هتکړۍ به دي تل نه وي

عبدالباري جهاني

319

ستا په لاس هتکړۍ وینم بې وسۍ ته مي ژړېږم

د بې ننګه پښتون مشره له خپل نوم څخه شرمېږم

دا په مرګ ویده اولس دی زه به څوک له خوبه ویښ کړم

نه مي ږغ له ستوني وزي نه د چا غوږ ته رسېږم

شپه تیاره لاره اوږده ده ږغ مي نه رسیږي چاته

بس د اوښکو په لمن کي په خپل زخم کی اوسېږم

منظور نه دی غونډ اولس دی د پنجاب په زولنو کي

زه تر چا به چیغي یو سم زه تر کومه به رسېږم

دا اسمان را پېرزو کړی دا وروستی کاروان سالار دی

زموږ د بخت پر تندي ستوری دا منظور د کردګار دی

پېړۍ وروسته په یو قام کي پیدا زوی د کوه طور سي

هم یې ځای زړه د اولس وي هم الله لره منظور سي

دا هغه زلمی امام دی چي الله را پېرزو کړی

د قرنونو توپانونو پښتانه کور ته راوړی

ننګ پر وکه بیده قامه ستا په ننګ زندان ته تللی

خدای خبر چي بیا پیدا کړې داسی نر بچی ښاغلی

اقتدا مي پسي کړې زما امام دی ما منلی

هغې مور ته مي سلام دی چي منظور یې زېږولی

خدایه عمر مي تر جار کړې زه د ده په نوم ښاغلی

نګاهبان مي د ناموس دی زما د خور پت په ساتلی.

د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر دیار لسمه، ویرجینیا.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.