سوځېدلې غوښه بیا هم له پیاتو ښه ده! / افغان ګل بې ګناه

0 716

اوسنی دولت له ټولو بدګڼو سره سره یې بیا هم له طالبانو غوره دی.

وايي مومن یو وار له یوه سوري چیچل کېږي، دوه وارې نه!

په تېرو ۴۰ کلونو کې د افغانستان خلکو درې وارې جهادي ډلې امتحان کړې. وايي له بهرامه ښادي حرامه ده، پخوا به حکمتیار د مجاهدینو په مرجعیت د سولې په وړاندې پښې په یوه موزه کړې او سوله به یې له یوه سره له افغان حکومت سره رد کړه او ویل به یې چې د کابل له ادارې سره سولې ته نه کېنم، که کېنم، نو له بادار سره به یې کېنم؛ خو اوس چې حکمتیار ته تجربه شوه، شپه او ورځ د سولې لپاره غږ پورته کوي او دا هم ورسره غبرګوي چې بین الافغاني سوله. تاسو وګورئ تر هغه چې حکمتیار له تجربې او جګړې دا زده کول چې سوله له جګړې غوره ده، نو ۴۰ کاله پرې ووتل او که چېرې حکمتیار ۴۰ کاله مخکې يې اوسنی نظر درلودای نو دوه ملیونه کسان به نه وژل کېدای، هېواد به دومره نه ورانېدای، ۵۰۰ کاله به له خپلو ګاونډیانو وروسته نه پاتې کېدای، په سیمه کې د قدرت خلا او په پرله پسې د بهرنیو ځواکونو راتګ او تاړاکونه به نه رامنځته کېدای.

تر حکمتیاره هیچا هم زیاته جګړه په افغانستان کې نه ده کړې او څرګنده ده چې تجربه به يې هم زیاته وي او ربړې به یې هم زیاتې احساس کړې وي.

جګړې خو موږ او تاسو هم زیاتې لیدلي او ان له کوچنیوالي په کوڅو او دېرو کې په جګړو کې را لويېږو، خو زیات چرت مو پرې نه دی وهلی او سوچ مو یې نه دی کړی، که نه په جګړه کې لومړنی څیز چې زیان ورته رسېږي هغه د انسان عزت او حق دی. تاسو به لیدلي وي چې کوم یو حاجي صاحب به سپین پاج لنګۍ په سر تړلې وي او په شاهانه انداز به په لار درومي، خو که له چا سره په جګړه شو، نو خامخا به د هغه له خوشکو او ښکنځلو سره مخامخ شي، د حاجي صاحب زغم به هم سر ته ورسېږي او لکه نايي دی به هم مقابل لوري ته په سپکو سپورو سر شي. همدلته ده چې دوه د عزت او ابرو سړي به د جګړې له کبله په دوه پیسې شي.

دا خو باید له لومړي سره مشرانو جګړه خپل هېواد ته نه وای راوستې او د ځان او ولس پر حال رحمېدلي وای، خو د پردیو لمسو او مقصدونو له یوې خوا، د ځوانۍ احساساتو له بلې خوا او د ایډیالوژۍ ښکارېدلو له بلې خوا، د یوشمېر احساساتي مشرانو او کسانو په ځانونو کې د جګړې او سرښندنې شوقونه وزېږول او جګړه یې په لوی لاس هېواد ته راوسته. د امام ابو حنیفه رح توصیه یې هم په پام کې ونه نیوله چې د حکومت په وړاندې باید بغاوت تر درېو ورځو زیات ونه نیسي که نه نو بغاوت به پخپله پر فساد او فتنه بدل شي.

خبره خو همدا شوه، اوس له حکمتیاره تر کوچني قوماندانه او طالبه پر دې پوهېږو چې جګړه نور پر فساد او سرې سوداګرۍ بدله شوې او د پردیو د مداخلې له کبله زموږ له کنتروله وتلې او چاره یې هم نه لرو.

پخوانيو جهادي مشرانو به ولس ته ډېرې ډېرې خوږې خوږې او غوړې غوړې وعدې ورکولې، چې د جهاد د کامیابۍ په صورت کې به د حکومت له خوا درته ښه څوکۍ، لوړې ماڼۍ، ښه باغونه او موټرې درکړل شي او د ماشومانو سرونو ته به مو په ځانګوګانو کې د هغوی معاشونه ایښي وي او دنیا به ګل او ګلزار وي. یوشمېر جهادي رهبرانو او قوماندانانو دا کار د ناروا، لوټ، تالان او غصب له لارې وکړ، خو ملت او هېواد یې د هند په سمندر لاهو کړ. دا په داسې حال کې وه چې د افغانستان پر جګړې د دولت مخالفانو تر ۲ ترېلیونه ډالره لګولې دي، خو له ورانۍ پرته یوه تشه چوړکۍ یې هم د هېواد په خیر نه ده جوړه کړې او تر ننه خلک خپلې وسلې او کارتوسونه له پردیو رانیسي.

طالبان هم له خپل امارته یادوي، خلکو ته د دروغو وعدې ورکوي او ډېری مشران یې په ناروا کارونو لکه د نشه یي توکو په قاچاق، پردیو ته پر جاسوسۍ او د ولس پر وژلو لګیا دي، که واک ته هم ورسېږي نو سبا به هم لکه د مجاهدینو حکومت، لاس به یې د پردیو ناچلو پیسو ته په دروېزه اوږد وي، ملت ته به یې شا اړولې وي، د لټانو په څېر د واک پر څوکۍ به یې ډډه وهلې وي، پر دې به ځان نه خبروي چې په ګاونډ کې يې څه تېرېږي او یوازې عیش او نوش به غنیمت ګڼي.

د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې خلک له طالبانو تر پوزې رسېدلي، د زور خاني يې ده او ناروا پر خلکو روانه ده. د طالب قوماندان چې څه غواړي پر خلکو هغه کولای شي، هېڅ ډول اجنډا او برنامه د هېواد او ولس د پرمختګ لپاره نه لري، هوډ او ژمنه هم نه لري او یوازې په یو څو ټکو کې خپل مقاصد رالنډوي، چې هېڅکله د حکومت کولو لپاره کافي نه دي او په څرګنده د خلکو د غولولو بوی ترېنه راځي.

افغان ولس ته په کار ده چې نور غلی کېنني او پخپله هغه کسان چې له طالبانو سره دي باید نور په دې پوهېدلي وي، چې  د طالبانو له ګډوډۍ دغه حکومت بیا هم ډېر ښه دی او د دغه حکومت د چوکاټ ساتل ډېر مهم دي، ځکه افغان حکومت به یوه ورځ اصلاح شي، خو د طالبانو له ګډوډۍ سره هېڅ چاره نه شي کېدای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply