طالبان نو څه غواړي؟/ اېمل پیاوړی

0 543

افغان وسله وال طالبان چې له نږدې دوه لسیزو راهیسې له خپلو هېوادوالو او نړیوالې ټولنې سره په جګړه، وحشت، ترور او وژنو کې ښکېل دي او په دې دوه لسیزو کې یې حکومت او افغانستان څه چې ان یو ولایت هم په بشپړه توګه ونشو نیولی، مګر د جنګ په دغو کلونو کې یې نه یوازې خپل ځان، بلکې ولس او هېواد هم بدمرغه کړل.

ګڼ خلک یې ووژل، فرصتونه یې ضایع کړل، تاسیسات یې ویجاړ کړل، مفسدې، غلې او مافیایي کړۍ یې زیاتې او پیاوړې کړې، نظام یې کمزوری کړ، ولس یې دردمن او غمجن کړ، د افغانستان دښمنان یې زړور کړل، د خپلو اولادونو راتلونکی یې تباه کړ، مګر دوی په هیڅ برخه کې هیڅ ډول مثبت او لویه لاسته راوړنه نه لري.

د دې ټولو تاوانونو باوجود چې طالبانو ځان ، ولس او هېواد ته اړولي حکومت ورته بیا بیا د سولې بلنه ورکوي، د باعزته او پایداره سولې، د داسې سولې چې هم په کې د طالب او هم د حکومت او هم د هېواد او ولس عزت او حیثیت خوندي دی. حکومت ځکه په سوله ټینګار کوي، چې سوله الهي امر دی، سوله د ولس غوښتنه او د افغان حکومت لومړیتوب دی.

حکومت افغان وسله والو طالبانو ته په صراحت ویلي چې د سولې لپاره ستاسو په ټولو غوښتنو غور کېږي. بې قیده او شرطه سوله او مذاکرات ورسره کېږي، له تور لېسته د طالبانو نومونه اېستل کېږي، پر دوی لګول شوي بندیزونه ایسته کېږي، د مذاکراتو لپاره دفتر، پاسپورټ او نورې اسانتیاوې ورکول کېږي.

حکومت د سولې لپاره دومره نرښت ښودلی چې د مذاکراتو ځای د طالب په خوښه ټاکل کېږي، د طالبانو بندیان ورته له زندانونو څخه ازادېږي، په حکومت او ټاکنو کې د شفافو او قانوني پروسې له لارې د کار او سیاسي فعالیت اجازه ورکول کېږي، طالبان د سیاسي ګوند په توګه پېژندل کېږي او داسې نور مسایل، مګر زه نه پوهېږم چې د حکومت د دغومره پراخ پروتوکول او نرمښت باوجود هم طالبان سولې ته زړه نه کوي، نو له سړي سره همدا پوښتنه مطرح او لا ځوابه پاتې شي چې طالبان نو بالاخره څه غواړي؟

افغان حکومت دا درک کړې او لا یې هم درک کوي چې په افغانستان کې روان تحمیلي جنګ هیڅ ګټونکی نه لري او نه هم د هیڅ لوري په خیر دی، ځکه د دغې جګړې په دواړو غاړو کې افغانان وژل کېږي او هره ورځ افغان میندې او کورنۍ غمجنې کېږي، نو د دې لپاره باید دغه جنګ ودرول شي او د ودرولو لاره یې همداده چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې وسله وال طالبان خپلې غوښتنې د مذاکراتو مېز ته یوسي.

طالبان باید له ترهګرو څخه خپله لاره جلا کړي، استخباراتي کړیو او شبکو ته مخه ښه ووایي او د خپل هېواد او ولس د ابادۍ او ښېرازۍ لپاره د سولې لاره اختیار کړي، ځکه سوله په لومړي ګام کې په خپله د طالب په خیر ده، په دویم ګام کې د ولس په خیر ده، په دریم ګام کې د حکومت په خیر ده او په لویه کې د هېواد په ګټه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply