پاکستان ته د حنیف اتمر د سفر تر شا؟ / فرهاد پیلوځی

0 633

پاکستان څه غواړي؟ پاکستان به قانع شي؟ پاکستان مجبور دی که لوبه کوي؟ د افغانستان دریځ به څه وي؟ ایا د پاکستان په اړه د افغانستان په پخواني دریځ کې بدلون راغلی؟

دا او ځینې نورې هغه پوښتنې دي چې کلونه کلونه یې پر پاکستان زموږ باور له منځه وړی. افغانستان د خپل بهرني سیاست په اډانه کې د یوه ایډیال او نړۍ منونکي دریځ لمخې له پاکستان سره پرمخ ځي، خو د ولسمشر غني په راتګ سره دغه سیاست بله بڼه خپله کړه.

ښاغلي غني د واک په لومړیو کې پاکستان ته له بېل دیده کتل او هڅه یې کوله چې خپل دا ګاونډی نړیوالو سیاسي ارزښتونو ته پر ژمنتیا مجبور او د ګاونډیتوب له انحرافاتو راوګرځوي، خو پاکستان نه یوازې خپل پخوانی سیاست بدل نه کړ، بلکې د ښاغلي غني د تېرایستو تکراري هڅې یې پیل کړې. پاکستان دا لوبه له پخواني ولسمشر کرزي سره هم کړې وه، خو غني حامد کرزی نه و. ښاغلي غني پر نړیوال سیاسي چاپېریال اتکا ډېره کړه او پر پاکستان یې د باور پر ځای فشار زیات کړ. له پاکستان سره یې په تجارتي معاملو کې بې کچې کمی راووست او پر بدیلو لارو یې کار پیل کړ.

پاکستان بار بار هڅه کوله چې غني منحرف کړي، خو د غني هوډ بدل نه شو او نړیوال یې قانع کړل چې پاکستان ښه ملګری نه دی. نړیوالې ټولنې د غني دا سیاست له نېږدې څارلو او د پاکستان خواخوږې امریکا بالاخره پاکستان پرېښود، آن ځینې وخت یې ګواښلو هم، چې د مرکزي اسیا لپاره د ډونل ټرمپ وینا یې ښه بېلګه وه.

اروپایي ټولنې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او پخپله امریکا د پاکستان د سیاستونو پر وړاندې د ولسمشر غني مستقیم او غیر مستقیم ملاتړ وکړ.

پوښتنه دا ده چې پاکستان څه غواړي؟ پاکستان د موجوده یو قطبي نړۍ پوره یو قطب او زیاته برخه ستر نړیوال قدرتونه نه یوازې له لاسه ورکړل، بلکې د ځان مخالف یې کړل، چې لامل یې د افغانستان د بهرني سیاست وروستۍ هڅې وې. پاکستان پوهېږي چې نړۍ اوس پر افغانستان تر پاکستان زیات باور کوي او که افغان حکومت پخلا شي، ښایي د ځان په اړه موجوده منفي سیاستونه مثبت کړي.

پاکستان هڅه کوي چې د کابل د رضایت له لارې پر ځان د نړۍ فشارونه را کم کړي او په سیمه کې د ځان په اړه پراته حساسیتونه له منځه یوسي. سیمه ورځ تر بلې کړکېچنه کېږي او پاکستان د خپل ځواکمن دښمن ”هند” پر وړاندې اوسمهال هیڅ نړیوال دوست نه لري.

ملي امنیت سلاکار د یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ یو ځل بیا پاکستان ته په سفر ولاړ، خو پوښتنه دا ده چې پاکستان به قانع شي چې خپل پخواني سیاستونه او لوبې له یوه مخه بدلې کړي؟ ښایي ځواب منفي وي، خو که د افغانستان دریځ ته وکتل شي، پاکستان به په یوه نه یوه برخه کې افغان لوري ته قناعت ورکوي، که نه نړیوال فشار به لا زیات شي او افغان حکومت ته به د پاکستان د دوه مخۍ یو بل سند هم په لاس ورشي.

