له نورو خبرو او کړنو تېر شئ؛ یوازې د رنګ غم وخورﺉ

0 768

 

ودان روښان

د کابل ښار شپږمې ناحیې دښت برچي په ناظر کلا سیمه سیمه کې د نفوسو احوالو ثبت پر مرکز د یکشنبې ورځې ځانمرګه برید کې له ۶۰ زیات کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۲۰ نور ټپیان شول.
د بادغیس مرکز قلعه نو په باغوانانو سیمه کې هم د دوشنبې شپه طالبانو د رای ورکونکو نوم لیکنې پر یوه مرکز ډله‌ییز برید کړی، چې ۹ افغان ځواکونه په کې وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
په غور او ننګرهار ولایتونو کې هم د رایه وکونکو نوم لیکنې پر مرکزونو بریدونو مرګ ژوبله پرځای پرې اېښې وه. د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو که دا لړۍ( د رایه ورکونکو نوم لیکنې لړۍ دوام وکړي ښایي دا ډول پېښې نورې هم تکرار شي. خو که دا پېښې تکرار هم نه شي خلک یې دومره ویرولي چې ښایي لږ کسان له دې وروسته چمتو شي چې د رایه ورکونکو د نوم لیکنې مرکزونو ته ورشي.
که دا پېښې نه وی شوې هم دغه بهیر له همغه لومړي سره ځکه بریالی نه ښکارېده چې له یوې خوا خو د افغانستان امنیتي وضعیت دغه ډول کار ته نه دی برابر او له بله پلوه له تخنیکي پلوه هم دغه بهیر په لاندې لاملونو بریالی نه برېښېده:
لومړی خو خلک له دغه بهیر سره بلد نه دي او بې ګټې کړنه ورته ښکاري نو ځکه خو د ورکړل شویو شمېرو له مخې د نوم لیکنې بهیر په ۹ ورځو کې شاوخوا ۲۰۰زره کسانو نومونه لیکلي وو. په غه حساب یې که وګڼو لږ تر لږه ۱۲ میلیونه افغانان اوسمهال په ټاکنو کې د ګډون پرشرایطو برابر دي نو چې په ۹ ورځو کې ۲۰۰ زره کسانو تاکنو کې د ګډون په موخه نومونه لیکلي چې که وضعیت همدغه شان وي چې نه دی، بیا هم په دوو میاشتو کې ایله شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره کسان نومونه ولیکي چې دا په خپله له قانوني پلوه ټاکنې بې اعتباره کوي.
بله دا چې ځینو رسنیو هم داسې رپوټونه خپاره کړي وو چې د دولت وسله وال مخالفینو هغو خلکو ته ګواښ کړی چې که په تذکرو کې یې ټاکنو کې د ګډون په موخه د نوم لیکنې نښه وي، وبه یې وژني، نو ځکه خو ډېر خلک دغه کار ته زړه نه ښه کوي.
خو پوښتنه دا ده چې ولې دغه ډول خطرناک او بې ګټې کار تر لاس لاندې ونیول شو او پیسې ورته بېلې شوې؟ ځواب روښانه دی او هغه دا چې:
د ولسمشري په تېرو ټاکنو کې ماتې خوړلي اړخ خپله ماتې ونه منله او شرارت، بدمعاشي او لنډغري ته یې لاس واچاو، د نظام چپه کولو او د کورنۍ جګړې پیلولو ګواښونه یې وکړل او د خپلې ماتې پټولو او په هر ډول چې وي په واک کې د شریکېدو په موخه یې نږدې دغه هېواد له کړکیچ سره د مخ کېدو پر پوله ودراوه چې امریکا د افغانستان ستر او مهم ملاتړې په توګه اړ شوه چې راوړاندې او په هره بڼه چې دا لانجه غوڅه کړي نو ځکه خو یې ماتې خوړلی لوری پردې قانع کړ چې په واک کې شریک او لانجه به غوڅوي.
ماتې خوړلي لوري په ټاکنو کې د درغلۍ نغاره په دومره درز کې وډنګوله چې نور یې د ولس غوږونه کاڼه کړل نو ځکه خو وپتېیل شوه چې په راتلونکو ټاکنو کې داسې تدبیرونه ونیول شي چې د درغلیو مخه ونیول شي.
په ټاکنو کې د درغلیو نغاره چیانو په غوښتنه او وړاندیز و پرېکړه وشوه چې له ټاکنو مخکې دې پرشرایطو برابر کسان په هغو ځایونو کې خپل نومونه ولیکي چې د ټاکنو په ورځ رایه په کې ورکوي، یانې لومړی باید د هغو کسانو نوملړ چمتو شي چې په ټاکنو کې ګډون کوي او بیا دې د ټاکنو په ورځ هماغه مرکز ته ورشي او خپل نوم دې پیدا بیا دې رایه وکاروي، له دې پرته په ټاکنو کې ګډون نه شي کولی. له دغه تومار او ملاتیفې د معترضینو دلیل دا وه چې په ټاکنو کې د درغلي مخه ونیول شي او د دوی په اند یو کس ونه توانېږي څو ځله رایه ورکړي. په دې کې هم د دغو کسانو چل و او هغه دا چې یو خو په پښتني سیمو کې امنیت نه شته ډېر خلک له وېرې په ټاکنو کې د ګډون له پاره خپل نومونه، نه شي لیکلی او بله دا چې د کلتوري ستونزو له امله هم ډېر پښتانه ایله یو ځل چمتو شي چې د ټاکنو په ورځ یې د کور ښځینه د رایې ورکولو مرکز ته ور شي نه دا چې یو ځل مخکې له ټاکنو او بل ځل د ټاکنو په ورځ او هم دا چې معترضینو دغه وړاندیز هم کړی و چې د ټاکنو تر وخته دې برېښنایي تذکرې وویشل شي خو کله چې د برېښنایي تذکرو د ویش وخت را ورسېد نو همدغو خلکو لویه غوغا جوړه کړه چې هغه تذکرې نه اخلي چې د قومونو نومونه په کې لیکل شوي وي، په داسې حال کې چې لومړی همدوی ویل د قومونو نومونه دې په تذکره کې ولیکل شي، د همدوی د ناغیړي له امله برېښنایي تذکرې ونه ویشل شوې. اوس چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته له شپږ میاشتو لږ موده پاتې ده، د درغلۍ نغاره چیانو په وړاندیز ټاکنې باید د کاغذي تذکرو له مخې وشي، دا داسې مهال دي چې میلونونه کسان په تېره ښځې تذکرې نه لري او که وګڼو چې که تذکرې وویشل شي بیا هم د ناامنیو او کلتوري ستونزو له امله دغه کار ناشونی دی چې پرشرایطو برابرو ټولو کسانو ته دې د نوم لیکنې له مهال ویش سره سم تذکرې وویشل شي او اوس چې د تذکرو ویش په مرکز کې خونړي ځانمرګه برید درنه مرګ ژوبله پرځای پرې اېښې ده، دغه بهیر هم له سختو ننګونو سره مخ شوی.
د تذکرې له مخې د نوملیکنې منطق هم دادی چې بهرنیان د افغانستان په ټاکنو کې ګډون ونه کړي چې دغه منطق خپله ځکه خندنی ښکاري چې له افغانانو پرته نور خلک لیوني چې د افغانستان په ټاکنو کې ګډون کوي او د یو چا په زیان او بل چا په ګټه خطرونه پرځان مني. پنځه شپږ کاله مخکې یو څو کشمېري درویزګر په کابل او ځینو نورو لویو ښارونو کې ګرځېدل خو اوس هغه هم نه شته، نور نو کوم بهرنی غواړي چې د افغانستان په ټاکنو کې ګډون وکړي؟
ښه نو چې داسې ده څه باید وشي؟
زما وړاندیز دادی چې نه دې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، نه دې د خلکو وخت ضایع کوي، نه دې دومره ډېرې پیسې لګوي او نه دې په دغه حساس امنیتي وضعیت کې زیات شمېر امنیتي ځواکونه پردې چاره بوختوي ځکه چې ددغه بهیر بې ګټېتوب او ماتې لا له وړاندې روښانه دی نو ځکه خو دې د هغو پیسو چې د نوم لیکنې او تذکرو ویش پرګړندي کولو لګېږي ان لسمه برخه اصلي او نه پاکېدونکي رنګ ته بېله شي. داسې یوې کمپنۍ سره دې د ټاکنو پر ورځ د ټاکنو ګډونوالو د ګوتو رنګولو په موخه تړون وشي چې د رنګ پاکېدو کره تضمین ترې واخیستل شي، دا مهمه نه ده چې څوک تذکره لري که یې نه لري؟ بلکې پر شرایطو برابر هر افغان ته دې په ټاکنو کې د ګډون اسانتیا برابره او د رنګ په واسطه دې داسې تدبیر ونیول شي چې څوک دوه ځلې رایه ورنه شي کړی همدا یې سمه لار ده او بس!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply