د ترهګرۍ د ریښو وچول\محمدبشیر یوسفزوی

0 669

 

 

 

د ترهګرۍ خطر او تهدید نن نه یوازې د سیمې بلکې ان د نړۍ په کچه محسوس دی او په تېرو کلونو کې اروپا، امریکا او نورو بېلابېلو هېوادونو کې تروریستي بریدونه ترسره او خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله. دلیل یې دادی چې ترهګري هیڅ پوله، دین، مذهب او قوم نه پېژني.

ترهګري د بشریت دښمنه ده چې د وېرې، بې باوري، نهیلي او وحشت فضا د رامنځته کولو په خاطر له هیڅ جنایت څخه مخ نه اړوي، حتی ښځې، ماشومان او عام وګړي په نښه کوي او د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځایونو او ښارونو کې خپل وحشیانه بریدونه کوي.

د دغې شومې پدیدې او نړیوال تهدید د کمولو او ختمولو لپاره د ترهګرۍ د ریښو او مالي تمویلونکو سرچینو وچول او له منځه وړل پکار دي. د ترهګرۍ اصلي رېښې په بې عدالتۍ، محرومیت، جهل، ناپوهۍ، تشدد، افراطیت، ظلم، زور او زیاتي کې نغښتې دي او له همدغه ځایه غځېدلې رېښې کرار کرار ترهګرۍ ته ور یوځای کېږي.

موږ عملاً ولیدل په ۲۰۰۱ کال چې کله د امریکا متحده ایالات او د دوی نړیوال ملاتړي د طالبانو او ترهګرۍ په له منځه وړلو پسې افغانستان ته راغلل، نو د طالب واکي له ختمولو وروسته اکثر طالبان د جګړې له لیکو څخه خپلو کلیو او کورونو ته ور وګرځېدل، مګر د وخت د حکومت محلي کارکوونکو په ولایتونو او ولسوالیو کې هغوی د طالب په نوم ونیول، وې ځورول او بېرته یې دېته اړ کړل چې د جنګیالیو طالبانو لیکو ته ورشي.

همدارنګه په کلیو، ولایتونو او ولسوالیو کې هغه خلک چې ځانونه یې محروم ګڼل او د محلي مسوولینو له لوري ورسره ظلم او زیاتی کېده، نو هغوی هم کرار کرار له طالبانو سره یو ځای شول او په دې ډول په افغانستان کې د ترهګرۍ رېښې کرار کرار وغځېدې.

حتی ځینو خلکو د شخصي عقدو په اساس حکومت او امریکایانو ته غلط راپورونه ورکړل د همدغو بې اساسه راپورونو په اساس یې خلک په لوی لاس له طالبانو او ترهګرو سره یو ځای کېدو ته مجبور کړل.

له بل لوري هغه مهال افغان حکومت عادي ژوند ته ستنو شویو طالبانو ته د ادغام مجدد، کارموندنې او نورې برنامې نه لرلې ، مګر بل لورته پاکستان او د نشه یي توکو قاچاقبرانو د وخت د حکومت د برنامې د نشتون له امله له طالبانو سره اړیکې ونیولې، هغوی یې له سره منسجم او د حکومت او امریکایانو پر ضد د جګړې لپاره چمتو کړل. د نشه یي توکو قاچاقبرانو هغوی ته د جنګ لپاره وسلې، امکانات او وسایل ورکړل، ځکه هغوی د طالبانو په وجود او په افغانستان کې د جګړې په اوږدېدو کې خپلې ګټې خوندي وبللې.

حکومت ته پکار دي چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې بې عدالتي، افراطیت، ظلم، تشدد، جهل، محرومیت او نورې هغه پدیدې او ناخوالې چې له طالب او ترهګرۍ سره د خلکو د خواخوږۍ او یو ځای کېدو لامل کېږي له منځه یوسي.

همدارنګه دې د دې ترڅنګ د ترهګرۍ مالي سرچینې له منځه یوسي. د نشه یي توکو د کښت مخه دې ونیسي، د هغو د پروسس کولو فابریکې دې ویجاړې کړي او د سیمې له هېوادونو سره دې په ګډه د نشه یي توکو د قاچاق لارې په ټینګه وڅاري او هغوی دې له منځه یوسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply