زه حيران يم؛ څه ډول قوي شاک او ټکان بايد وخوري چې دا ټولنه راويښه شي؟

0 1,888

زه حيران يم؛ څه ډول قوي شاک او ټکان بايد وخوري چې دا ټولنه راويښه شي؟

زه باوري يم؛
هغه فاجعې، نارورينونه او لړزوونکې پېښې چې سهار و بېګاه پر دې وطن راځي، که يوه يې بل ځای راغلې وای، نظامونه به چپه وای، حکومتونه به يې اړولي واي، د هېواد برخليک به يې ګرځولای وای.

د بسته ولايت سقوط عادي، د ځبړږيرو خونخورو په منځ کې د حيران، لاس تړلي ولاړ سرتېري وېډيو عادي، له هلمنده تر کابل د پياده روانو ځوانانو تڼاکې عادي، د شهيد پر قبر د ناست ماشوم عکس عادي، بکسه په شا، د ښوونځي د نجلۍ په وينو لړلی جسد عادي، د بغل د ملګريو يو په بل پسې مرګونه عادي، د هلمند د دغې له نشه‌يي پلار سره د ولاړې، خو بې‌پلاره يتيمې دغه انځورونه عادي دي.

دا ګلالۍ ولاړه ده، پلار ته ژاړي چې کور ته ورسره ولاړ شي، هغه نه ځان پېژني، نه دا.
اخير څه وشي چې دا خلک راويښ شي؟

تر خار و خس پسته! بمونو هم راويښ نه کړلې
ريښه تر خاورو لاندې غږ د پسته اور اوري

سید شاه سقیم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply