ISI د افغانستان او امریکا پر ضد غیر مستقیمه ستراتېژي مخ ته وړي، خو څوک سر نه خلاصوي! / ودان روښان

0 808

 

په لومړي سر کې اړینه ده چې غیر مستقیمه ستراتېژي وپېژنو خو له هغې مخکې غواړم په خپله  ستراتېژي په لنډو ټکو کې تعریف کړم.

د ستراتېژي په اړه هم یوازینی او ټولو ته د منلو تعریف نه دی وړاندې شوی نو ځکه خو زه د هغه په یو یا دوو لنډو تعریفونو بسنه کوم.

د ملي ګټو له پاره په هر ډول شرایطو کې د ملي ځواک کارونې ته ستراتېژي وایي.

لیدل هرات بیا د سیاسي موخو له پاره د  پوځي ځواک او وسایلو کارونې هنر ویش ته ستراتېژي وایي.

اوس نو مخامخ ستراتېژي چې اظهرمن الشمس ده او موږ اوس کار نه ورسره لرو بلکې اوس غواړم په لنډو کې د غیرمستقیمې ستراتېژي یادونه وکړم. په ساده او د ټولو د پوهې وړ تعریف له مخامخ جګړې او ټکره تر ډېره ډډه کولو او له نامستقیمې لارې د دوښمن کمزوري کولو او پر هغه ګوزارونو ته غیرمستقیمه ستراتېژي وایي هغه چې وایي «وار کوي او دبی پټ ګرځوي، یا گوزار  کوي او لاس شاته نیسي» یا پر غلیم داسې ناڅاپي ګوزار چې تمه یې نه لري، یا هم پر غلیم داسې ځای ګوزار وشي چې هغه یې اټکل نه وي کړی. د دوښمن په لیکو کې د نفاق تخم وکره، د دوښمن سرتېري پر قوماندانانو بې باوره او شکمن کړه، د دوښمن هېواد خلک د خپل واکمن پر ضد ولمسوه، ددوښمن هېواد خلکو کې د کینې او دوښمني اور بل کړه او دې ورته نورې کړنې د غیرمستقیمې ستراتېژي نښې دي.

جنګېدونکو لورو ان له لرغونې زمانې غیر مستقیمه ستراتېژي پېژانده او کارولې یې ده. ښایي ټول هغه هېوادونه چې هژموني موخې لري یا پر خپلو سیالانو شکمن وي او یا هم عکس العمل ته اړشوي وي د غیرمستقیمې ستراتېژي لیوال او مینه وال دي، خو تر ډېره هغه هېوادونه چې د نفوس او اقتصاد له پلوه کمزوري خو بیا هم هژموني موخې پالي په خپله کړنلاره کې غیرمستقیمې ستراتېژي ته ځای ورکوي، دا ځکه چې د غیر مستقیمې ستراتېژي مخته وړل ارزانه او تر ډېره بې خطره دي په تېره چې په هوښیاري او ځیرکي سره مخته یووړل شي. هغه لوري چې د مخامخ جګړې توان او وړتیا په ځان کې نه ګوري نو بیا غیرمستقیمې ستراتېژي ته مخه کوي او په دې سره غواړي خپل سیال له پښو وغورځوي یا خپلې غوښتنې پرې ومني او یا د خپلې خوښې لاسپوڅی حکومت پرې واکمن کړي چې دې موخو ته د رسېدو له پاره په سیال هېواد کې بغاوت لمسوي، له مالي او تسلیحاتي پلوه د باغیانو ملاتړ کوي او پر خپلو روزل شویو د سیال هېواد معنوي او مادي پانګه له منځه وړي.

د ثبوت احتیاج یې نه شته چې د خپلو نږدې او ان لرې ګاونډیو خلاف د غیرمستقیمي ستراتېژي مخته وړلو ښه بېلګه په اوسنۍ زمانه کې پاکستان دی، چې  هژموني موخو ته د رسېدو له پاره یې   لومړی افغانستان او هندوستان په نښه کړي خو ایران، چین، منځنۍ اسیا او ان لرې هېوادونه هم ترې خوندي نه دي.

له نورو تېرېږي خو که هغه څه ته په ځیر سره وکتل شي چې همدا اوس په افغانستان کې روان دي او بیا دغه حالت د غیر مستقیمې ستراتېژي وتلو لارښوونکو لکه سونتزو او لیدل هارت په فکري قالبونو کې واچول شي ټیک یو ویښته هم یوه او بله خوا نه ترې تویېږي، په دې مانا چې په افغانستان کې اوسنۍ جګړه چې په خپل ذات کې د امریکا پرضد جګړه هم ده، له تردید پرته د لیدل هارت د غیرمستقیمې ستراتژي له مخې روانه او پرمخ وړل کېږي. دا جګړه ځکه د امریکا هم ګڼل کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم له ماتې وروسته که څوک غواړي یا یې هم نه غواړي د افغانستان برخلیک له امریکا سره تړلی دی.

لیدل هارت د غیرمستقیمې ستراتېژي په اړه وایي:«د دوښمن ثبات او تعادل کنترول د هغه د روحیې درلودلو، ملاتړ او لوژستیک پر کنترول پورې تړلي دي.» دی وړاندې څرګندوي: « په ټولو برخلیک ټاکونکو جګړو کې د دوښمن رواني او فزیکي تولې له منځه وړل د ماتولو او چپه کولو له پاره د بریمن اقدام اړینه سریزه ده.» اوس ګورو چې د خلکو رواني او فزیکي تولې له منځه وړلو په موخه د ملکي وګړو ترمنځ او یا په سپیڅلو ځایونو کې په داسې بڼه ځانمرګه بریدونه پلان او عملي کېږي چې ډېره مرګ ژوبله واړوي. وګورﺉ د یعقوبیو په نوم د خوست ښار په ستر جومات کې چاودنه، د کابل ښار په امام زمان جوات، د تذکرو ویش پرمرکز، په شش درک کې پر خبریالانو او د رسنیو کارکونکو ځانمرګه بریدونه او دې ورته نورې ترهګرېزې پېښې ټیک د همدې موخې له پاره شوي دي چې د خلکو رواني او فزیکي تعادل له منځه یوسي. د ترهګرو ملاتړي اوس پر دې سم پوهېږي څومره چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي په همغه کچه خلک له دولته ناهیلي او خوابدي کېږي نو ځکه خو یا د شیعه مذهبه ټولنې ترمنځ چاودنه کوي چې په دې سره غواړي د شیعه او سني ترمنځ اختلاف اور بل کړي.

لیدل هارت د غیرمستقیمې ستراتېژي یوه برخه د دوښمن ځواکونو تیت او پرک کول په ګوته کوي. که وکتل شي همدا اوس چې د افغانستان په سویل، سویل لوېدیځ، لوېدیځ، سویل ختیځ، ختیځ، شمال، شمال ختیځ، شمال لوېدیځ او نورو سیمو کې کې جګړې روانې دي موخه داده چې دولتي ځواکونه تیت او پرک کړي چې څه ناڅه همداسې هم شوي دي.

وګورﺉ د غیرمستقیمې ستراتېژي بل لارښود وتلي چیني ستراتېژیست سونتزو توصیې ته چې شاوخوا دوه نیم زره کاله مخکې یې په خپل مشهور او تل پاتې اثر د جګړې هنر کې لیکلي:« دوښمن وپېژنئ، د هغه کمزورې نقطې په نښه کړﺉ نو بیا یې تېرایستلی شئ او همدغه د بري لار ده.» اوس راځو دې ته چې تر بل هرچا پاکستان موږ ښه پېژني دا ځکه چې پر افغانستان د پخواني شوري سره پوځ د یرغل له امله میلیونونه افغانان کډوال شول او د شوروي پرضد د جهاد د لارښوونې، تسلیح او تمویل واک د پاکستان په لاس کې و او دا هم لکه لمر روښانه ده، چې په دغه ډول حالت(جګړه) کې تر ډېره هر څه د کوربه هېواد په لاس کې وي او کوربه هېواد له هغه امتیازه چې ترې برخمن دی لکه پیسې، وسلې او نور د ځان په ګټه کار اخلي او دغه امتیازونه هغه چا ته ورکوي چې د خپل هېواد پر ځای تر ډېره د کوربه هېواد ګټو ته ژمن وي. د همدغه اصل له مخې پاکستانیانو په افغانستان کې د بېلابېلو کټه ګوریو؛ له جهادي مشرانو رانیولې بیا تر سرګروپانو، ملایانو، قومي اغیزمنو او نورو پورې زرګونه کسان تر خپلې ولکې لاندې راووستلي او هغوی یې چې مخالفت کړی یا یې نه خوښېدل هماغه وخت یې په بېلابېلو بڼو له منځه وړي او یا هم تېښتې ته اړ کړي. اوس موږ ښه پېژني او څه ناڅه هر ځل موږ تېرباسي نه یوازې موږ بلکې امریکایان هم له دې ټولو اوتو بوتو سره سره غولوي.

د بېلګې په توګه واک ته د ولسمشر غني له رسېدو سره سم یې داسې نښې نښانې ښودلې چې ګنې نور به د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیستل شي  نو ځکه به پاکستاني چارواکو سهار او ماښام کابل ته منډې راوهلې او ډاډ به یې ورکاوه چې ډېر ژر به ملا عمر د سولې پر ټغر کینوي په داسې حال کې چې ملاعمر دوه کاله مخکې په ځمکه ننوتلی و خو پراخو بریدونو ته د خپلو لاسپوڅو له چمتو کولو وروسته یې اعلان وکړ چې ملا عمر دوه کاله مخکې له دې نړۍ کډه کړې او ځای ناستي یې د سولې کاسه به لغته ووهله. بل ځل یې د څلور اړخیزه خبرو په ډرامه افغان او امریکایي چارواکي ښایسته ډېر بوخت کړل وروسته یې د خپلې کلکې ژمنې خلاف وویل چې طالبان د دوی خبره نه مني. دا پېښې بیخې ډېرې تکرار شوي وروستۍ بېلګه یې داده چې ویل یې طالبان د ولسمشر غني د سولې وړاندېز ته د مناسب ځواب ویلو په موخه سلا مشورې کوي ان د امریکایي لوړ پوړي جنرال په غوږ کې یې ورڅڅولي وو چې ډېر طالب مشران د سولې خبرو ته لیواله دي، جنرال هم په ډېره خوشباوري اعلان وکړ چې ځینو طالب مشرانو د سولې شنه څراغونه ښودلي خو دې نه پوهېدوه چې هغوی شنو څراغونو ته د الخندق د عملیاتو تیل وراچولي وو.

شه نو چې داسې ده اوس څه کول په کار دي؟

افغان، امریکایي، هندي او نور سوله غوښتونکي او له ترهګریزو بریدونو زیانمنونکي او په لنډه کې د پاکستان هژموني موخو په نښه شوي دې پر دې سرونه ښه خلاص کړي، ترهغو چې دا د سرطان دانه وي یاد لوري د ارامي مخ نه شي لیدلی!  نو ځکه خو دې ځانونه، نه غولوي او د دغه غباندي سم دم عملیات او ایستلو ته دې مټې راونغاړي ځکه له دې پرته به هیڅ چاره نه لري. دلیل یې دادی چې د پاکستان په فلسفه (ستراتېژیک فرهنګ) کې له افغانستان او هندوستان سره د سولې او ښه ګاونډیتوب له پاره د ستنې د سپم په اندازه ځای هم نه شته په تېره چې اوس یې اټومي وسله هم پیدا کړې او داسې ګڼي چې نړۍ هندوستان ځکه جګړې ته نه پرېږدي چې دا لانجه د اټومي ټکر لامل ګرځي او هم یې امریکا کې په دې اړه خورا   پیاوړې لابي کړې چې پر پاکستان ډېر فشار به د بنسټپالو لاس ته د اټومي وسلو لوېدو لامل شي او یا به دغه هېواد وپاشل شي چې په دې سره به د سیمې جغرافیایي توله له منځه لاړه او ګډوډي به رامنځته شي. دا هغه افسانه ده چې پاکستاني لابي ګرو د امریکا چارواکو غوږونه پرې کاڼه کړي او هغوی هم د پاکستان خطرناکو کړنو ته له ځیرتیا پرته مضر احتیاط ته مخه کړې چې په دې سره یې خپل، د افغانستان، سیمې او ان نړۍ بیخ د پاکستان په لاس پر روزل شویو ترهګرو وایست. څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سولي اسیا له پاره د امریکې ستراتېژي تر سرلیک لاندې پاکستان ته له لرې او نږې یو غورې دربې او پټکې وکړې خو په دې وروستیو کې یو ځا بیا امریکا یي چارواکو د بوش او اوبا د واکمنۍ ببولاله تکرار کړه چې وایي د پاکستان له همکاري پرته په افغانستان کې سوله ناشونې ده نو چې د هغه په ذات او جوهر کې کې د همکاري په نوم کوم څه له سره وي نه! نو څنګه همکاري ترې غواړې. بوش او اوباما چې په همدې خامه تمه څه باندې ۳۳ میلیارده ډالر پرې وخواړه خو نه یوازې یو توت ګټه یې ونه کړه بلکې پرهمغو پیسو یې د افغان او امریکایي ځواکونو  پرضد جګړې ته ترهګر نور هم پیاوړي کړل او دا هغه څه دي چې ښاغلي ټرمپ او د هغه د ادارې نورو لوړ پوړو چارواکو په وار وار تکرار کړي دي.

ټول باید سر خلاص کړو چې له ورته ځواب او همدغه شان کړنو پرته بله هیڅ لار نه شته، که موږ زیانمونکي یو دی هم زیانمنکی دی، که موږ کمزورې نقطې لرو دی یې هم لري چې په نښه کېدی شي او باید هم په نښه شي  او همدا د جګړې اصول دي. پاکستان به هله له دې کړنو مخ واړوي، چې د چاودنې په ځواب کې له چاودنې، د ځانمرګه برید په ځواب کې له ځانمرګه برید، د ترهګریزو بریدونو په ځواب کې له ترهګریزو بریدونو سره مخ شي. په افغانستان کې د روان ناورین په بدل کې باید د هغه هېواد( پاکستان) هوایي ډګرونه، سمندري بندرونه په تېره ګوادر بندر، د برېښنا بندونه، هوټلونه، پوځي قطعې او نور تولیدي او ټولګي تاسیسات په بمونو والوزول شي نو ایله یې عقل سر ته ورتلی شي هلته به پردې وپوهېږي چې د بل هېواد ورانول هم ځواب لري له دې پرته د نقشې لار…څه… او …څه …له بې ځایه وخت ضایع کولو پرته بله هیڅ نتیجه نه لري، د ژغورنې چاره همدا ده ولې سر نه خلاصوﺉ؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply