ویټامینونه او ګټې یې / اخترګل سیلاب

0 1,210

که غواړي چې د ویټامینو له ګټو خبرشي او پوه شي چې ویټامین د څه لپاره فایده من دي او ډیر ویټامینونه کوم څیزونه لري زموږ لیکنه ترپایه ولولي.

۱.لومړي : ویټامین (A) (Vitamin A) په لاندي شیانو کي موجود دي لکه: دهګۍ ژړ، په شنو او ژړو سابو کي، ګازري، اینه، «اَمّ» اودکب په غوړو کي سته.

ویټامین A په دې مواردوکې مثبته آغېزه لري لکه: شَوّکُوري، ضعیفه لیده، ګرمکه یا ځوانکه او دزړتیا دټوپلو پر ضد مرسته کوي. متوسطه ورځنی اړتیا ودغه ویټامین ته: ښځو ته د ورځي ۰،۸ ملي ګرامه، هغه ښځو ته چي خپل ماشو ته تی ورکوي ۱،۵ ملي ګرامه، نارینوو ته ۱،۰ ملي ګرام اړتیا لیدل کېږي. ویتامین (B1) (Vitamin B1) په لاندي توکو کي شته دي: لکه: په کچالوو کي، اینه، سبوڼی یاخمیره،شيدې، په سبوس لرونکو توکو کي موجود دي.

په لاندني مواردو کي دغه ویټامین ښه آغېـزه لري: د بدن وده ښه کوي، د اعصابو دنده سمه وي، ذهني اوفکر توان لوړه وي، د شامیاتو مصرف منظمه وي. متوسطه ورځنې اړتیا: ښځوته د ورځي ۱،۰ ملي ګرام، نارینوو ته د ورځي ۱،۲ ملي ګرامه اړتیا شته.

ویتامین (C) (Vitamin C) په لاندو توکو کي شته دي: لکه: په توتانو کې، په شنو سابو کې، کچالوو کې، کیوي کې، لیموو کې، په کَرمّ کي، په اینه کي، غټ مرچک (دولمه) کي، شتون لري، په لاندنیو مواردو کي ښه آغېزمن دي: دفاعي سیستم د بدن لوړه وي، په بدن کې نسجونه قوي کوي، د «خَوږّ» وجوړېدو ته چټکتیا ورکوي، دزړېدو پروسه راټیټه وي. متوسطه ورځنې اړتیا: لویانو ته د ورځي ۱۰۰ ملي ګرامه او شیدې ورکونکو ښځو ته ۱۵۰ ملي ګرامه ته اړتیا سته. ویټامین (D) (Vitamin D) په کښته توکو کي شتون لري: لکه: دهګۍ په ژیړوکې، په مایانو کې، په ایني کې، دکب په غوړوکې، د شيدو په محصولاتو کې، شتون لري.

په لاندني مواردو کي یې اغېزه ډېره ښه ده: لکه: قوي کول د هډوکو، دغاښوقوي کېده، په بدن کې د کلسیومو (Calcium) دجوړښت سره مرسته کول. د ویټامین (Vitamin A) اغېزه په بدن کي پیاوړې کوي. متوسطه ورځنې اړتیا: لویانو او ماشومانو ته د ورځي ۵ ګرامه میوه (µg)، زړو ته ۱۰ ګرامه میوه اړتیا لیدل کېږي. ویټامین (E) (Vitamin E) په کښته شیانو کې شتون لري:

پاڼې لرونکي سابوو کې، هګیوکې،په یني کې، په نباتي کوچوکې، دغنمو په غوړوکې او په نورو نباتي غوړو کې شتون لري . لاندنۍ مثبتي آغېزي لري: لکه: دبدن دپوټکي زړتیا کراره وي یاني عمر یې ډېره وي، اودغسي د نور بدن دغړو زړتیا کراره وي، د ژر ستړیا مخنیوی کوي، دپونډیو دغړو د شخېدو مخنیوی کوي. متوسطه ورځنی اړتیا: ښځي ۱۲ ملي ګرامه په ورځ کې، مورچي تی ورکوي ۱۷ ملي ګرامه، نارینه ۱۵ ملي ګرامه ته اړتیا لري .

ویتامین (H) (Vitamin H) په لاندي توکو کې شتون لري: په ګل کرم کې، په اینه کې، د زویا په اوړو کي. لا ندني مثبت اثرات لري: دپوټکي، نوکانو، وېښتیانو لپاره ښه دي او د وېښتیا دژر سپېنېدو څخه مخ نیوی کوي. متوسطه ورځنی اړتیا: د ۳۰- ۶۰ګرامه میوه (µg) پوري اړتیا شته. ویتامین (K) (Vitamin K) په لاندو شیانو کې موجود دي: په ګل کرم کې، هګیو کې، په شنه کرم کې، په ایني کې، په پالکو کې، په مستو کې شتون لري. اوس یې لا ند ني مثبت اثرات ګورو: دبدن د داخلي خون رېزۍ مخ نوی کوي، بواسیر رالږه وي، په رګو کي د وینو د بندښت مخ نیوی کوي. متوسه ورځني اړتیا: یو کیلوګرام میوه دبدن د وزن په اندازه مصرف کېږي (µg/kg).

دا حتمی کار نه دی، چې څوک دي په ځانګړې توګه وېټامین رانسي او ودي خوري، بلکه دغه ټول وټامینونه په سابوکې، په مېوو کي، د شیدو په محصولاتو کې، دکب په غوښو کې شتون لري. کېداشي چې سړی خپل خواړه د دغو ویټامینو له مخې عیار کړي او وې خوري. د یو ډول خوراک سره باید احتیاط وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply