یونس قانوني سر له اوسه ټاکنیز کمپاین پیل کړی دی/ ودان روښان

0 580

داسې ښکاري چې د ټاکنو په رانږدې کېدو بیا هغه بالاتشبیه د قیامت ورځې په شان ځینې کسان په خپل غم کې شوي(نفسي نفسي نارې وهي)او هڅه کوي چې له دې غوړې شورا بې برخې پاتې نه شي نو ځکه خو هر یو هڅه کوي چې که د دسترخوان په سرکې کېنه ني نو په یو ګوټ خو یې د ځان له پاره ځای پیدا کړي. هسې خو د راتلونکو ټاکنو له پاره ډېرو کسانو لا له وړاندې په ځانونو ګوتې وهلي، ځینو به لا له اوسه ان خپلې کړنلارې هم چمتو کړې وې، ځینو نورو به خپل پوسترونه ډیزان کړي او ځینو به د سفارتونو او مهمو استخباراتي بنسټونو له استازو سره د زړو اړیکو بیا تازه کولو او یو شمېر نورو نویو اړیکو جوړولو هڅې ګړندۍ کړې وي. په دې لړ داسې کسان شته چې رسنیز فعالیتونه یې پیل او ګړندي کړي ورځپاڼې، اونیزې او نورې مهالنۍ خپرونې یې راایستلي، وبپاڼې یې جوړې کړي او په یو ډول ځانونه مطرح او د خلکو پام ور اړوي. ځینو کسانو بیا د مدني، خیر ښېګڼې، څېړنیزو او نورو او بیلابیلو نومو لاندې بنسټونو په جوړولو یو شمېرکسان ګومارلي دي. دغه بنسټونه غونډې جوړوي او هغو ته بیا خپل ولینعمتان وروبولي چې خلک یې خبرې واوري، په دې سره دغه کسان د ځانونو سپینولو او نورو بې اعتباره کولو هڅې کوي، له دې لارې غواړي یو څه نوم او نښان پیدا او خلکو ته ځانونه نږدې کړي. یو له دغو کسانو د پخوانۍ شمالي ټلوالۍ ایډیولوګ محمد یونس قانوني دی چې په دې وروستیو کې یې تر ډېره خلکو ته د ځان ورپه یادولو هڅې ګړندۍ کړي.

دا سړی چې ترډېره هغه د پاړسیوانانو په خبره په:«زبانبازي او لفاضي» کې خورا لوی لاس لري او تر ډېره د ببرک کارمل او د هغه شاګردانو لکه محمود بریالي، نجم الدین کاویاني او فرید مزدک غاړې او ان ویې کاروي، په شمالي ټلواله په تېره پنجشیریانو کې له خپلو سیالانو مخکې و او دی. د بېلګې په توګه قسیم فهیم چې د خبرو چندان تور زن نه او د قانوني سیال نه ګنل کېده خو په دسیسه، بې رحمي، چور او چپاول کې استاد او له قانوني ډېر مخکې و. دغه راز، ډاکتر عبدالله هم په خبرو کې د یونس قانوني د پښو ګرد ته نه شي رسېدلی خو د اړیکو جوړلو او د پنجشیر سربېره د نورو سیمو ځینو فرصت غوښتونکو کسانو ځان ته نږدې کولو کې بیا تر قانوني مخکې دی. د عبدالله چالاکي له دې ځایه هم ښکاري چې په ځینو کسانو یې دا منلې چې دده پلار کندهاری دی خو دا چې دی څومره د کندهار او کندهاریانو هیلو او ارمانونو ته ژمن دی؟ دا بیا بله خبره ده. د عبدالله د کندهاریتوب کیسه ټیک د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما هغې ته ورته ده؛ د باراک اوباما پلار هم د کینا مسلمان و خو دا چې اوباما مسلمانانو اسلام او مسلمانانو ته څومره ژمن و، له کندهاریانو سره د عبدالله خواخوږي او ژمنه هم ښایي له اوباما که زیاته نه وي نو کمه خو هم نه ده. له موضوع لرې لاړ نه شم او هغه دا چې د راتلونکو ټاکنو له پاره د ولسمشر پخواني څو میاشتني مرستیال محمد یونس قانوني وروستۍ هلې ځلې دي.

دغه سړی له ډېرې مودې ځنډ وروسته یو ځل بیا فعال شوی او خپله د ده د یو دوا پړ په خبره: «با صدای بلبلانه» غواړي د خلکو پام ځانته ورواړوي.

ښاغلي قانوني په دې وروستیو کې په بېلابېلو غونډو کې راڅرګند او د ورځې مسلو باندې شخوند وهي، د امنیتي وضعیت، سوله، ټاکنې او داسې نورې مسلې لاندې باندې کوي.

ده په دې وروستیو کې یو ځل بیا خپله پخوانۍ لاسته راوړنه د خلکو مخې ته وړاندې کړه او پر خلکو یې دا احسان ور واچاوه چې که دی( قانوني) نه وی د بن کنفرانس ناکامېده ده ویلي:« که سمه پرېکړه یې نه وی کړ نو دلته به د پاکستان چلوټۍ عملې شوې وای، دلته د کورنیو شخړو اوربلېدو وېره وه، افغانستان بیا د طالبانو او په ټوله کې د پاکستان لاس ته لوېده دا …. او دا به شوي وای خو دا بیا دده هوښیادي او لرلید له برکته و چې د دې ټولو مخه ونیول شوه.»

