د منظور پښتین په وړاندې د پاکستان دسیسې /سید عبدالله پاچا

0 1,009

په کراچۍ ښار کې د نقیب الله مسید له وژنې وروسته د پښتون ولس او په ځانګړي ډول ځوانانو پریکړه وکړه چې د پاکستان پوځ،پولیس او استخبارات یې یو یو وژني، نو له دې به ښه وي چې په یو غږ راپاڅیږي او د پښتون وژنې د بندیدو تر څنګ، بندي پښتانه ازاد کړي او پښتنو لپاره د امن ژوند غوښتنه وکړي.

د نقیب مسید د وینې رنګ په پښتنو کې یووالی راوست او د هرې سیمې پښتانه ولسونه په یو ولسي ځوان منظور پښتون پسې روان شول او تر ننه د ازادۍ لپاره مبارزه کوي او دا مبارزه به یې حتمي رانګ راوړي، ځکه دا خوځښت ولسي دی او ولسي خوځښتونو تل حکومت ړنګ کړي، یو ځانګړی ریاست یې رامنځ ته کړی دی.

که څه هم تر ننه پاکستاني ملکي او پوځي حکومت په دې اعتراضونو باندې ځان ړوند او کوڼ اچولی، خو داسې ورځ راتلونکي ده چې د پاکستان ریاست به د پښتنو حساب ورکوي او د دې قوم هغه ستر قاتلین چې لا ژوندي محاکمه کیږي به.

پښتانه غلام سیاسیون

د خیبر پښتونخوا پښتانه په یو څو سیاسي میراثي څېرو پسې روان و، ځکه بل داسې رهبر او مشر یې نه و موندلی چې خبره ولري او ولسونه په ځان راټول کړي، اوس چې منظور پښتون پیدا شو او د پښتون اکثریت لپاره عدالت او حقوق غواړي، پښتانه پوه شول چې تراوسه پرې څو سیاسي او قومي ټیکدارانو سوداګري کړې او تل یې د پنجاب د ګټو لپاره کارولي دي.

دا تاریخ لیکلي چې په تېرو څو لسیزو کې د کوزو پښتنو مشرانو د خپلو ګټو لپاره پښتون قوم په پنجاب خرڅ کړی او هر کله یې د پښتون وینه پنجاب ته په ډالۍ کې ورکړې، یو لامل شخصې ګټې وې او بل لوی لامل یې له ای ایس ای څخه د پښتنو مشرانو ډار و چې ګنې ترور به یې کړي.

اوس چې پښتنو ولسي مشر پیدا کړ چې هیڅ بهرنۍ او کورنۍ ملاتړی نه لري او یواځې د ولس په ملاتړ باندې د پښتون لپاره ژوند غواړي، نو د پښتنو څو سیاسي او قومي سوداګرو غلامي یې په ډاګه کړه چې تل به یې پنجابیانو ته جي جي کول.

د منظور پښتون بدنامۍ هڅه

د منظور پښتون یوه بدمرغي دا ده چې په خپل قوم کې ځینې بې ضمیره او پلورل شوي کسان لري چې ځینې یې ملاتړ نه کوي او ځینې خو د ملاتړ پر ځای ورسره دښمني پالي او یو او بل ډول تورونه پرې لګوي.

دا دسیسه هم د پنجاب ده، چې په پښتون باندې پښتون ووهي او د پښتون په ژبه بل پښتون ته سپکې سپورې وکړي او په یو او بل نوم باندې بدنام کړي، د منظور پښتون پسې اوس پنجاب ځینې پښتانه راپورته کړي، کله وایي چې دا د افغانستان له لوري تمویل کیږي، کله وایي چې هند استخبارات ورسره همکاري کوي او کله نور څه….

خو منظور پښتون په دې خبرو پسې نه ځي او نه یې ستر قوم په دې کیسو باور کوي، ځکه د منظور پښتون شپه او ورځ د ولس په منځ کې ده او هیڅ ملاقات او ناسته یې له چا پټه نه ده، د خلکو په چندو باندې شپه او ورځ د پښتون ژغورنې کمپاین کوي او په دې کار کې تر ډيره حده بریالی هم دی.

اوس چې منظور پښتون په یو او بل څه نوم بدی نه شو او لا ډير خلک پرې راټول دي، د پاکستان استخباراتو پریکړه کړې چې منظور ترور کړي او پړه یې پر افغانستان او یا هند باندې واچوي، ځکه په پاکستاني رسنیو کې د پاکستان پوځ تقاعد شویو مامورینو ته دنده ورکول شوې چې له وړاندې په دې تړاو خبرداری ورکړی چې منظور پښتون د افغانستان او یا هند له لوري ترور کیږي.

پاکستان له لومړۍ ورځې دا سړی د ځان لپاره خطرناک یادوي، ځکه چې لوی پښتون قوم یې تر شا ولاړ دی او پاکستان هیڅکله نه شي زغملی چې پښتون دې په یو اتفاق باندې شي او د یو چا تر شا دې ودریږي، داسې څوک چې د پاکستان پوځ او استخباراتو ته ترهګر وایي.

منظور پښتون په ډاګه ویلي چې د پښتون ژغورنې لپاره یې قسم کړی او تر هغې به کرار کینه ني چې د پښتون لپاره یې عدالت نه وي ترلاسه کړی، تر هغې به کینه ني چې د پښتنو حقونه یې لاس ته نه وي راوړي، منظور پښتون ته ولس ډاډ ورکړی چې تر شا یې ولاړ دی او منظور خپل ولس ته ډاډ ورکړی چې هیڅکله به پرې سوداګري و نه کړي.

پښتون خوځښت په پنجاب خوبونه حرام کړي او هیڅکله ورته دا د زغم نه ده چې د پاکستان دننه دې یو څوک د بیان له ازادۍ دومره ګټه واخلي چې د پاکستان ټول رازونه دې افشا کړي، منظور پښتون هغه کس دی چې د پاکستان د ټولو ترهګریزو سیاسیتونو څخه یې پرده پورته کړې او له نړیوالو یې غوښتي چې دا هېواد په نورو هېوادونو کې له لاسوهنې او په کور دننه د پښتون وژنې څخه راوګرځوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply