د پښتنو پرلت؛ له ډېورنډ کرښې هاخوا عدالت او دیخوا امنیت

0 915

ودان روښان
ټاکل شوې دا ځل له ډېورنډ کرښې هاخوا پښتانه د پښتنو زړه تاریخي پېښور کې د اعتراض خپل غږ په داسې انداز کې پورته کړي چې تر دې مخکې یې ساری نه و لیدل شوی. په پام کې دي د اپریل پر اتمه دغه ځپل شوی قوم یو ځل بیا د عدالت غوښتنې خپل غږ دومره پورته کړي چې هغه د اوږدې مودې خوب وهلي هم راویښ کړي. هغه چې وایي:« په تنګ شي نو په جنګ شي» دغه خلک دا ډېره موده له بېلابېلو لارو داسې ځپل شوي و چې لږ یې د راپورته کېدو تمه کېده خو هغه ډول چې وتلي چیني ستراتېژیست سن تزو له ننه ۲۳۰۰ کاله مخکې ویلي و چې له ناهیلي او د حتمي مرګ له ګواښ سره مخ ټولګی(خلک)هر ډول خطر پرځان مني او پر خپل ټول توان برید کوي. دغو خلکو ته هم بله لار نه وه پاتې نو ځکه خو په داسې بڼه راپورته شول کړیکو یې پاکستان او سیمه څه چې نړۍ وکړنګوله. اوس چې علي وزیر په وازه خوله نارې وهي چې د پاکستان پوځ ترهګر دی، هغه په خپل پوټکي، غوښو، وینې او هډوکو د همدغه دده په وینا ترهګر پوځ په لاس د خپلې کورنۍ یوولس بې ګنا غړو وژنې غم او درد احساس کړی دی. هغه پر دې پوهېږي چې دغه پوځ چې دده د کورنۍ ۱۱ غړو په ګډون د لسګونه زره پښتنو په وژنه یې ایله او صرفه ونه کړه، دده په شمول په زرګونه نورو پښتنو یې هم نه کوي نو ځکه خو اوس د دریځ پر سر په ټول ځواک نارې وهي: «ای ترهګره تا دا وردۍ(دریشي)د عزت نه بلکې د ترهګرۍ له پاره اغوستې، ترهګر ته یې او نور موږ ارام نه شو کیناستلی او د هر پښتون د وینې پوښتنه به درنه کوم.» اوس دغه دې ټول پښتون غږ چې نور به د انسانیت ژوند کوي، هیچا ته پر ځان د ظلم او تېري لاس پورته کولو اجازه نه ورکوي او د خپلو وینو په بدل به د خپلو انساني حقونو ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوي. په دې اړه چې هر اواز راپورته کېږي ورسره د اهریمن او شیطان پر غړو نه یوازې لړزه راځي بلکې د هډوکو ماتېدو کړسا یې له ډېر لرې اورېدل کېږي. دا به معجزه نه وي نو څه به وي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز د نقیب مسعود پلار ورغواړي او فاتحه ورکوي په داسې حال کې چې لسګونه نقیب مسعودان د همدغه پوځ په مخامخ ډزو او یا د هغه د بړیڅو په لاس وژل شوي خو مکار پوځ ټنډه هم نه وه پرې تروه کړې خو دا د همدغه غورځن زور دی چې د پوځ څه چې د پاکستان اصلي واکمن یې د یو خوار پښتون زلمي چې په کراچۍ کې یې دیوې ګولې حلالې روزي له پاره مزدوري کوله، فاتحې ته اړ کړ. دغه راز، پوځیانو د پېښور له تاریخي غونډې وړاندې د خپلو ورانونکو هڅو یوې برخې په توګه د پېښور پوهنتون یو شمېر انقلابي محصلین هم نیولي وو چې له وېرې یې د جمعې ورځ بېرته خوشې کړل.
د پاکستاني استخباراتي کړۍ هڅه کوي په هره وسیه چې وي د پښتنو اعتراض کمزوری کړي نو ځکه خو یې ان د عوامي نشنل پارټۍ ځینې زاړه پالي او هم بې تجربې خام ځوان ایمل ولي خان اجیر کړي او غواړي له یوې خوا په پښتون راویښ شوي غورځنګ کې نفاق او ګډوډي واچوي او له بله پلو د خدای بښلي دروند پښتون باچا خان کورنۍ سپکه کړي. دهمدې هڅو په لړ کې له بده مرغه مغرور خو خام ایمل ولي خان له تردید پرته د ای اس ای په اشاره په یوه وینا کې د خپل ګوند غړو ته ګواښ کړی چې که څوک هم د ګوند له اجازې پرته کومې جلسې یا غونډې ته لاړ نو پر ضد به یې چټک ګامونه واخستل شي. د ځوان ایمل ولي دغه ګواښ د پښتون ساتنې غورځنګ د اپریل اتمه په پېښور کې سترې غونډې ته دی. خو د ایمل جان ګواښ ته پر ټولنیزو رسنیو سخت ځوابونه ویل شوي دي. پر ټولنیزو رسنیو تر ټولو کلک غبرګون په خپله د عوامي نیشنل ګوند غړو ښودلی دی. د ګوند یو وتلي غړي، تکړه شاعر او هنر مند امجد شهزاد پرخپله فېسبوک پاڼه په تور احتجاجي رنګ پر یو بېنر ليکلي دي: «څوک به وايي د رقص و سرورد محفلونو ته مه ځئ ګنې پارټۍ نه مو اوباسو او څوک به وايي جلسې له مه ځئ ګنې… دا څنګه ازادي ده؟»
که چېرې له ډېورنډ کرښې هاخوا پښتانه په خپله سیمه واکمن، عدالت او قانونیت ټینګ کړي نو بیا خو به په خپلو سیمو کې ټول خوځښتونه له نږدې څاري، پوښتنه به یې کوي نو ځکه خو به څوک نه شي کولی چې ددوی په سیمو کې له ډېورنډ کرښې دېخوا د وران کاره کړنو له پاره ترهګرو او باغیانو ته روزنځایونه، پټنځایونه او وسله تونونه جوړ نه شي کړی چې له تردید پرته همدا کړنې له ډېورنډ کرښې دیخوا پر امنیت مخامخ اغیزې لري. هغه ډول چې د کوټې په غونډه کې د پښتون ساتنې غورځنګ یو بل انقلابي سرلاري خان زمان کاکړ ویلي و:«د انګریزانو واکمنۍ له پیره کوټه د ډېورنډ کرښې هغې غاړې پرضد د دسیسې مرکز و خو اوس موږ اجازه نه ورکوو چې نور څوک کوټه د ډېورنډ کرښې هغې غاړې پرضد وکاروي.» دغه راز، د پښتون ساتنې غورځنګ مشر منظور پښتون له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې له ډېورنډ کرښې هاغه غاړه پښتانه دې هم راپورته او په خپلو سیمو کې دې امن ټینګ کړي. له ډېورنډ کرښې هاخوا د پښتون ساتنې له غورځنګه په الهام اخیستو ده چې اوس په کابل، لښکرګا، ناوې، ګرشک، زابل، کندهار، پکتیا، خوست او نورو ولایتونو کې د سوله غوښتنې او له جګړې کرکې خیمې درېدلي او له جګړې ستړي ولس خپل د اعتراض غږ پورته کړی. دغه خلک ویني چې هره ورځ یې بچیان د پردۍ جګړې په لمبو کې وریتېږي، کورونه، کلي او سیمې یې په بې مانا جګړه کې ورانېږي، بچیان یې له زده کړو پاتې، باغونه او کروندې یې شاړ پاتې کېږي. دوی په رڼو سترګو ګوري چې دنیا چېرته ورسېده، نور خلک څه کوي؟ خو د ای اس ای په مینه مست طالب جان په خرمستي او انډوخر کې ددوی مینه خرابېږي. لرې نه ده چې ولسونه راپورته او د طالب لاس تاو او پردی ټوپک ترې واخلي او ورته ووایي چې نور بس ده او ته حق نه لري چې د پردیو غلامانو مشرانو په خوښه زموږ ولسونه د جهالت تورو کندو ته وغورځوې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply