته کېده.

په سيمه کې تر دې وړاندې په وار وار ځينو ډلو خلکو ته خبرداري ورکړي وو چې د نوروز په ورځ دې نه سره راټولېږي، خو دا ځل يې د نوروز تر رارسېدو وړاندې زيارت په بمونو الوځولی دی.
د سيمې يو بل اوسېدونکی حاجي محمد ظاهر وايي، وسله‌وال کسان مازديګر زيارت ته ورغلي وو او بمونه يې پکې ايښي وو.
دی وايي، ماخوستن يې د يوې درنې چاودنې غږ واورېده او سهار چې يې وکتل، زيارت، ګنبده او دېوالونو يې ټول پر ځمکه پراته وو.
د سخي صاحب د زيارت په چاودنو کې چا ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې، خو د دېوالونو، زيارت او ګنبدې په نړېدو سربېره، ګڼ شمېر هغه کوترې چې پر همدې زيارت به تاوېدې مړې شوې او ځينې يې تر خاورو لاندې دي.
په دې سربېره، په زيارت کې د قران‌کري نسخې او نور ديني کتابونه چې هلته د تلاوت او مطالعې لپاره ايښودل شوي وو، يا سوځېدلي او تر لوټو او خاورو لاندې شوي دي.

پوليس وايي، نه پوهېږي چې دغه زيارت به چا په بمونو الوځولی وي، ځکه تر اوسه يې کومې ډلې د ويجاړولو مسووليت هم نه دی منلی، خو د سیمې اوسېدونکي بيا نور څه وايي.
د ملک شاه‌جهان په نامه د روضې سيمې يو اوسېدونکی وايي، په دغه سيمه کې د تبليغيانو يو مرکز دی او دی باوري دی چې په همدغو تبليغيانو کې به ځينو کسانو زيارت ته بمونه ايښي وي.

دی وايي، تر دې وړاندې هم په سيمه کې داسې اوازې خپرې وې چې په همدې مرکز کې ځينې کسان د سخي صاحب له زيارت سره ستونزه لري او ويلي دي چې زيارت ته به د خلکو د تلو مخه نيسي.
د همدې سيمې يو بل کس فريد احمد بيا دغه کار د داعشي وسله‌والو بولي.
دی وايي، څه موده وړاندې د غزني په روضه سيمه کې پر دېوالونو د داعش بيرغونه او شعارونه رسم شوي وو او دغې ډلې په همدې سيمه کې سر را پورته کړی و.
فريد احمد وايي، دی باوري دی چې دغه زيارت هم همدې ډلې په بمونو الوځولی دی.

دی وړاندې وايي، که دغه موضوع جدي و نه نيول شي او د زيارت ويجاړوونکي پيدا او و نه نيول شي، دی وېره لري چې بله ورځ به يې د سلطان محمود غزنوي زيارت ته هم بمونه ايښي او الوځولی وي.
په دې هکله مو د غزني د اطلاعاتو کلتور رياست له چارواکيو سره د خبرو کوښښ وکړ، خو بريالي نه‌شوو.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply