د تحمیلي جګړې ختمول زغم ته اړتیا “

0 492

محمد روښان ښاد

”د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر جرمني هېواد ته له سفر او د یاد هېواد له لوړ پوړو مقاماتو سره د افغان سولې، له افغانستان سره د هر اړخیزو همکاریو او د اړیکو د لاپیاوړتیا په موخه له لیدنو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو ته د بېلابېلو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته د سفر ترڅنګ له اشنا راډیو ټلویزیون سره په خپله تازه مرکه کې ویلي دي چې پر افغانستان د تحمیل شوې جګړې پایته رسول زغم ته اړتیا لري.

د ښاغلي اتمر استدلال دادی چې پر افغانستان تحمیل شوې جګړه د بهرنیو له لوري پیل شوې، نو له همدې امله به دا د افغان دولت او ولس له صلاحیته وتلې وي چې نن، سبا یا لنډ مهال د دغې بدمرغه جګړې د ختمولو لپاره تعین کړي، ځکه د تحمیل شوې جګړې واک له نورو سره دی.

د ښاغلي اتمر د نظر په تائید سره لکه څنګه چې اوسنی جنګ موږ نه دی پیل کړی، نو په ودرولو کې به یې هم زموږ رول کمرنګه وي، مګر دا زموږ او دولت مسوولیت دی چې له یوې خوا خلک د دغه بدمرغه روان جنګ له زیان څخه خوندي کړو او له بل لوري خلک او د ټولنې بېلابېل اقشار باید د دغه جنګ دپایته رسولو لپاره زغم، اجماع او دېته راوبولو چې خپلې هڅې او امکانات سره شریک کړي او په ګډه د جنګ د بندولو او پایته رسولو ګټور تدابیر او لارې چارې وسنجوي.

د جنګ د پایته رسولو معقوله، بې ضرره او ګټوره حل لاره همغه ده چې ولسمشر غني د کابل پروسې کنفرانس کې هم طالبانو او هم پاکستان ته وړاندیز کړه. نوموړي طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ او له هغوی څخه یې په ټینګار وغوښتل چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې له بهیر سره یو ځای شي او که هره ستونزه او غوښتنه لري، نو د جګړې پرځای دې د مذاکراتو مېز ته وړاندې کړي چې د دواړو لورو (دولت او طالبانو) د مذاکراتو لپاره ټاکل کېدونکي پلاوي ورباندې بحث وکړي او مناسبه حل لاره ورته ولټوي.

همدارنګه یې پاکستان ته د دولت په دولت د اړیکو او مذاکراتو وړاندیز وکړ چې د پاکستان لوی درستیز کابل ته د خپل سفر او افغان مقاماتو سره د لیدنو پرمهال د ولسمشر د دغه وړاندیز هرکلی او ژمنه یې وکړه چې پاکستان به په دې برخه کې خپله مرسته درېغ نه کړي.

جرمني او امریکا متحدو ایالتونو ته د ښاغلي اتمر او همدارنګه تر دې دمخه نورو هېوادونو ته د ده او د نورو لوړ پوړو دولتي مقاماتو د سفرونو اصلي موخه په افغانستان کې د امنیت او ثبات تامین او د تحمیلي جګړې پایته رسول دي، ځکه دا ټولو ته معلومه ده او ټولو درک کړې چې جنګ د هیڅ لوري په خیر نه دی او نه هم وسله وال طالبان او نور جنګیالي د جګړې له لارې خپلو موخو ته رسېدلی شي، نو د حکومت وړاندیز هم دادی او نړیواله ټولنه هم د حکومت د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply