منظور پښتون څه وکړل

جمال سبا

1,137

منظور پښتون چي د يو لوی نماينده قامي تحريک مشري په غاړي لري په ٢٠١٨م کال کي په اسلام اباد کي د يو پښتون پرلت د مشر په توګه د پښتونخوا د نورو سياسي نمايندګانو او په خاصه توګه د پښتنو افغانانو له کلکي ملګرتيا او هرکلي سره مخامخ سو چي ده دغه عمل په جريان کي منظور پښتون خپله قامي مبارزه دوامداره وساتله د ولسونو کلک باور او ملګرتيا او خپله د منظور پښتون اخلاص او جرات منظور پښتون پر خپل قامي موقف ولاړ لارښود ثابت کړ چي له همدې کبله منظور پښتون ورځ تر بلې د اولسونو د باور او عتماد وړ وګرځېد او ورځ تر بلې یې تحريک د خلقو له ډير جلب او جزب سره مخامخ کيږي د نوموړي تحريک د پښتنو په منځ کي د يو نوي، ستر او نماينده قامي تحريک په هيڅ پراختيا مومي خلق يې په عصرِ روح کي (موجوده زمان) کي خپل د نجات يوازينی لار ګڼي۔۔۔۔۔

د خلکو مړې هيلي يې راژوندۍ کړې د مظلوميت چيغه يې پورته کړه د مظلوم انسانانو رهبر وګرځېد قامي احساس يې راژوندی کړ قامي پيوستون يې ټينګ کړ قام يې پرله وتړه قامي شناخت ته يې وده ورکړه قامي مفکورې ته يې وده ورکړه د قام مقدمه يې پرچار کړه د قام په ژبه وږغېد د قام امېد وګرځېد په کړېدلي قام کي يې د بغاوت څرک راپيدا کړ قام ته يې د شعور کتاب خور کړ د قام په ژبه يې ورته خور کړ په داسي ژبه چي ټول قام ورباندي پوه سو په داسي ژبه چي لوی ، واړه سپين ژيري ټول ورباندي پوه سول۔۔۔۔۔

سياست يې تبليغ کړ مګر د قام سياست سوچه سياست پاک سياست مترقي سياست د سياست په دنيا کي يې داسي کمال وکړ چي د قام نوو ځوانانو ته يې سياسي لاره دومره روښانه کړه چي نن د قام هر درييم ځوان د قامي سياست برخه دی هم يې د سياست مقدسه کلمه وژغورله چي د رجعتيانو لخوا څخه پوره له بدنامۍ سره مخامخ سوې وه

هغه ځوانان او پيغلي چي سياست به يې د دروغو کاروبار باله سياست به يې د بې کاره خلکو کار باله د سياست کولو په نوم به شرمېدل هم هغه ځوانان او پيغلي يې په سياسي لاره روان کړل سياست کول سياست تبليغول يې ورته ورځينی معمول کړ سياست يې د خلکو سياست وکړ۔۔۔۔

قامي ادب ، مترقي ادب مخ پر وده سو سياست ته د منظور له راتګ سره سم د قامي ادب نوي لوستونکي راپيدا سول د مترقي ادب نوي لوستونکي او مينوال راپيدا سول هم په ادب کي مزاحمت ، نظريات ، او ريالزم ولوستل سو هم وليکل سو اديبان ، ليکوالان يې راپيدا کړل نوي ځوانان او پيغلي يې هم  سياست ته رادننه کړل يې هم يې ادب ته رادننه کړل چي دغه د شعوري مبارزې ، فکري مبارزې او نظرياتي مبارزې مهم جز دی په سياست او ادب کي يې خپور کړل سوی جمود مات کړ په سياست او ادب کي يې  پرمختګ او لا نور کار کولو ته خلک وهڅول۔۔۔۔۔

د زنانه طبقې دغه طبقاتي سوال يې تر پوښتني لاندي راوست د نجونو ، ښځو په فکرونو کي يې سوالونه را اوچت کړل ښځي ، نجونه يې د مبارزې لپاره د نرانو سره برابري وګڼلې ښځينه سوال يې په ګوته کړ چي د ټولو مبارزو ځوانانو لپاره يې ښځينه زده کړي ښځينه سياست ښځينه مبارزه په نخښه کړه د ښځينه ازادي لپاره يې په هره غونډه ، جلسه کي په کلکه سره تبليغات وکړل۔۔۔۔۔

په قام کي يې ده ويري او خوف دغه غوړېدلې ويرجنه فضا له منځه يوړه ده ډار ، ترهې او خوف ځنځيري کړۍ يې يو په بل پسي ماتي کړلې

د قامي تبليغ تبليغونکو تر منځ يې د بيلتون غوړېدلی واټن را کم کړ  ده قام د ريښتوني او يو سپيڅلي سر لاري په توګه را څرنګد سو

ته   امام   د  سربازانو   د  صفونو

ته سالار د   ځوانمړدۍ د   ډګرونو

ستا د نوم ځنې بوږنيږي ظلمتونه

ته يې نمر  د اسمانونو د  وختونو

اندېش شمس القمر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.