ښاغلي قانوني د خپلې ډلې ځینو کسانو هغې نیوکې ته د ځواب ویلو هڅه هم وکړه چې وایي په بن کنفرانس کې دی( قانوني) د خپلې ډلې په ځانګړې توګه د پنجشیریانو د ګټو له پاره د جمعیت له ګټو تېر شو، مهمې لکه د دفاع، کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونه او نورې څوکۍ یې پنجشیریانو ته واخیستې خو په ټوله کې یې د دولت مشري له برهان الدین رباني واخیسته او حامد کرزي ته یې ورکړه. په همدې غونډه کې هم یو کس راولاړ شو او ټیک همدا نیوکه یې وکړه، خو مالومه نه ده چې هغه سړي په خپله دا نیوکه وکړه او که دا نیوکه هم پلان شوې وه خو په ټوله کې قانوني غوښتل کرزي ته د واک ورکولو له مسوولیته خپلې اوږې سپکې کړي. قانوني دې نیوکې ته په ځواب ویلو سره هڅه وکړه چې په یو ډز څو مرغۍ وولي نو ځکه خو یې وویل چې حامد کرزي ته د چارو واګي سپارل، دده نه بلکې د نړیوالې ټولنې او په ټوله کې د امریکا غوښتنه وه چې له بن کنفرانسه وړاندې لا تر لاس لاندې وه ان دده په وینا د امر صاحب شهید(احمدشا مسعود) په ژوند کې هم شمال ته د کرزي د سفر پرو خت راپورته شوې وه او د پاکستان غوښتنه هم وه ځکه چې پاکستان ګواښ کړی و چې کابل ته د شمالي ټلوالې راتګ دغه ښار ته د هند راتګ په مانا دی او پاکستان هیڅکله دا نه شي منلی. دغه راز، په دې ځای کې قانوني هڅه وکړه چې کرزي ته د واک په سپارلو کې تر ډېره د عبدالله پښه هم راکش کړي ځکه دا عبدالله و چې امریکایانو ته یې د کرزي نوم وریاد کړ او ویې ویل چې دوی( شمالي ټلوالې) ته مناسب کس حامد کرزی دی چې کار ورسره وکړي. دا په ښکاره د عبدالله ګرم ګڼلو او بې اعتباره کولو هڅه ده چې له ژبې لاندې یې د شمالي ټلوالې پلویانو ته وریاده کړه چې عبدالله و چې له کرزي سره یې د وطنداري(که رښتیا وي) په خاطر ټلوالې ته خیانت کړی دی. بله دا چې ده روسانو ته هم دغه پیغام رسول غوښتل چې کرزی لا ډېر پخوا د امریکایانو د پام وړ نو که دوی( شمالي ټلوالې)ونه شو کړی هغه څنګ ته کړي لامل یې د دوی کمزوري نه بلکې د امریکایانو غوڅ ملاتړ و.

قانوني له ډېر پخوا هم په ښکاره خو هڅه کړې چې ځان له امریکایانو لرې او روسانو ته نږدې وښیي خو په عمل کې یې دواړو ته په نږدې کېدو کې له هیڅ راز هلو ځلو ډډه نه ده کړې. همدی و چې د جک ایدیما په نوم امریکایي ته یې د کابل په کارته پروان کې د شخصي زندان جوړولو او په هغه کې د طالبانو په نوم د پښتنو زورولو او ان وژلو اجازه ورکړې وه، خو د خلکو ترمخ یې بیا هڅه کړې ځان له امریکایانو لرې وښیي نو ځکه خو په ولسي جرګه کې له امریکې سره د ستراتېژیکو اړیکو تړون تایید پروخت له جرګې وتښتېد او هم له امریکې سره د امنیتي تړون لاسلیک په مراسمو کې له ګډونه پټ شوی و.

له هغه ځایه چې د ولسمشري په راتلونکو ټاکنو کې د جمعیت او په ځانګړې توګه د پنجشیر توله سپکه ښکاري ځکه چې له یوې خوا دغو خلکو په خپلو ځان غوښتونکو او ناقانونه کړنو خپل اعتبار بایللی او له بله پلوه خپل منځي نفاق یې هم وزن کم کړی دی. اوس فهیم ژوندی نه دی چې د خلکو په وېرولو خپل اغیز پریباسي، عبدالله هم د دوی د هیلو په پوره کولو کې پاتې راغلی، د مسعود ورونه هم د خپلو ډلې پلویانو راټولولو ظرفیت نه لري، د عطامحمد نور خو زړه هسې هم دوی شین دی، په خپله قانوني هم د پیسو راټولولو او یوازې بهر کې د خپلو ورونو او زامنو په مقررلو سره د پنجشیریانو له نظره لوېدلی، بسم الله خان خو بیا په کورنیو چارو وزارت کې له نیم جریب کمې ځمکې چمن ته د پچو اخیستو په نوم ۸۰ میلیونه افغانۍ ایستلي چې په غلا کې تکړه خو نالوستی دی، نو ځکه خو ددې ډلې راتلونکې چندان روښانه نه برېښي. په دغسې یو حالت کې قانوني غواړي ځان رامخته کړي دی به هڅه وکړي چې لومړی د خپلې ډلې ټپلې، ځینو پخوانیو تش په نوم مجاهدینو باور ترلاسه او هم ځینې پخواني روس پلوي پښتانه لکه سید محمد ګلاب زوی او نور، د همایون همایون او ځینو نورو اوسنيو روس پلوو ملاتړ هم خپل او بیا وروسته د هېواد په کچه سترې لوبې ته ور ودانګي. وکتل شي چې دغه بلبل به ترکومه بریده د پرمختګ چانس ولري؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply