سوله / نجیب ننګیال

0 1,095

د جنګیالیو رهبري که سیاسي شعور ونلري، محوه کېږي. که طالبان سوله نکوي، دا به کټ مټ هماغه سهوه وي چې مجاهدینو وکړه. شهید نجیب په ډېر خلوص د ملي روغې جوړې طرحه وړاندې کړه. خو حکمتیار، رباني، مسعود او نورو مسخره کړه. ټولو ولیدل چې څه وشو. مجاهدینو جګړه وګټله خو سیاست یې بایلود. که په ۱۹۹۲ کې حکمتیار کابل ته ننوت، د یو فاتح، مغرور او حاکم رهبر په صفت به حکومت کې شاملېده. خو د هماغې سهوې نتیجه دا شوه چې په ۲۰۱۷ کې د یو مغلوب، بې واکه او له غاره راوتلي جنګیالي په صفت حکومت ته راغی. بیا یې هم کور ودان، حد اقل د خپلې بقاء وروستی فرصت خو یې له لاسه ور نکړ. اوس که هوښیار او ځیرک سیاست وکړي. خپل ګوند د خپل شیرخوره زوی په لاس ورنکړي او د فامیلي اثررسوخه ځان وباسي، شاید ګوند یې بقاء وکړي او حاکم هم شي. مګر که نن هم نه وای راغلی، څو کاله وروسته به د حزب اسلامي نوم داسې ورک و، لکه سانسکرت ژبه چې د هیچا په یاد هم نه وي.
همدا فرصت طالب ته هم دی. که یې رهبرۍ له سیاسي شعوره کار واخیست او سوله یې وکړه، زه باور لرم تحریک به یې ژغورلی وي. کنه په جګړه کې یې نور محوه کېدل حتمي شوي. یو غورځنګ چې یوه واحده رهبري ونلري او په لسګونو د فکر او خبرې مشران له لاسه ورکړي. واک یې ټول د ګرمې وینې، جذباتي او بې منطقه جنګیالیو لاس ته وغورځي. دغسې غورځنګ لږ وخت جګړه توده ساتي، وېره خپروي، خو ډېر ژر له منځه ځي. که طالبان غواړي فکر او تحریک یې ژوندی پاتې شي، سیاسي میدان ته داخلېدل ورته بهترین فرصت دی.
#سوله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply