دا غوږ بولئ که د خزندو ځاله؟

0 669

کله کله عجیبه پېښې کېږي، سرخط مو له هرې یوې خبروي، خو راځئ نن په امریکا کې له یوې بلې نادودې خبر شئ.
کیسه داسې ده چې د امریکا په فلوریډا ایالت کې د یوې ښځې غوږ ته لال بېګ یا مادرکيک ننوتی او نږدې یوه اوونۍ یې په کې تېره کړې ده؟

ډېلي مېل ورځپاڼې لیکلي، دغې ۲۹ کلنې ښځې په خپل کې غوږ یو ځل د شور او د یوه څه د خوځېدو احساس وکړ، سره له دې چې ډېر یې زور کړ او تر خوا یې په یوه ډډه ټوپونه ووهل، مګر پایله یې ور نه کړه.

کیټي هولي وروسته قضیه خپل خاوند ته وویله او کله چې یې خاوند د خپلې مېرمنې غوږ په لاسي څراغ سره وکوت، ګوري چې لال بېګ پکې پروت دی.
هغه په ډېره هڅه یوازې د لال بېګ دوه پښې را ووایستې او نور مجبور شول چې ډاکټر ته ولاړ شي.

ډاکټر په ډېر مهارت ټول لال بېګ یا مادر کيک د مېرمنې له غوږه را ووایستل، خو تر اخېره یې همدا پوښتنه کوله؛” یوه اوونۍ دې خزندې ستا په غوږ کې څه ډول تېره کړې او ته پرې پوه شوې نه یې؟”

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply