څنګه ځانونه له بحرانې حالاتو څخه ایستلای شو؟

0 1,003

نورمحمد فرحت

د تاریخ په اوږدو کي افغانان له کړاونو او تکلیفونو سره لاس او ګریوان وو. جنګ جکړو له ساینس او ټکنالوژي نه وروسته پاته کړو. خو  بیا هم د نړ‌ۍ په کچه متفکر او پوهه شخصیتونه هم لرو، ولي کم شمیر. زه خوشبین یم چې راتلونکی به ډیر روښانه وی. خو که چېرته په تیر کېافغانان خپلواکه پاته شوې وای، د نورو د جنګ جکړو خوراک سوی نه وای، اوس به افغانستان په پرمختللو هېوادونو په لیکه کې وو،خو اوس تیر نیر دی، دا یوه اوښتې پاڼه ده چې  زموږ مهم جغرافیایې موقعیت، ناصالح ګاونډیان او کمزوری اقتصاد، نور ګڼو ستونزو په موږ پردی جکړي تر اوسه تپلی دی. ولې له داسې بدو حالاتو سره مخامخ یو؟ څو علتونه کېدای شي، که څه هم دا لویه موضوع ده بیا په کتابونو کې وسپړل سي، په ټولو اړخو یې باید عمیق بحث او تحلیل وشي، ولی غواړم په لنډو کې ځینو هغو اړخونو ته اشاره وکړم چې فکر کوم تر نورو لمړیتوب لري، د ورځني ژوند یوه برخه ده:

۱- زده کړې

زموږ په ټولنه کښې د تعلیم کچه نسبت نورو ولسونو ته ډېره ټیټه ده. چې اکثره افغانان له ابتدایې زده کړو بې برخه دي او اکثره  د زده کړو نشتون دی ته مجبوره کړي چې د نورو شومې موخو مخته یوسي، او د نورو په لمسون باندې د دین،هېواد،او ولس تخریب کوي.  که هره کورنۍ یو احساس له ځان سره ولرې خپل د کورنۍ غړې د علم په ګېڼه سمبال کړې او نورو ته دغه د رڼا لار ور زده کړې نو د علمیت کچه به لوړه شې خلک به پوهه شې د سم او ناسم توپیر به وکړې. او خپل مسولیت به مو په سمه توکه ترسره کړی وي او زیات خنډونه او ناخوالې به له منځه ولاړ شې. نو باید تر نورو پورې د پوهې رسؤل یو فرض وګړو!

۲-د عامه ذهنیت جوړول

دا چې په ناآمنې کې د  د پرديو پروژې په ښه توګه په مخ ځی، هر څوک خپل کار تو یوه توجیه لټوي او خپل سیاسي او مذهبې مسایل رامنځتهکوي دا دښمن پالیسې وه او له همدې لارې څخه د افغانانو په منځ کې بې اتفاقي اچولې ده. او تباهۍ لور ته یې لمن وهې. د خلګو اذهان یې تخریب کړل نو مهمه دا ده چې خلګو ته باید سالم ذهنیت ورکول شې. سالم فکر رامنخته شې،د بې ځایه تبلیغاتو څخه باید مخنیوی او ډډه وشې یوازنۍ لار د عامه ذهنیت د جوړولو لپاره تر ټوله ښه بدیل تعلیم دی.

۳- غوره ټاکنه

یو بل ډېر مهم اړخ چې د ټولنۍ په پرمختګ کې رغنده رول لرې، هغه د خپل راتلونکی ټاکل دي، هغه که رئیس جمهور وي، که وکیل وي،او په دې کښې هر شخص صلاحیت لرې خلپه رایه په سالم ډول وکاروې او هغه یو مسولیت وکڼې! ژبنپ سمتي او قومي مسایل باید په نظر کښې ونه نېول شي، لمړیتوب باید علمیت،تجربې، او کار ته ورکول شې. تر څو منتخب شخص واقعې خدمت ترسره کړې،ځکه چې نن ورځ ټولو ته په تجربه رسیدلې ده، چې ناسالم انتخاب، یو بې تجربې، یو خاین واک ته رسوي هغه نو خیانت ترسره کوي. شخصې ګټې په نظر کښې نیسې، او رایه ورکونکی هم ورسره په خیانت کې راځې.نو باید ډېر کوشش وکړو چې یو علمي او باتجربه کاره شخص وټاکو، او یوه دینې وجهبه يېوګڼو، تر څو نه ځان ته ملامت یو، نه خدای ته ،او نه دې خاورې ته ،هم به په خپله او هم به مو راتلونکی نسل په امن او خوشحالي کښې ژوند تېره وي.

۴- اتفاق او اتحاد

ګڼو ستونزه اوس له موږ نه لار ورکه کړې، نه پوهیږو څه وکړو او د حق ږغ نه شو پورته کولای او له زده کړو دومره لري  پاته شو چې سمه لار یې راڅخه ورکه کړې ده. او د ولس پر خوله باندې لاس نیول شوی ده، خلګ د حق او ناحق تر منځ توپیر کولای نشې په یوه جنجالې قیضه کښې راګیر یو، چې نهایې پریکړې ته رسیدلای نشو د خپل ژوند د حق غوښتلو جرعات کولای نشو، که چېرته دغو حالاتو ته غاړه کیږدو تل به په اور کې سوځو. وژل کېږو به، هېواد به مو ویجاړیږې..لکه نن ورځ چې یې په سترګو وینو راتلونکې نسل ته به ټیټ سترګې یو، او د یو غلام پلار او نیکه په نومونو باندې به نومول کیږو او تاریخ به د یو سرلوړی افغان نوم به په کمزوری افغان ولیکې او یو بې اتفاقه افغان نوم به ولیکې، دا مو وخت ده چې یو مټې او یو اتحاد شو خپل تاریخ وساتو،قوم پرستې، مذهب ډلګۍ باید نور پریږدو ّځانونه ته نور باید د عمل جامې ور واغوندو! او هر شخص خپله باید په ځان کښې دا احساس پیداکړي، د خپل او راتلونکې نسل ژوند غم وخورې. دا مو مسولیت ده سالمه مبارزه به تل جارې ساتو! تر څو د سولۍ رنګ نه وې راغلی سوله د هر افغان حق ده ده او هر بااحساس افغان د سولې تږی دی.
راځئ چې همدې ناخوالو ته نورد پای ټکی کېږدو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply