پر لوبغاړو برید د وحشت انتها/ اېمل پیاوړی

0 716

پرون شپه سخت زړو او خدای ناترسه وحشیانو چې هیڅ ډول اصولو او ارزښتونو ته غاړه نه ږدي په جلال اباد ښار کې د کرکټ پر لوبغاړو او د هغوی په مینه والو پرلپسې چاودنې وکړې. لوبغاړي چې په ټوله نړۍ کې د سولې د سفیرانو په نوم شهرت لري. دوی تل د انساني او سوله ییزو پیغامونو په خپرولو سره خلک سوله ییز ژوند ته وربولي، مګر درېغه چې دغه مظلوم او بې دفاع د خیر او فلاح قشر (ورزشکاران) هم د دښمنانو له وحشت څخه خوندي نه دي.

کله چې نه ښوونځی، نه پوهنتون، نه جومات او نه روغتون، نه لوبغالی او نه هم د تذکرو د وېش مرکز او نور ملکي تاسیسات له بریدونو خوندي نه وي، نو دا د ظلم انتها ده. دا د وحشت اوج دی. دغه انتها نه په چوپتیا دفعه کېږي او نه هم د خپلې ګناهۍ او مسلمانۍ د ثبوت په وړاندې کولو.

ځکه وحشي تروریستان نه په مسلمانۍ باور لري او نه هم له ګناه وېره لري، هغوی یوازې او یوازې د وېرې، وحشت او دهشت د خپرولو هڅه کوي او د دغې ناوړه هڅې لپاره دوی همېشه د قتل عام په  فکر کې وي، د وینو بهولو په فکر کې وي، د خلکو د وژولو او وېرولو په فکر کې وي او دغه ناوړه او ناولی فکر هغه مهال له منځه ځي چې ټول خلک په یو غږ د دوی په ضد راپورته شي.

داسې نه کېږي چې نیم دې وژل کېږي او پاتې نور دې یا خاموشه وي، یا دې زموږ د وژل شویو د وژل کېدو د توجیه لپاره دلایل تراشي او یا دې پر هغوی د ویر، غم او ماتم اوښکې تویوي. وحشت په اوښکو نه دفع کېږي، که دفعه کېدلی په تېرو څلوېښتو کالو کې مو د اوښکو او وینو سیندونه وبهول، په دعاګانو او ښېراو مو خولې شخې کړې، خو نه یوازې چې کوم تغیر راغی، بلکې ورځ تر بلې لا ډېر وژل کېږو او په لا ډېر وحشت وژل کېږو، چاره څه ده؟

نور نو رښتینی اقدام پکار دی هم د ترهګر او هم د فاسد چارواکي، وکیل او وزیر پر وړاندې. هغوی چې زموږ د مسوول په توګه (ولسوالی، والي، وزیر او قومندان) په نوم امتیاز اخلي، خو موږ ته د کار او خدمت پرځای په خپلو سیاسي معاملو، پیسو ټولو، غلا، فساد او لوټ بوخت وي، نو د هغوی لاس نور لنډول پکار دي او دا کار د ولس د هوښیارۍ، بیدارۍ او راولاړېدو په اساس کېږي، نور نو په دې برخه کې سکوت او بې تفاوتي همدومره جرم دی لکه د یو بې ګناه انسان قتلول.

بله چاره داده چې د وحشي تروریستانو پر ضد باید موږ له خپل حکومت او صادقو چارواکو سره خپلې همکارۍ شریکې کړو، په خپلو سیمو کې د ناخلفه کسانو او تخریبي فعالیتونو د لیدو پرځای هم باید مسوولین په جریان کې کړو او هم هغوی سره همکاري وکړو، تر څو هغوی پر وخت د ناوړه پېښو چې زموږ د هېوادوالو د وژل کېدو او بدبخته کېدو لامل کېږي، مخه ونیسي.

د وحشت انتها له زغمه وتلې. د زغم پرځای د عملي اقدام وخت دی، د صادقانه اقدام. داسې اقدام چې نور نه مفسد او بې کفایته چارواکي خپل فساد ته ادامه ورکړي یا غفلت وکړي او نه هم باید ترهګر وحشیان زموږ په کلیو، سیمو او ښارونو کې د اوس په څېر ډاډه تګ راتګ وکړي، د دوی په زړه کې باید وېره خوره شي او داسې وېره چې په هیڅ ځای کې ځان خوندي حس نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply