د یو بریالي واده لپاره پنځلس کلیدي پوښتنې / عطامحمد میاخیل

0 733

ژباړه: عطا محمد میاخېل فکر کوئ، چې نیم ورک شوي څیزونه مو موندلي دي؟ د دې پنځلس پوښتنو ځواب له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د خپل واده په اړه مثبت لید پیدا کړئ او دا ډاډ تر لاسه کړئ، چې یو د بل له پاره جوړ شوي یاستئ او له یو بل سره به زاړه شئ. زموږ ډېری تصمیم نیونې برخلیک ټاکنونکې دي؛ زموږ زده کړنیزه څانګه، هغه دنده ده چې ټاکو یې، هغه دوستان، چې انتخابوو یې او تر ټولو مهمه مېرمن/ خاوند، چې غواړو خپل ژوند او راتلونکې ورسره شریکه کړو. ارواپوهان وایي، چې عاطفي اړیکه ډېره زیاته ارزښتمنه ده، ځکه زموږ په روغتیا کې ټاکونکی رول لري او له عصبي فشارونو سره، زموږ چلند تر اغېزې لاندې راولي. له کومه ځایه کولای شو، پوه شو چې د ژوند د شریک په ټاکنه کې مو تېروتنه نه ده کړې؟ په ډاډ سره ویلی شم، چې سل په سلو کې سمه او ډاډمنه لاره شتون نه لري؛ خو کولای شو د علمي پوښتنو ترڅنګ د زړه د هغه حس په مرسته، چې د خپلې اړیکې په اړه یې لرو، ډاډمنې پایلې ته لاسرسی پیدا کړو. وړاندیز کوو، د پوښتنو له لوستلو څخه مخکې، په دې اړه فکر وکړئ، لکه څنګه چې د یوه ورزشي ټیم په ترکیب کې هڅې کېږي، ترڅو تر ټولو غوره کس وټاکل شي، موږ هم هڅه کوو، د خپل یو عمر ګډ ژوند له پاره تر ټولو غوره فرد وټاکو؛ ځکه چې په واقعي نړۍ کې ایده آل انسان شتون نه لري. د کلټنر لېست: پنځلس ټاکوونکې پوښتنې، چې لاندې به یې ولولئ د ( کلټنر ) له لېست څخه اخیستل شوې، دا لیک لړ د بېل جېمز په نامه د بېس بال یوه پېژندل شوي شنونکي ترتیب کړی، ترڅو په یو شمېر پوښتنو سره، چې د هو او نه ځواب لري، د لوبغاړو وړتیا او په لوبو کې د هغوی د چانس حضور وسنجوي. په هو او نه سره د همدې کلیدي پوښتنو ترکیب، له موږ هر یوه سره د خپلې عاطفې اړیکې په ارزیابۍ کې مرسته کوي. د ښه ذوق لرونکي ارواپوه او د عاطفي اړیکو کار پوه ګري لوانډوسکي د انساني اړیکو له پاره د کلټنر لېست ته بدلون ورکړی او هڅه یې کړې ده، چې د یوې اړیکې په خوندیتوب کې تر ټولو مهم عوامل مراعات کړي. هغه وایي: که چېرې ستاسو له پاره پایله مهمه ده، نو په بشپړه توګه رښتیني واوسئ او په ډېرې ځیرکۍ پوښتنو ته ځواب ورکړئ، خو که چېرې ځان ته درواغ ووایئ، نو له غلطې پایلې سره به مخ شئ. تاسو ته سپارښتنه کوو، چې د لوانډوسکي په وینا په رښتینې توګه هرې پوښتنې ته په هو او نه سره ځواب ورکړئ: ۱ ـــ آیا مېرمنې مو له تاسو څخه یو ښه انسان جوړ کړی؟ آیا تاسو هم د هغې له پاره دا ګام پورته کړی؟ ۲ ـــ آیا تاسو دواړه یو بل ته د احساساتو په بیانولو، په یو بل باندې په تکیه کولو او له یو بل څخه په مرسته غوښتلو کې د هوساینې او آرامتیا احساس لرئ او پوهېږئ، چې یو بل به سره نه پرېږدئ؟ ۳ ـــ آیا تاسو دواړو یو بل مو په هماغه ډول چې یاستئ منلي او په یو بل کې د بدلون د رامنځته کېدو اړتیا نه وینئ؟ ۴ ـــ آیا خپل مخالف نظر یو بل ته په ډېرې آرامۍ او درنښت سره وایئ؟ ۵ ـــ آیا تاسو دواړه په تصمیم نیونه کې ښکېل یاستئ او په اړیکه کې ځان اغېزمن ګڼئ؟ ۶ ـــ آیا تاسو دواړه د یوبل غوره دوست یاستئ؟ ۷ ـــ آیا تر ډېره چې د زه او ته په اړه فکر وکړئ، د موږ اوسېدلو احساس لرئ؟ ۸ ـــ آیا کولای شئ، چې په ټولنیزو رسنیو کې د خپل اکونټ پسورد او یا د بانکي کارټ کوډ د یو بل په واک کې ورکړئ؟ ۹ ـــ آیا د یو بل په اړه واقع بینانه او مثبت نظرونه لرئ؟ ۱۰ ـــ آیا ستاسو مېرمن او نږدې دوستان مو په دې باور دي، چې یوه ښه او پایښت لرونکې اړیکه لرئ؟ ۱۱ ـــ آیا ستاسو اړیکه له کرکې، حسد، خیانت او په یو بل باندې له نیوکه کولو څخه تشه ده؟ ۱۲ ـــ آیا ګډ سیاسي او مذهبي لید لوری لرئ؟ آیا واده ستاسو دواړو له پاره په یوه کچه مهم دی او د ماشوم لرلو او د هغه د روزنې د ډول په اړه موافقې ته سره رسېدلي یاست؟ ۱۳ ـــ آیا تاسو دواړه د یو بل له پاره سر ښندنې ته چمتو یاست؟ ۱۴ ـــ آیا تاسو دواړه له اروایي پلوه سم او با ثباته شخصیت لرئ؟ ۱۵ ـــ آیا د خپل واده له اړیکې څخه د خوښۍ او خوشالۍ احساس لرئ؟ د امتیاز محاسبه: د ښې او پایښت لرونکې اړیکې د لرلو له پاره، اړتیا نه شته، چې پنځلس واړو پوښتنو ته ځواب ورکړئ. کله وخت ښایي، په دې وو کې کومه پوښتنه د ستاسو او د خاوند له نظره مو د ارزښت وړ نه وي او وغواړئ، چې لرې یې کړئ، په دې حالت کې، که چېرې هر څومره ډېرو پوښتنو مثبت ځواب ورکړئ، نو د اړیکې پایښت مو لا پسې زیاتېږي. لوانډوسکي وایي: انساني اړیکې ډېرې پېچلې دي، که څه هم دا لېست ستاسو د اړیکې په اړه ښه لید وړاندې کوي، خو هېڅوک نه شي کولای، چې سل په سلو کې د یوې اړیکې پایښت تضمین کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply