د امنیت تامین د حکومت مهم لومړیتوب دی

0 570

 

اېمل پیاوړی

په هېواد کې د امنیت او ثبات تامین نه یوازې د ملي یووالي حکومت مسوولیت او مکلفیت دی، بلکې دا یې خپل مهم لومړیتوب دی او دغه لومړیتوب ته د رسیدګۍ په موخه حکومت په بېلابېلو برخو کې پراخې هڅې پیل کړي، تر څو په دې وتوانېږي چې خپلو خلکو ته ډاډمنه فضا او امنیت تامین کړي.

تر هغو چې امنیت نه وي، نو د خلکو ژوند هم مصون نه وي او نه هم هغوی د ډاډ او ارامۍ احساس کوي. همدارنګه د زیربنا، اقتصاد، انکشاف او نورو برخو کې کار نه یوازې موثر نه وي، بلکې فرصتونه او منابع هم بې ځایه ضایع کېږي.

موږ په تېرو کالو کې ولیدل چې حکومت د میلیونونو ډالرو په لګولو سره پلونه، پلچکونه، سړکونه، ودانۍ، ښوونځي، روغتونونه او نور تاسیسات ورغاول، مګر د افغانستان دښمنانو په څو شیبو کې هغه والوزول او ویجاړ یې کړل، نو له همدې امله د امنیت تامین ته پام مهم دی.

ملي یووالي حکومت له همدې امله د جګړې مدیریت ته زیات پام کړی، د دې لپاره یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د شته فساد مخه نیولې او لا هم په دې برخه کې هڅې جریان لري. ترڅنګ یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې او د دوی د وړتیاو لوړولو ته پام کړی. د ځواکونو تمویل او تجهیز ته یې لومړیتوب ورکړی او د دوی درملنه، اعاشه او د قربانیانو کورنیو ته پر رسیدګۍ باندې زیات ټینګار کېږي.

په خپله ولسمشر غني وخت پر وخت د روغتونونو وضعیت ګوري، د ټپیانو د درملنې بهیر له نږدې څاري، د شهیدانو کورنیو ته د پر وخت رسیدګۍ پوښتنه کوي او همدارنګه د مستحقو شهیدانو کورنیو سره مالي ، د کور، سرپناه او نورو برخو کې مرسته کوي.

د دې ترڅنګ ولسمشر غني په ځواکونو کې د فساد مخه ونیوله، د امنیت او دفاع ادارو کې د فساد په وړاندې مبارزه په عملي توګه ترسره شوه او په لسګونو قضیې لوي څارنوالۍ ته واستول شوې. د دغې جدي مبارزې په پایله کې، په میلیاردونو افغانۍ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په قراردادونو کې وسپمېدلي.او امنیتي او دفاعي ځواکونه تر پخوا ښه تجهیز، تمویل او مسلکي شول. ځواکونو ته لا ډېره روحیه، انګېزه او باور ورکړل شو او له همدې امله هغوی شپه او ورځ د امنیت د تامین او د هېواد د فاع په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د ځانګړې پاملرنې له امله د متحده ایالاتو او هند څخه د جنګي الوتکو په ترلاسه کولو سره افغان هوايي ځواکونه تجهیز او په پښو ودرېدل. د دښمن په مقابل کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا تجهیز په خاطر څلور کلن امنیتي پلان ترتیب شو، دا یوه مهمه لاسته راوړنه ده.
په ځواکونو کې د همغږۍ نشتوالی هغه ستونزه وه چې له کلونو راهیسې د دوی په لیکو کې موجوده وه او د هغوی د سرښندنو او مبارزې پر موثریت یې منفي تاثیر درلود. د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د وسله والو ځواکونو اعلی سر قوماندانۍ پوره عهده دارۍ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د واحد قوماندې پخاطر د ملي توحید مرکز ایجادول په دې اړه یو مهم ګام و.
د ملي یووالي حکومت او ولسمشر غني دا او دېته ورته نورې ټولې هلې ځلې په هېواد کې د امنیت د تامین په موخه وې، ځکه د امنیت تامین دوی ته مهم لومړیتوب دی او د دغه لومړیتوب د تحقق لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply