باسواده غوا / ليکوال: عبدالنافع همت

0 1,077

سالار اکا د اخوندزاده صاحب د مريدانو او مراجعينو په ګڼه ګوڼه کي په تکليف راتېر سو او يوه توره کټو يې د اخوندزاده صاحب مخ ته په احتياط کښېښوله. اخوندزاده صاحب عينکي له سترګو څخه د پزې خوا ته راوښويولې، کنډوله خوله يې وچړپوله، لکه مار دوه درې واره يې ژر ژر ژبه راوایستله او ننه يې ايستله، خوله يې ويړه سوه، نسواري رنګه او وراسته غاښونه يې لکه د غوجلې موږي داسي ښکاره سول، تر څو چي ده خوله خبرو ته جوړوله، نو سالار اکا وويل: اخوندزاده صاحب ستا قربان سم، کله چي مي د غوا په غاړه ستا تاويز وروځړاوه او ستا نوري غوښتني مي پر ځای کړې، نو د خدای په فضل غوا سمدلاسه داسي ارامه ودرېدله لکه دا چي هم ستا مريده وي، بيا يې لغتي نه دي وهلي، اوس د ورځي يو من شيدې کوي، دا دی تاته مي هم دا يوه کټو شيدې راوړې.
د اخوندزاده صاحب نوم قاسم او خلکو د پلار د پيرۍ له امله اخوندزاده صاحب باله، دی مي کليوال او د ماشومتوب انډيوال و، پر دې سربېره مي د پوهنتون ټولګيوال هم و. که څه هم د ده مسلک زراعت و ، خو د طبي کتابونو له مطالعې سره يې ډېر شوق درلود. پلار يې مشهور تاويزګر او خورا ډېر مريدان او مخلصين يې درلودل، کله چي يې پلار مړ سو، نو د نغدو پيسو تر څنګ د هغه ساده مشتريان او يو کنډک مريدان اخوندزاده صاحب ته په ميراث ورپاته سول، ده هم په کابل کي خپل ماموريت ګی پرېښود او د خپل پلار په شان يې پر وچه ځمکه لامبو وهل پيل کړه.
سبا سهار له مسجد څخه يو ځای سره راووتلو، په خندا مي ورته وويله: قاسم جانه رشتيا راته ووايه، دا څنګه تاويز و چي د غوا په غاړه سو، نو سمدلاسه ارامه ودرېده؟ اخوندزاده صاحب لومړی شاوخوا وکتله، کله چي ښه ډاډه سو چي څوک يې خبري نه اوري، نو سوکه يې وويل: څو ورځي مخکي مي پر وياله اودس تازه کاوه چي سالار اکا غوا د اوبه کولو لپاره لښتي ته راوستله، د غوا پر غولانځه مچان راټول ول، زه پوه سوم چي غولانځه يې خزندو ټپي کړې او خامخا به د لوشلو پر مهال خوږېږي. کله چي سالار اکا وويل چي غوا د لوشلو پر مهال لغتي وهي، نو ورته ومي ويل چي د غيبانه بابا له چينې څخه يو بوتل اوبه او يو چارياک کوچي (کوچ) راوړه چي زه دم ورباندي وکړم او تاويز به هم درته وليکم.
کله چي سالار اکا اوبه او کوچ راوړل، نو اوبه مي خپلي مخصوصي کوټې ته يووړې او هلته مي د (ډیټول) په نوم د جلدي ناروغيو ضد یو بوتل اوبلنه دوا ورګډه کړه. بيا مي سالار اکا راوغوښت او ورته ومي ويل: دا تاويز د شپې پر يوه بجه له څراغ سره د غوا غوجلې ته يوسه، يو څو دقيقې يې همداسي پرانيستی د غوا يوې او بلي سترګي ته ونيسه، بيا اووه سره او اته زرغونه پوښونه ورکړه، تر هغه وروسته يو کلک د څرمني پوښ ورکړه او په غاړه يې وروځړوه، خو پر دې وخت بايد بل څوک درسره نه وي، تر پنځو ورځو پوري د ورځي درې واره د غوا غولانځه لومړی په ارامه په شيرګرمو اوبو پرېوله او بيا دا دم کړي اوبه ورباندي وشينده، پنځه ورځي وروسته به غوا د خدای (ج) په فضل او اولياوو کرامو په برکت ارامه ودرېږي، خو د لوشلو پر مهال يې لومړی غولانځه په دم کړو کوچو ورغوړه کړه او بيا يې ولوشه، بايد په دې پنځو ورځو کي غوا په يوه پاکه کوټه کي وساتل سي او بايد په نس يې هم ښه مړه کړې. هغه و چي د غوا غولانځه په ډيټولو جوړه سوه او کله چي به په کوچو غوړه سوه، نو نه به خوږېده او لغتي به يې نه وهلې.
ما ويل ښه په تاويز کي څه کرامت و؟ اخوندزاده صاحب يو وار شا ته وکتل او بيا يې خوله خوږ ته رانژدې کړه: په تاويز کي مي غوا ته يو لنډ او واضح پيغام ليکلی و
– څنګه پيغام؟
– چا ته خو به نه وايې؟
– نه ولي به وايم، ما ته خو ستا ټول رازونه رامعلوم دي، تر اوسه مي ستا يو راز چا ته ويلی دی؟
– په تاويز کي مي داسي ليکلي وه: (( ګوره غوا! زه پوهېږم چي ستا غولانځه خزندو زخمي کړې او د لوشلو پر مهال خوږېږي، خو زه يې علاج کوم او تر دې وروسته به څوک ستا غولانځه وچه نه لوشي، بلکي په کوچو به يې غوړوي، نو ته هم بايد نمک حرامي و نه کړې او لغتي و نه وهې، که تر دې وروسته دي بيا لغتي ووهلې، نو سالار اکا دي پر قصاب د وچي غوا په نوم خرڅوي او هغه دي حلالوي)).
– ياره اخوندزاده صاحب ته هم عجيبه خبري کوې، غوا کله خط لوستلای سي؟
اخوندزاده صاحب مسکی سو او بيا يې ورو راغبرګه کړه: دا خو د افغانستان د دولتي ادارو مامورين نه دي چي يو پښتو درخواست وروړې، نو داسي ورته وارخطا سي لکه درخواست چي په سانسکريټ يا خروشتي ليکدود ليکل سوی وي، دا خو باسواده غوا ده، د افغانستان په دواړو رسمي ژبو ښه سمه پوهېږي، يوازي لوستل خو څه کوې، د سولي شورا د مشر غوندي په پښتو رواني خبري هم کولای سي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply