رودوال د فکر وتلي ازادې او بدلون غواړې/نورالهادی رودوال

0 1,125

مونږ د تاریخ څخه زده کړې چې زمونږ او ستاسو د هیواد پرون څه ډول تیر شو، مونږ پوهیږو چې نن څه ډول تیریږې، خو پر څه چې مونږ لا نه یو خبر هغه زمونږ سبا دې.

زه د خپلو وګړو سبا په ډیره سخته ویره او اندېښنه کې اچولې یم او دلیل هم دا دې چې اوس نړۍ هر شیبه په ډیره چټکتیا سره بدلیږي او ژوند هره شيبه نوې غوښتني او نوې پوښتني زیږوې، مګر له ډیره بده مرغه زمونږ په هیواد کې اوس هم ډیر شمیر ځایي او ملې مشران او عامه وګړې د همغې پرونې فکر سره ناست دې او په دې هیله دې چې پرمختګ او مثبت بدلون به راشې. . . مګر زه خپلو درنو هیوادوالو ته دا خبره په ډیر جرات سره کولې شم چې درنو هیوادوالو! چیرته چې انسانیت ته، د انسان حقوقو ته، د انسان ازادیو او کرامتونو ته درناوې ونشې، او چېرته چې هر یو وګړې ” زه ترهغوۍ ښه ېم ” “زه تر چا کم نه یم” “زما پلار او نیکه دا کارلا نه دې کړې” “زه پلانکې صیب او بستانکې صیب تیر شوی ېم” دعوه لرې هغه شخص یا سیمه هېڅ کله پرمختګ او مثبت بدلون نه شې لېدلي. ځکه خو رخمان بابا وایې چې:

“ځان ژونـــدی په ځمـــکه ښــــخ که لکه تـــــخم

که لوئي غـــــواړي د خــــــاورو په مقــــــام شه”

راځۍ، چې دا یو حقېقت پر ځان ومنو، یو داسې حقيقت چي کولاي شي زمونږ او ستاسو هیواد پر یو پرمختللې او ځواکمن هیواد بدل کړې. دا باید ومنو چې زمونږ او ستاسو قومې او سیاسې مشران سراسر غولول شوي او سترې تيروتني یې کړې دې د کومو تیروتنو له امله چې مونږ په کلونو کلونو بیرته پر شا لېږدول شوې یو، موږ ټولو ستر زیان لېدلې، موږ هر يو بايلني لرو، وژنې او ژوبلنې لرو، لنډه دا چې په هیواد کې مو هېڅ وګړې د یوې ستونزې او رنځ څخه همداسې نه دې  پاتې شوې. له ډیره بده مرغه زمونږ په ټولنه کې اوس هم دغه مشران د همغه پرونې فکر او مفکورې سره ناست دې او په ډیره سپین سترګۍ سره خپل ځان بشپړ بولې، خپلې بې اساسه او پوچ منطقه کړنې سمې بولې او د نويو واقعيتونو د منلو، د حقیقت ویلو او خپل شوم ضد نه د تیرېدلو شهامت او استغداد نلرې.

مګر ګرانه مشره! تاریخ د دې ثبوت ورکوې چې ته استبداد ماتونکي وې، خو کله چي واکمن شوې نوی استبداد او نوی ظلم دې واکمن کړ، تاسو بوت ماتونکي وۍ، خو ډير زر مو مونږ خپله په بوتانو بدل کړو، ته انسان وژونکې وې ځکه مو اوس په ټولنه کې وحشت خپور دې، دا هغه  ترخې کړنې دې چې تارېخ به یې هیڅ کله هېرې نکړې ته ډیر بد او اغزن تاریخ لرې، نو له دې مخکې چې د تارېخ په همدې چټلو جامو کې له دې دونیا همداسې پټه خوله لاړ شې، بهتره دا ده چې راشې او د هیواد د بچیانو د راتلونکې سره مرسته وکړې، د خپلو اشتباهاتو، د خپلو تيروتنو او د خپلو غیرې عالمانه سیاستونو په اړه توضيح ورکړې تر څو اوسنې او راتلونکې نسل د دغه ډول کړنو مخه  ډب کړې.

یو بله خبره چې ما ډیر دردوې هغه زمونږ په ټولنه کې ښځو ته ټیټ لیدل، پر ښځو باور نه درلودل او ښځو سره غیرانسانې او اسلامې چلند د پښتو په نوم. څه مانا لرې چې د سولې، امنیت، ښه اقتصاد او پرمختګ چېغې وهۍ که څه هم د ټولنې ۵۰سلنه نه ډیر وګړې تاسو په کور کې د حېواناتو په څیر کلک کړې؟ ښځه روغتون ته نشو بولې ځکه چې تربور به راته پېغور راکړې، لور ښونځې او پوهنتون ته نه پرېږدو ځکه خلک به څه وايي؟ ښځې مو په بوجیو کې بندې کړې چې څوګ یې مخ او لاس ونه ګورې. ایا همدې ته پښتو، پښتونولې وایې؟ ایا همدا اسلام دې؟ ایا همدا زمونږ غیرت او افغانې غرور دې؟ ایا همدا زمونږ او ستاسو کلتور او فرهنګ دې؟ ایا نه پوهیږۍ چې زمونږ او ستاسو ښځې د دې ټولنې هغه زیار کښه طبقه ده چې د نارینه وو په څنگ کې خپلو اولادو ته د نفقې په پیدا کولو کې تل شاقه او سختو کارو ته اوږه ورکړیده، ایا نه پوهېږۍ چې ښځه ستاسو په څیر بلکل یو انسان دې

دا نه پښتو ده، نه غیرات دی او نه اسلام دی، بلکې دغه ډول کړونو مونږ په حقېقت کې هم بې پښتو کړی یو، هم بې غیرته کړي یو او هم یې بې ایمانه کړې یو. ځکه حقيقې پښتون له ځان څخه پر کمزورې ظلم نه کوي، بې ځایه ضد او غرور نه کوې، نورو ته خق ورکوې، خپله غلطې او تیروتنه  منې، او خپل غزات په چا نه پلورې. اعليحضرت امان الله خان، داود خان، ډاکټر نجیب الله خان د نړۍ پر کچه ځیرکه او باغیرته پښتانه پېژندل کېږې مګر هغوۍ خو دغسې  بې مغنه کلتور نه درلود لکه د اوس، نو بیا دا هر څه د کومه شوو؟

که په رېښتیا هم همغه افغانې غیرات او قوت بېرته لاس ته راوړل غواړۍ نو وخت رارسیدلې دې چې نورویخ شو، د پرونې فکر دا چټلې جامې بدلې کړو او پاکې د سولې، یووالې، پرمختګ او روڼ فکر جامې واچوو تر څو دا کونډ، یتیم، زخمې، مات ګوډ او سوالګر هیواد مو نور د دغو بدبختیو خلاص شې. زه نور ډیر څه نه لېګم بس همدومره چې:

“د رخمان دا پوچ ګوېې څه پکار نه ده

غشقې په ګوفتار نشې په کردار شې” . . .

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply