په فراه کې ولې جګړې زور واخیست ؟/ ګلرحمن رحماني

0 656

فراه ولایت د افغانستان په لویدیځ کې پر هرات او نیمروز سر بېره له ایران سره اوږده ګډه پوله لري له پخوا په کې امنیت د ډاډ وړ نه و، خو په دا وروستیو کې ناامني او جنګ ان د فراه تر ښاره راورسېده. وسله والو د فراه د ښار د نیولو هڅه وکړه، خو د مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري په شا وتمبول شول چې سلګونه جسدونه یې د جګړې په ځای کې پاتې شول.

لکه د افغانستان د دفاع وزیر چې وویل، په فراه کې وروستۍ ناامنۍ او جنګونه مطلق د اوبو په سر دي. افغانستان غواړي خپلې اوبه مهار کړي او  په خپله ګټه د بریښنا او زراعت په برخه کې ترې ګټه واخلي ، ایران پخپلو یو شمېر ختیځو سیمو کې له وچکالی سخته اندیښنه لری ، د ایران د سیستان او بلوچستان هغه ولایتونه دی چی ډېر کښتونه یي پر دغو اوبو خړوبېږي چې د افغانستان د هلمند له سیند نه ورروانې دي په تېرو کلونو کی د افغانستان له خوا پر هغو سیندونو چی ایران ته ور روانې دي افغانستان د څو بندونو جوړولو چارې پیل کړې دي ، نو د همدی له امله د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ایران پارلمان ته وویل له افغانستان سره د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران د اوبو د حق پر سر د هوکړې کوښښونو نتیجه نده ورکړې او خبرداری یې ورکړ چی هیواد یې اړ دی متقابل عمل وکړی (دمګړی یوه لار راپاتې ده چې هغه متقابل عمل دی یعنی په ځینو برخو کې له افغانستان سره له سختۍ او زور کار واخیستل شی نو ځکه موږ له افغانستان څخه هیله لرو مخکی له دی چی ایران غبرګون وښیي، نو افغانستان دی زمونږ پر قانونی او مشروع غوښتنو غور وکړی).

افغانستان له ایران سره د هلمند د سیند پر سر په ۱۹۷۳ کال کی یوه معاهده لاسلیک کړه چې د دې معاهدې له مخې به افغانستان د اوبو په نورمال کال کی په اوسط ډول په یوه ثانیه کی ۲۲ متره مکعب اوبه د ضرورت په اساس او ۴ متره مکعب اوبه د افغانستان د ښه نیت په اساس ورکوي ، او د همدې معاهدې دویمې مادی له مخی به افغانستان ایران ته په فبروری میاشت کی ۷۸.۱۶ ، په مارچ کی ۷۳.۱۳ او په اپریل کی ۳۱.۱۱ متره مکعب اوبه ورکوی .

په تېرو کلونو کی په فراه ولایت کې د طالبانو د فعالیتونو زیاتېدل له دغې  ډلې سره د افغانستان د ګاونډیانو په ځانګړی ډول د ایران د ملاتړشکونه زیات کړی دي ، افغان چارواکو ، د امریکا او ناټو قومندانانو په بیا بیا ایران تورن کړی چی له وسله والو طالبانو ملاتړ کوی او دغی ډلی ته پوځی روزنه او جنګی تجهیزات ورکوی .

د ایران او امریکا تر منځ د اختلافاتو د ډیریدو وروسته په افغانستان کی دا اندیښنه په ډیریدو ده چی ایران ښايي په افغانستان کی د امریکا او د لویدیځ د ماموریت د ناکامولو لپاره له وسله والو طالبانو څخه هم خپل ملاتړ زیات کړی .

په افغانستان کې د داعش شتون او فعالیتونه د ایران او روسیې لپاره بله پلمه ده او د داعش د ځپلو په موخه دوی په ښکاره له طالبانو سره اړیکې پخې کړي، خو په پټه کې دوی نورې موخې لري. روسیه د ایران د لارې  طالبانو ته جنګی تجهیزات ورکوی او ایران په خپله خاوره کې طالب جګړه مارانو ته له فراه سره پر پوله د ایران په خاوره کی جنګی روزنه او تعلیمات ورکوی . ایران غواړي د فشار له لارې خپلې غوښتنې په افغان حکومت ومني، خو د دوی دغه کار به د ایران لپاره له بدنامۍ او شرمندګۍ پرته بله هیڅ ګټه ونه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply