د بلخ د بدلون په چاره کې ارګ ګټونکی او جمعیت اسلامي ظاهراً په قیر سړک پاته شو / عنایت الله کاکړ

0 893

د بلخ د بدلون په چاره کې ارګ ګټونکی او جمعیت اسلامي ظاهراً په قير سړک پاتې شو.
ټاکنې را رواني دي. اړوند ټیمونه ثبات او فکري استقرار ته اړتيا لري. د ارګ اعصاب ساړه او د جمعیت اسلامي دا مختل دي. جمعیت فکر کوي چې عطا محمد نور د دوي د ارمانونو پر سر سودا وکړه او عطا محمد نور په جمعیت کې له خپل اجرايوي پوسټ او په بلخ کې له خپل مقبولیت نه په استفادې سره ځان د راتلونکي لپاره مطرح کړ. خو له بلخ نه د ښاغلي نور د ريښو له وتلو وروسته په ټوليز سیاسي بساط کې د هغه لپاره موقف جوړول او ساتل ګران ثابتيدلای شي په تېره بیا چې د جمعیت او نور تر منځ اوسنۍ ناندرۍ هم په پام کې ونیول شي.
که چېرته لوبه د ملي یو والي د حکومت د اجرایوي ریاست په قرباني کولو او د ولسمشر د لومړي مرستیال په بڼه د ښاغلي نور ټاکلو ته ورسيږي، نو د ښاغلي عبدالله او جمعیت لپاره به په ولسي کچه د ځان او خپل موقف سمبالول ګران شي. ځکه دوي همدا اوس د ولس له لوري له ارګ سره د ځاني مفاداتو پر محور په معامله تورن دي او د مقبولیت ګراف یې خورا ډېر ټيټ شوی دی. کله چې ارګ ته له یوې دروازې ښاغلی نور ننه ايستل شي او له بلې دروازې ښاغلی عبدالله او صلاح الدین رباني و ايستل شي نو د نوموړو لپاره به د خواخوږۍ او تمې غوره ځای د ولس پر ځای خارجي سفارتونه وي او ښکاره ده چې د ډيموکراسۍ په تثبيت سره خارجي سفارتونه حباب ډوله، طفيلي سیاسیونو ته چندان واښه نه ور اچوي.
دغه مهال به دوي هڅه وکړي چې یو ځل بیا ولس د قومي، قبيله اي شعارونو له لارې وغولوي خو زما په باور په ولس کې به د دوي د هرکلي لپاره له ورستو ټماټرو پرته بل څه ونه ليدل شي، ځکه په ولس کې په تېره بیا په ځوان کول کې الحمد لله د ملي یو والي، افغانیت او وطنیت شعور مخ پر پخيدا دی او ځمکنیو حقايقو ته په کتلو سره به ګرانه وي که ځوانان په دا ډول شعارونو اغفال کړای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply