غزل / خیال ستانکزی

0 591

غزل
درد سـره نـه کیــــږي له درد ځینــې پنا غواړمه
پنا ور وړمــــه رب ته خامـــخا ترې تــا غواړمه

شپه ده اوږده،څو ځلې ویښ،سړی ویده شي پکې
لمـره سر پورته کـــړه له غره،درنه رڼا غواړمه

وخته که مـرې،که پاتې کیـږې،زه به وا نه وړمه
د خپــلې ژبــې له وینــا،نور خپل اشنـا غواړمه

دا په ما څه وشـو په مـا،خوله مې له خاورو ډکه
د ژونـــد خوښیـــو تـه اور اچــوم،ژړا غواړمه

د غزل رنګ مې پیـکه شوی،په غزل کې مې نور
له خپل الهامه،ستا د شنو سترګو ښکلا غواړمه

خیال کې مې یې،لا مې له خیاله غورزولې نه یې
خیال کې دې ،ساتمه له خیاله دې بیا بیا غـواړمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply