پرون پارلمان د واده تالار و

0 647

په واده کې ډزې، د ماشوم په زوکړه کې ډزې، په کريکټ کې ډزې، په سوک‌وهنه کې ډزې، په فوټبال کې ډزې، په جګړه کې ډزې او پرون د پارلمان د وکيلانو تر منځ تر ټاکنو وروسته په پارلمان کې هم ډزې وشوې. 
په لومړيو کې راپورونه خپاره شول چې د پارلمان د لومړي مرستيال لپاره د څوکۍ په ټاکنو کې د همايون همايون او نذير احمدزي تر منځ شخړه شوې او اوس په پارلمان کې د دواړو وکيلانو وسله‌وال پر يو بل ډزې کوي.
خو وروسته امنيتي ارګانونو خبر ورکړ چې ډزې د نښتې نه، بلکې همايون ټاکنې ګټلې او وسله‌وال يې له خوشحالي ډزې کوي.
وړمه ورځ د پارلمان د خپل‌منځي ټاکنو پر مهال د ولسي جرګې وکيل نادر خان کټوازي ليکلي وو چې وکيلان خرڅ شول او رايې په ډالرو وپلورل شوې.
ده ليکلي وو، لومړی به غواوې او وزې پلورل کېدې، اوس وکيلان پلورل کېږي. دا د وکيلانو لپاره مرګ دی، خو که پوه شي.

د افغانستان ايکسپايرډ او ناقانونه پارلمان په هېواد کې د خپل‌سريو، بې‌بندوباريو، ستونزو او جنجالونو په يوه تر ټولو لوی او بد بويه ډنډ بدل شوی دی.
د وطن د ستونزو لويه برخه چې وپلټل شي، سرچينه يې له پارلمانه اخيستې وي.
همدا اوس د هېواد په ډېر ولايتونو کې چې د طالب او بل ترهګر تر ګواښ لاندې دي، سرتېري پکې کم دي، زيات شمېر خيالي عسکر د همدې پارلمان د وکيلانو دي.
د همدې پارلمان وکيلان دي چې په ډېرو ولايتونو کې يې هغه سرتېري چې بايد د دښمن پر ضد جګړه وکړي، په خپل خدمت کې استخدام کړي او د دوی چوپړ وهي.
په ځينو ولايتونو کې د وسلو، هېروينو او تارياکو په کاروبار کې هم د پارلمان د ځينو وکيلانو د شتون ادعاوې کېږي.
په کابل کې د و ج موټرونه چې زيات يې تورې ښيښې لري، پر پوستو له تلاشي ورکولو پرته تېرېږي، د همدې وکيلانو او په دوی پورې د تړليو کسانو موټرونه دي.

کله يې ټرافيک وهلی وي، کله يې پر عامو خلکو موټر خېژولی وي، کله يې پخپله له اساسي قانونه سر غړولی وي، کله بيا دا د ځان حق بولي چې قانون بايد و نه مني، له ځينو رشوتونه اخلي او ځينې په خپلو کې يو بل په پرېمانه پيسو پېري.
افغانيت دوی تر سوال لاندې راوستی وي، اسلاميت دوی جنجالي کړی وي، تذکرې د دوی له لاسه د جنجال ښکار وي، د وزيرانو تلل او پرتله کول خو بيا بېله شوړه ده چې خدای ورکړې ده.
د ځمکو له غصبه نيولې د انسانانو تر تښتولو او وژلو او د خلکو پر ناموسونو تر بريد پورې، زياتې فاجعې دي چې سرچينه يې له همدې پارلمانه اخيستې ده.
کله پر يو بل د بوتلو او بوټونو وارونه کوي او پرون يې دا دی چې له پارلمان څخه د واده تلار جوړ کړی و، سيمه هوايي ډزو په سر اخيستې وه.

نه دا فکر کوي چې دا سړې مرمۍ بېرته پر همدې کابل را اوري، نه دا فکر کوي چې پارلمان ته څېرمه روغتونونه، ښوونځي او وړکتونونه دي، هلته ماشومان وېرېږي.
بس شهر ناپرسان دی چې چا څه وکړل، هغو وکړل.
نور نو د ولس حوصله پای ته رسېدلې ده. حکومت بايد د ملت کور نور تر دې شرمېدو ته پرې‌نه‌ږدي.
دغه کسان چې ډزې کوي او زيات د توپکو شوقيان دي، ټولو ته مالوم دي، له يوې مخې دې يې ونيسي، که سزا نه‌شي ورکولای، د جګړې لومړۍ کرښې ته دې يې ولېږي چې هلته د ډزو تنده ماته کړي.
پارلمان د ملت کور دی، د ملت له کوره ګنج او د ودونو تالار جوړولو له درست ملت او د هغوی له رايې سره خيانت دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply