پاکستان ټولو پښتنو ته د دښمن په سترګه ګوري

0 1,245

د پښتون ژغورنې غورځنګ سوات ته ورسېده؛
پاکستان ټولو پښتنو ته د دښمن په سترګه ګوري

پرون د پښتونخوا په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه زره پلويانو د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر ضد احتجاج وکړ او په خپلو سيمو کې يې په روانو ټولو ناامنيو، وروسته پاتې‌والي، له زده‌کړو محروميت، چاودنو، سړي تښتونو او نورو ناوړو پېښو د پاکستان سټبليشمينټ پړ وباله.
په دغه ستره اجتجاجي جلسه کې هغو سلګونو پښتو مېرمنو او ماشومانو هم برخه اخيستې وه چې د کورنيو سړي يې له کلونو راهيسې د پاکستان د پوځ له خوا تښتول شوي او بيا د استخباراتو له خوا پرله‌پسې تر شکنجه لاندې دي.

دغو ښځو او ماشومانو له ځانونو سره د هغو کسانو عکسونه هم اخيستي وو چې باوري دي د پاکستان سټبليشمينټ تښتولي دي.
دوی د پښتون ژغورنې پر غورځنګ غږ کاوه چې د دوی د کورنيو غړي ورته راخوشې کړي.
که څه هم د پاکستان پوځ او استخباراتو تر خپله وسه هڅې وکړې چې د سوات جلسې ته د پښتنو د ورتګ مخه ونيسي، خو له خپلو ټولو هڅو او دسيسو سره سره، بيا هم و نه توانېدل چې د دغه پارېدلي سېلاب مخه ونيسي.

دغې جلسې ته چې له چمن، کوټې، کلا سيف الله، ژوب، لورلايي، موساخېل او نورو ډېرو سيمو څخه هم پکې زرګونو کسانو برخه اخيستې وه، د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړيو او مشرانو تر څنګ، د سوات مدني فعالانو، مشرانو، سیاستوالو او د پښتنو د نورو سیمو او ټولنو غړو او مشرانو ویناوې وکړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ سرلاري منظور پښتون احتجاج کوونکيو ته په وينا کې وويل چې په تېرو کلونو کې د پاکستان پوځ او استخباراتو په سوات او د پښتنو په نورو ډېر سيمو کې په خورا بې‌دردي انسانان ووژل، حلال يې کړل، کورنه يې ور لوټ کړل او ځوانان يې له ځانونو سره وتښتول.

ده وويل، پاکستاني سټبليشمينټ د پښتنو په سيمو کې په طالبانو خلک ووژل، خو اوس دا دی ټول ويني چې د طالبانو مشران د پاکستان د پوځ او استخباراتو په مېلمستونونو کې اوسي.
ده يې بېلګه احسان الله احسان ياد کړ.
د منظور په پښتون په خبره، پاکستان له نورې نړۍ څخه د ترهګرو د وژلو په نوم پيسې واخيستې، خو تباه او برباد يې پښتانه کړل.
منظور پښتون وړاندې وويل، د پاکستان پوځ او استخبارات د نړۍ په کچه تر ټولو خونکاران، سړي تښتوونکي، غله، مکاران او ظالمان دي چې هم يې درستې دولتي ادارې برمته کړې او هم يې ولس له ډاره سر نه‌شي پورته کولای.

دی وايي، نور نو د پاکستاني سټبليشمينټ روان ظلمونه تر زغم وتلي دي او که يې لاس و نه ونيسي، د پښتون ژغورنې غورځنګ به ملګرو ملتونو ته ګرېوان څېرې کړي چې پښتانه د پاکستان له ظلمونو خلاص کړي.
منظور پښتون وايي، دوی په پرله‌پسې توګه د پاکستان له پوځ او استخباراتو څخه غوښتنې کوي چې پر پښتونو روان ظلم دي بند کړي، خو وايي، وروستي مالومات دا دي چې پوځ او استخباراتو بيا په وزيرستان کې وژنې، خلک ګواښل او سړي تښتول پيل کړي دي.
دی وايي، پوځ د پښتنو په ښوونځيو کې پوستې جوړې کړې، د خلکو د تګ راتګ په لارو کې يې ماينونه ايښي، طالبان يې راپيدا کړي دي او په پوستو عام پښتانه په بېل بېل ډول ځوروي.

د پښتون په خبره، پاکستاني حکومت ورته د جرګې وړانديز کړی و چې ګواکې پښتون ژغورنې غورځنګ ته به يوه جرګه لېږي چې خبرې ورسره وکړي، خو وايي، جرګه د دوو دښمنو ډلو تر منځ کېږي، د ولس او حکومت تر منځ د قانون او ايين په اساس پرېکړې کېږي.
دی وايي، د پاکستان حکومت چې دوی ته جرګه لېږي؛ نو دا په ډاګه کوي چې حکومت دوی ته د پرديو او دښمنانو په سترګه ګوري.
د اپرېل په څلرويشتمه د پېښور کور کمانډر جنرال نذیر احمد بټ د پښتنو له پخوانیو افسرانو، پوهانو او خبریالانو سره په يوه ناسته کې ویلي وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې غوښتنې جایزې دي او د مذاکراتو لپاره ورسره د خیبر پښتونخوا د ګورنر اقبال ظفر جګړا په مشري کمېټي خبرې کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ له حکومته غواړي چې په قبایلي سیمو کې دې د پوځ له خوا ښخ کړل شوي ماينونه پاک کړي او د ورکو شويو کسانو معلومولو او ماورای عدالت وژنو لپاره دې د واقعیتونو یا حقایقو جوتولو او پخلاینې کمېشن جوړ کړي.

د وروستيو تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، د پښتون ژغورنې غورځنګ له راپورته کېدو تر اوسه پورې د پښتنوخوا له بېلابېلو سيمو څخه تښتول شوي، څلور سوه تنه راخوشې کړل شوي دي چې تر تښتولو وروسته تقريبا ټولو ته د پوځ او استخباراتو له خوا بدې شکنجې ورکول شوې دي.
لا هم د پښتنو او بلوڅو له بېلابېلو سيمو څخه زرګونه ځوانان ژوندي ورک دي چې قوي باور دی، د پاکستان پوځ او استخباراتو تښتولي، وژلي او ځينې يې په نورو هېوادونو پلورلي دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply