له ولس سره دطالب دښمني/ ګلرحمن رحماني

0 620

د جګړی په تاریخ کی چی چا هم ولس ته په سپکه سترګه کتلي او مخ یې ورځنی اړولی دی بیا یې ښه ورځ نه ده لیدلی ، د کابل پروسې دویم کنفرانس کې ولسمشر محمداشرف غنی طالبانو ته د سولی بیساری وړاندیزونه وکړل ، له دغو وړاندیزونو وروسته طالبانو سکوت اختیار کړ او زیات باور دا و چې دوی به نوره له ولس سره دښمني پرېږدي او د سولې مذاکراتو ته به راوړاندې شي.

او له بلی خوا د هیواد په مختلفو سیمو کی د سولی تر نامه لاندی خیمی ودرول شوی لکه د قندهار ولایت چی تر ډیره پکی نا ارامی ده ، د ننګرهار ولایت ، د کابل ولایت ، د میدان وردګو ولایت ، د غزنی ولایت ، د خوست ولایت ، د پکتیا ولایت او ځینو نورو ولایتونو کی هم خیمی ودرول شوی ، د ټولو ولایتونو د خیمو درولو غوښتنه دا وه چی که طالبه ته له حکومت سره سوله نه کوی او له حکومت سره جنګ کوی خو نن ولس درته د سولی د سوال لمن غوړولی ته باید د ولس د سولی وړاندیز ومنې .

مګر طالبانو د حکومت او د ولس د توقع خلاف  د خندق  په نوم عملیات پیل کړل او رسنیو ته یي په راستولی اعلامیي کی ویلی چی د الخندق په عملیاتو هدف کی به بهرنی او افغان ځواکونه په نښه کړی ، په دغه اعلامیه کی دغه شان هم راغلی چی د افغان حکومت له لوری د سولی کومی هڅی چی روانی دی دا د طالبانو د کمزوری کولو لپاره یوه هڅه بلل شوی ، خو په دغه اعلامیه کی دا ندی ویل شوی چی د سولی لپاره د ولس هڅې او وړاندیزونو ته څه ځواب لري او که د لس هڅی هم د حکومت بولي؟

له یوی خوا د ولس له خوا طالبانو ته د سولی وړاندیزونه او له بلی خوا د طالبانو له لوری د الخندق د نوو عملیاتو اعلانول دا په ډاګه کوی چی طالب سوله نه کوی او سوله نه خوښوی نو ښه او لازمه دا ده چی دا ځل عام ولس له افغان حکومت سره همکاری وکړی تر څو له دی هیواده دا ناوړه پدیده د تل لپاره له منځه یوسي ، سوله په سوال نه راځی که په سوال راتلای شوه نو ۱۸ کاله کیږی چی طالبانو ته افغان حکومت او عام ولس د سولی وړاندیزونه وکړل خو دوی یي په مقابل کی جنګ غوره ګڼی.

ولسمشر محمد اشرف غنی چی  د شوروی پر ضد د مجاهدینو د کامیابی ۲۶ کلیزې په مناسبت په ارګ کی جوړی شوی غونډی ته په وینا کی وویل (هر طالب جګړه نه غواړی بلکی د طالبانو د یوی محدوی کړی له خوا جګړه د دوی په مطلق اکثریت تحمیل شوی ده موږ په دی پوهیږو او له منځه مو خبر یو چی میاشت مو په دی فکر وکړ خو د دی جرات مو نه درلود چی ووایی ولی سوله نه کوی که جنګ غواړئ په دی پوه شئ چی ولس مو په مقابل کی درېږی د افغانستان دښمنان دا غواړی چی زه د جنګ اعلان وکړم خو تر هغې چې موږ سولې ته نه یوو رسېدلي سوله نه ختمېږي) .

بالاخره نتیجه داده چې طالب نه سوله غواړي، نه د سولې فکر او صلاحیت لري او نه هم د خپل اختیار خاوند دی. هغوی د افغانستان د دښمنانو په اشارو ناڅي او هغوی چې څه ورته ووایي، نو همغسې کوي، نو ښه لاره داده چې ولس راپورته شي او د طالب پر وړاندې ودرېږي، له خپلو کلیو او سیمو یې وشړي او د ورانکاریو مخه یې ونیسي. تر هغو چې ولس په صداقت د خپل حکومت او امنیتي ځواکونو تر شا ونه درېږي او طالب سره مخه ښه ونه کړي، نو جنګ او بدبختۍ به همداسې دوام ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply