له منظور پښتين سره د پنجابي حکومت نوې لوبه / خوشحال آصفي

0 781

په کوزه پختونخواه کې لرو پښتنو په ځانګړې توګه منظور پښتين له پاکستانۍ حکومتي ادارې، استخباراتو او په ټوله کې پاکستاني سټبليشمنټ څخه لاره ورکه کړې ده. منظور پښتين په تش لاس او د بې شمېره دښمنانو د شتون سره سره بيا هم پاکستانۍ استخباراتي اداره او پوځ داسې وارخطا کړی دی چې لکه د ليوني سپيانو په شان هره خوا خوله اچوي. کله پرې د هندوستان او افغانستان استخباراتو د ملاتړ ټاپه لګوي، کله په کوزه پختونخواه کې د پاکستانۍ ادارې تر حکم لاندې پښتانه ګوندونه يې پر ضد راپورته کوي او د يادو ګوندونو هغه غړي چې د منظور پښتين سره يې په پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجونو کې ګډون کړی وي، له خپله ګونده شړي. کله يې د ملا فضلو پر مټ د منظور پښتين او د ملګرو خودجوشه د عدالت نارې يې له اسلام سره په ټکر کې بولي او کله يې په کوزه پختونخواه کې په ځینو پښتنو د پيسو په زور د پښتون ژغورنې ځورنګ په خلاف مظاهرې ترسره کوي. خو له نيکه مرغه او د پښتون ولس د لوړ همت له امله د پنجابۍ ادارې ټولې شومې هڅې ناکامې شوي دي.

اوس په تازه کې پاکستان بله لوبه شروع کړې ده او دا ځل غواړي چې له شا څخه په منظور پښتين او د هغه په پلويانو بريد وکړي. پاکستان د همدې هدف د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې د خپلو جاسوسانو اپشن رامخ ته کړه. پاکستاني حکومت دلته په افغانستان کې موجود خپل جاسوسان په ملا وډبول او ورته يې امر وکړ چې د افغانستان د ملي او حساسو مسايلو اړوند نظرونه ورکړي څو د خلکو احساسات زخمي شي او بر پښتون چې په پراخه کچه يې د لر پښتون او منظور پښتين ملاتړ کړی دی؛ فکرونه بلې خوا ته واړوي. پاکستان دلته خپلو موجودو جاسوسانو ته چې د نظامي شنونکي، حقوقي کارپوه، مدني فعال، د ولسي جرګې وکيل او بيلابيلو نومونو فعالیت لري، امر کړی چې په رسنيو کې داسې څرګندونې وکړي چې د کرښې دا خوا افغانان په خپلو کې بوخت شي او د منظور پښتين ملاتړ ترې پاتې شي.

همدا تېره ورځ د پاکستان د يو جاسوس وينا په پاکستانۍ رسنۍ کې خپروه شوه چې په کې يې له پاکستان سره د ډيورنډ فرضې کرښې د په رسميت منلو خبره کړې وه او دا يې د دواړو هيوادونو تر منځ د رسمي پولې په توګه منلې وه. دغې کار يې په پراخه کچه د برو پښتنو غبرګون له ځانه سره درلود او د برو افغانانو فکرونه يې د منظور پښتين له ملاتړه دې خوا خپلې کورنۍ مسالې ته راواړول.

همدا ډول پاکستان يواځې دلته په خپلو موجودو جاسوسانو هم بسنه ونه کړه بلکې په خپله هم لاس په کار شول او په کوزه پختونخواه کې د موجودو ګل خانانو نه يې ګټه واخيستله او له ملي اردو سره يې په جنګ واچول. د راپورونو له مخې پاکستاني مليشې تيره ورځ د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د افغان سرحدي پوليسو پر پوستې بريد کړی دی چې له امله يې یو تن پوليس او يو تن ولسي وګړی شهیدان شوي دي. د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان جنرال شورګل په وينا، نښته هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني پوځیانو د ځاځي میدان ولسوالي د جهانګیر سیمې ته نژدې پر یوې پوستې ډزې وکړې. د ده په وینا د افغانانو په ځوابي ډزو ۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول او ۳ نور ژوبل شول.

پاکستان له دغه بريده یواځې یواځې د بر پښتون د هغه نارې بندول دي چې د لر پښتون په ننګه يې راپورته کړې او له برکته يې د لر او بر يو افغان ناره توده شوې ده. اوس پاکستانی حکومت غواړي په دې طريقه په جنګونو کې د کرښې دواړو غاړو پښتون ولس تر منځ بې تفاقي واچوي او داسې ښکاره کړي ګويا لر پښتانه د برو پښتنو او بر د لرو دښمنان دي. په دې طريقې سره غواړي چې د لرو پښتنو په مقابل کې د برو پښتنو نظرونه بدل کړي او د يو دښمن په توګه يې ورته معرفي کړي څو له ملاتړه يې لاس واخلي.

خو په ډاډ سره مې په خپلو دواړو غاړو ولسونو غږ کوم چې، کلکو مبارزينو، پښتنو ځوانانو له خپلې مبارزې مو شاته نه شئ، ستاسې هڅو رنګ راوړی او ان شاالله له پنجابي لنګمار څخه به دا ځل لنګونه هم باسو. مشران وايې کله چې دې دښمنان ډير شول په دې پوه شه چې ته د بريا پوړيو ته رسیدونکی يې. اوس داسې ښکاري چې پاکستان کې د پښتنون ژغورنې غورځنګ نتيجې ته نيږدی شوی، پاکستان وارخطا دی او ډاريږي چې د کرښې دواړه غاړې پښتنو د لوی افغانستان خوب رښتيا کیږي. تاسې مبارزين ټول خپلې هڅې روانې وساتئ، هم له لره او هم له بره همداسې د عدالت غوښتنې ناره پورته کړئ، دښمن مو ان شاالله په ګونډو کړی دی.

د لوی افغانستان په هيله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply