کیسه ګۍ / خیال ستانکزی

0 1,460

کیسه ګۍ.
خیال ستانکزی
د یوه کتابتون له مخې په تېرېدو وم، د ځمکې پرمخ یوه سپینه پاڼه چې سره تاو کړل شوې وه، پرته وه.
دوه قدمه ترې تېر شوم، فکر مې وکړ چې دا پاڼه خو په یوه ښکلي انداز تاوه شوې ده، چې څه به په کې لیکل شوي وي؟ مخ مې ورته ور واړوه، ور نږدې شوم، پاڼه مې په دوه ګوتو کې راپورته کړه، د پاڼې هر تاو مې خلاص کړ، خو پاڼه څیرې شوې وه، داسې څیرې شوې وه چې د نوکانو نښې په کې ښکارېدلې، لږ مې سره نږدې کړې، پاڼې د سر په هغو کرښو مې سترګې ولګېدې چې لیکل شوي وو
((سلام ګرانې! دامې درته وروستی لیک دی، نور لیکونه نه درلېږم……….)).
کاغزي پاڼه مې بېرته تاوه کړه او د بیګ په جیب کې مې کېښوده، دا وخت یې د لوستلو نه وو، د ښار ګڼه ګوڼه او زما ستړیا، چې نوی له پوهنتون نه رخصت شوی وم، زه هم د خپل اطاق په لور روان وم، په سر مې هم نری_نری درد وو، په غوږو کې مې تيږي سره جنګېدلې، اطاق مې هم د یوه مارکېټ په دریم پوړ کې وو، پوړۍ په پوړۍ بره روان وم، بیګ مې د ښي لاس له اوږې ښکته کړ.
لا مې نور انډیوالان نه وو راغلي، اطاق قفل وو، د کورتۍ له جیبه مې کلۍ را وویسته او ور مې پرې خلاص کړ، یو بالښت مې راواخیسټ؛ تکیه مې پرې وکړه او د ستړیا اسویلی مې له خولې ووت، تلوسه راسره وه چې دا لیک ولولم.
پاڼه مې له بیګ راواخیسته، څیرې وه، بیرته مې سره یو ځای کړه، بیا مې له سره ولوسته چې پکې لیکل شوي وو.
(((سلام ګرانې!دا مې درته وروستی لیک دی، نور لیکونه نه درلېږم.
دا دوه کاله شو؛ چې د هر لیک په بدل کې راته هېڅ هم نه لیکې، دا ولې؟ آخر خو انسان یم او بیا مسلمان یم، ګوره ګرانې!!!
ستا له لوري د یوې خبرې تږی یم، داسې تږی لکه د کلونو لاروی چې په یو غړپ اوبو پسې انتلق نارې وهي، ای!
د ملګرو په وړاندې د در کتلو جرءت هم نلرم، د خبرو خو لا ایسته برېږده، ته ولې داسې کوې؟ ولې د غرور په هسک آس سپره یې؟ یو څه خو ووایه.
کیدای شي ستا لپاره به د خندا ځای وي، زما د صبر له کاسې نورې اوبه په توېدو دي، هسې نه چې؛ داسې څه په ځان وکړم، بیا به ته ارمان کوې او په ما به دنیا تېره وي.
خو ای!!!
یوازې تر سبا ددې لیک ځواب غواړم؛ هغه هم مثبت ځواب، کنه!! بیا به داسې څه په ځان وکړم چې؛ بښه به مې هم ونه وینې، پدې ډاډه یم؛ چې په بله دنیا به زما لاس او ستا به ګریوان وي، ما د خپلې مینې پور ادا کړی او ته زما د مینې پوروړې یې، له خوښیو ډک وخت))).
پاڼه مې ټوله ولوسته، په وروستۍ برخه کې یې یوازې دومره لیکل شوي وو چې، ستا لالۍ.
حیران شوم، په خپګان کې خندا راغله، ځان سره مې وویل، دا خلک څومره لېوني دي؟ پاک رب څومره ښکلی ژوند ورکړی وي خو دا ژوند اخلي او د بل په شتون کې یې لتاړوي.
ماته مې ډېرو ملګرو د مینې خبرې کړې وې، خو دا مې لومړی ځل وو چې دا خبرې په لیکلي بڼه وینم.
خدای خبر چې هغې جنۍ به ددې لیک په بدل کې؛ هغه لالي ته کوم ځواب ورکړی وي کنه، دا نو زه هم پوه نشوم.
خو زه وایم، نانانا!
داسې مه کوئ، خپل ژوند ته ارزښت ورکړئ، هغه ګَرد چې ستاسو د ژوند، د هیندارې په مخ پروت دی؛ لرې کړئ، خپل ژوند په رڼه هینداره کې وګورئ.
هغه چاته ارزښت وکړئ، چې په خپل ارزښت پوه شي.
پاڼه مې د خپل یاداښت په کتابچه کې کېښوده، ددې لپاره راته په زړه پورې وه، چې د یوه دردېدلي زړه خبرې په کې پرتې وې.
پای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply