دا پوښتنه کېدای شي له ډېرو سره وي چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې ولې په افغانستان کې د برېښنا ستنې د اسلام له دایرې بهر کېږي او د شهادت جام پر سر اړوي؟ په افغانستان کې څلور لسیزې وروسته هم د برېښنا پرې کول جهاد بلل کېږي او د هغو خلکو فکر لا هم نه دی بدل شوی چې له پاکستانه خړوبېږي.
په دې وروستیو کې وسلهوالو طالبانو په بېساري ډول د شوروي جګړې په څېر د برېښنا پرې کولو ته زور ورکړی او فکر کوي چې د کابل دولتي ادارې به د برېښنا په نشتوالي کې فلج کړي، خو دا بېچارهګان لا پر دې نه پوهېږي چې دولتي ادارې د خپلو تورو تېلو له برکته روښانه دي او پر غریبو افغانانو تور ماتم جوړ دی.
د طالبانو د تور منطق له برکته اوس د کابل په سلګونو جوماتونو، مدرسو، ښوونځیو او د میلیونونو وګړيو په کورونو کې د قرانکریم د لوستلو لپاره هم رڼا د دین پتنګانو پرې کړې او د برېښنا د ستنو په ویجاړولو سره یې دین ته خدمت پیل کړی. په تېرو ۳ میاشتو کې وسلهوالو طالبانو په بغلان کې څلور ځلې د افغانستان د ابادۍ نښې «د برېښنا ډانګې» را نسکورې کړې او د خپل زړه پوکاڼۍ یې پرې وچولې.
هغه د پښتنو متل دی چې په خره یې زور نه رسېږي، کتې ته یې سوټۍ نیولی. د دوی زور چې په امریکا او دولت و نه رسېږي، دې له پښو غورځېدلی ولس ته ډنګ ورکړي. له تېرو ۴ لسیزو راهیسې دا ملت لکه د اهنګر اوسپنه له هرې خوا ټکول کېږي، خو نه پخه او نه سړه شوه.
د افغانستان بدبختي په دې کې ده چې دلته هر څه د اسلام په نوم تر سره کېږي او دلیل دا رامخې ته کېږي چې لینونه هم د کابل حکومت ته برېښنا رسوي، چې د دوی په باور پرې کول یې امریکا ته زیان رسول دي. د طالبانو سترګې خو هسې هم ړندې دي او په کابل کې دا څه باندې ۵ میلیونه افغانان دوی ته نه مسلمانان او نه انسانان ښکارېږي. دوی په تېرو ۱۵کلونو کې په کابل کې چې څومره بریدونه کړي دي، ادعا یې کړې چې دولتي کسان او بهرنیان یې پکې وژلي دي او افغانان په نظر نه دي ورغلي. د دوی پلرونو ته لا دا خبره په مغزو کې پاکستان ور پېچکاري کړې وه چې د کابل ټول اوسېدونکي د ژوند کولو لایق نه دي او برېښنا ته د قرانکریم او دین زدهکړه د دوی په باور ناروا ده.
پاکستان له ننه ۴ لسیزې وړاندې لا پخوانیو مجاهدینو ته همدا تدریس ورکړی و چې د برېښنا ستنې باید ړنګې شي، د اوبو نلونه دې له ځمکې را بهر او د برېښنا مزي دې له دېوالونو را وایستل شي.
د دوی پلرونو یو ځل ان د کابل په زړه کې له پخو دېوالونو د برېښنا کوچني مسي او المونیمي لینونه را بهر کړل او په خپلو پنجابي بادارانو یې د کباړ په تول کې وپلورل. هغه مهال د دوی پلرونو برېښنا د کفارو تولید او پر اوږه پروت توپک ورته د مسلمان تولید ښکارېده. دوی ته هم اوس برېښنا کافره او خپل ماین، توپک، مرمۍ، مخابره او ټلیفون مسلمان ښکاري.
نړۍ په وروستیو ۴۰ کلونو کې د ۲۰۰۰ کلونو په اندازه پرمختګ وکړ، خو په افغانستان کې یو شمېر په تیارو کې رالوی شوي په څټ روان دي او د جاهلیت د زمانې ببولالې زمزمه کوي.
وسلهوالو طالبانو تېر کال د برېښنا د لینونو او ستنو د پرې کېدو له ناورینه وروسته د خپل په نوم امارت په چوکاټ کې د برېښنا د کمېسیون د جوړېدو خبر ورکړ او له افغانانو یې وغوښتل چې که د هېواد په کومه برخه کې له ورته ستونزې سره مخامخ شول د دوی په نوم له جوړ کمېسیون سره دې اړیکه ونیسي. د ملت دوکه کولو دا ببولالې هغه مهال خلکو په نیک پال ونیوې، خو له هماغې نېټې وروسته د برېښنا د ستنو د شهیدولو لړۍ پیل شوې او هره ولاړه ستنه د دوی د بېغیرتۍ غیرت را پاروي.
په دې کې شک نهشته چې د طالبانو تر تیاره کنټرول لاندې په سیمو کې همدا د برېښنا دنګې ستنې او مزي عام افغانان د دوی له ورانوونکيو توپکونو او پلانونو سره پرتله کوي چې پر افغانانو د دغو دواړو واکمنو اړخونو توپیر ته اسانتیا ورکوي.
یو اړخ یې افغانستان او دې ولس ته د ژوند او رڼا ورکولو په لټه کې دی چې دغه ستنې یې د طالب د کور په مخکې ولاړې نمونې دي، خو بل اړخ یې دا ملت په تیاره کنډواله کې په بېرحمي سره وژني او د برېښنا د ستنو په ړنګولو د خپل پنجابي بادار کار و بار ته وده ورکوي او د خپل افغان اقتصاد ریښې ور وچوي.
د اسلام خوږ پیغمبر «ص» وايي چې د بېوزلي او کفر تر منځ یوه نرۍ پرده ده او امت یې باید له بېوزلي ځان وژغوري، خو د اسلام ټېکهدارانو د افغانستان او افغانانو د بېوزله کولو او نورو ته د مجبوره ساتلو قسم کړی دی.
پر کابل د برېښنا په پرې کېدو سره هر ځل په دغه څه باندې ۵ میلیوني پلازمېنه کې نه یوازې د خلکو کورونه تیاره شوي، بلکې سلګونه فابریکې بندې شوي، پر برېښنا ټول ولاړ تولید درېدلی، د لسګونه زره خلکو کار و بار ته زیان اوښتی، په جوماتونو کې د اوداسه اوبه وچې شوې او ولس د خپل ژوند د دوام او انرژي تر لاسه کولو په موخه په سختۍ ګټلې پیسې د پردیو تېلو په رانیولو ورکړې دي.
پر کابل د برېښنا پرې کېدو له درکه هره ورځ دغه ښار ته لسګونه میلیونه ډالره زیان اوړي چې دا د ولس د بېوزله کولو ښکاره هڅې او اسلام ضد کړنې دي.
خو په افغانستان کې له بده مرغه پر هر څه جهاد روا بلل شوی او څوک چې د دې ملت په وینې تویولو رحم نه کوي، له هغه د برېښنا د نه پرې کولو تمه بېځایه فکر دی. دلته په ولس سربېره په غرونو، سړکونو، ونو، باغونو، موټرونو او د برېښنا په ستنو هر وخت د بغاوت تورونه لکول شوي او د اسلام له دایرې د بهر کېدو په ټس کې پر ځمکه را نسکور شوي دي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320