ولې پاکستان بار بار له افغان لوري د حسن نیت تمه کوي؟ اوسمهال پاکستان مجبور دی که بیا د کومې لوبې پلان لري؟ ښکاره ده چې هم مجبور دی او هم د لوبې پلان لري؛ ځکه اووه لسیزې وشوې چې پاکستان په سیمه کې دوه مخی سیاست لوبوي او هڅه کوي چې په سیمه کې روان کړکېچ اوږد شي.

پاکستان اوس د پړانګ او پاړ تر منځ راګیر دی او هڅه به یې دا وي چې له دې حالته ځان راوباسي. پاکستان تر بل هر وخت ډېرې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مجبورۍ لري، چې ددې مجبوریو یو غوښن لامل د افغانستان موجوده بهرنۍ اډیالوژي ده. دوی هڅه کوي چې د کابل دې سیاست ته د ځان په ګټه بدلون ورکړي او کابل هم خورا ښه دریځ خپل کړی چې هر ځل یې له پاکستان سره د یوه ځواکمن لوري په توګه معامله کړې.

د اتمر دغه سفر د پاکستان د لومړي وزیر خاقان عباسي د رسمي بلنې لمخې تر سره شو، چې موخه یې د افغانستان او پاکستان د سولې او پیوستون لپاره د عمل پلان پر عملي لارو چارو د لوړې کچې خبرې دي. پوښتنه دا ده چې افغان لوری به له پاکستان سره له کوم دریځه وړاندې ځي؟ ایا د پاکستان په اړه د کابل وروستی دریځ بدل شوی؟ نه، داسې ښکاري چې کابل د پاکستان په اړه د ولسمشر غني زړه تګلاره پرمخ وړي او پاکستان به هڅه کوي چې افغان لوري ته وعدې ورکړي، خو ستونزه دا ده چې د پاکستان ملکي سیاست خپلواک نه دی او د پوځ ستراتیژي معمولاً دومره ژر نه بدلېږي.

ممکن افغان لوری د پاکستان له مجبوریته ښه ګټنه وکړي؛ ځکه ښاغلي اتمر د پاکستان په بلنه سفر کړی او د پاکستان په پرتله افغان تله درنه ښکاري….

په پاکستان کې وروستي پاڅونونه، د فاټا مسله او پر اسلام اباد موجوده نړیوال فشار هغه تڼۍ دي چې افغان لوری ترې ښه سیاسي ګټنه کولای شي او ښایي چې همداسې وشي.

ګر چې پر پاکستان باور پکار نه دی او نه پرې باور کېږي، خو په ټوله کې د ښاغلي اتمر سفر ښایي افغانستان ته د فشار بل ادرس هم په لاس ورکړي.

په سیمه کې چین او روسیه د پاکستان د اتکا ادرسونه دي او له پاکستان سره ددې دواړو قدرتونو مرسته په سیاسي لحاظ کومه مرسته ځکه نشي کولای چې له دې هېواد سره د چین او روسیې همکاري له امریکا سره د سیالۍ تر بریده ده، ښایي دا سیاستونه ډېر ژر بدل شي.

موږ هیله من یو چې افغان لوری به پاکستان د خپل ناوړه لوبې په اړه قانع کړي چې په افغانستان کې خپل خونړي سیاست ته د پای ټکی کېږدي، خو تمه ځکه کمه ده، چې پاکستان هم د نړیوالو قدرتونو ماموریت پر مخ وړي او په سیمه کې همدې ته ګمارل شوی دی، پکار ده چې د نړۍ په څېر سیمه هم د پاکستان د دوه مخۍ په اړه قانع کړای شي، چې منځنۍ اسیا، روسیې او چین ته د ښاغلي حنیف اتمر د وروستیو سفرونو یوه برخه ښایي همدا وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply