د جمعیت اصلاح یوه بګۍ وایي، پرلتونه د ولس غږ نه دی / نجیب ننګیال

0 1,015

د جمعیت اصلاح یوه بګۍ وایي پرلتونه ولسي غږ نه دی او دا د سیکولرانو ناره ده.
مونږ چې وایو جمعیت اصلاح د رادیکاله ترهه ګرو جمعیت دی او د جمعیت اصلاح او اصف غفور یوه خبره ده. چې هغه یې له راولپنډۍ وهي او دوی یې له کابله. جمعیت اصلاح به ولې سوله وغواړي؟ ځکه بیا خو به طالب زندانیان خوشې وي. بګرام به بند وي او پلچرخي به خالي. بیا به نو دوی ته د زندانیانو د ولچکونو او هتکړیو قراردادونه څوک ورکوي؟ دوی خو تر دا پرونه د بګرام د زندانیانو لپاره ولچکونه اخیستل او په ناټو یې پلورل. که طالب سوله کوي بیا خو دوی نشي کولی د دین په نامه چندې را ټولې کړي او دین د سیاسي اهدافو وسیله کړي. که طالب سیاسي میدان ته راځي، بیا خو ولسي سټیج د هغوی دی. سیاست او واک هغوی ته انتقالېږي. که کلیوال طالب د واک څښتن شي، نو هغه خو بیا د اردغان موډرنیستانو ته ځای نه ورکوي چې نفوذ وکړي او خلک وغولوي.

په والله بالله د دې سولې اصلي مخالفان پخواني مجاهدین او د بهرنیو موسساتو به دفترونو کې پنډ اسلامیستان او اصلاحیان دي. دوی نغواړي د سولې په راتک د دین په نامه د دوی روانه سوداګري زیان ومومي.

وطنواله!
ښه وپوهېږه. د سولې دښمن څوک دی او سوله څوک نغواړي؟ د سولې ولسي ناره به د ټولو منافقانو له مخونو نقاب لرې کړي. وطن پرلت پرلت کړئ. د سولې بیرغونه لوړ کړئ، چې منافقین مالوم شي.
#سوله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply