په بې‌حافظې ولس کې معنوي هم د پاکي اتل دی

0 567

د ۲۰۱۰ کال د ټاکنو بوی یې کېدای شي د ډېرو له سپږمو نه وي وتلی، خو ملا معنوي د ټاکنو په اړه داسې منفي تبلیغات پیل کړي چې ځان ورته سپین او نور ټول تور ښکاري. په داسې یوه ټولنه کې چې له سیاسي غاړو سره له تور و سپین پرته نور رنګونه موجود نه وي، هر چاته پردۍ شیدې تورې تروې او خپلې سپینې او خوږې برېښي. د ملا معنوي دوستانو له څه مودې راهیسې هڅې پیل کړې چې سر له اوسه را روانې ټاکنې له درغلیو ډکې وښيي او د خلکو باور پرې کم کړي.

ښاغلی معنوي چې اجراییه مشر ته نږدې کس و، د ټاکنو د ډګر مخکښ سلاکار دی، د یوه منظم پلان پر اساس د افغانستان د خصوصي ټلوېزیونونو له لارې پر ټاکنیزو کمېسیونونو تور لګوي چې د ده په ټکو، ټګۍ برګۍ ته زمینه برابروي او د ده د تور پر اساس دا ټولې چارې په ارګ کې تنظیمېږي. سره له دې چې د ټاکنو کمېسیون ټولو کمشنرانو په ښکاره د رسنیو له لارې د تذکرې پر رنګه کاپي د سټېکر لګولو طراح ډاکټر عبدالله یاد کړ، خو ښاغلی معنوي په خورا سپین‌سترګي سره تور لګوي چې ګنې ارګ دغه طرحه وړاندې کړې وه.

د ولسمشرغني ویاند د ښاغلي معنوي او د ټاکنو کمېسیون د یوه کمشنر پر وړاندې په یوه ټلوېزیوني بحث کې ټول وننګول چې د ډاکټر عبدالله دغه ناکامه وړاندې شوې طرحه تر دوې ورځنۍ اجرا وروسته د مدني ټولنو او ټاکنیزو بنسټونو له خوا له ستونزو ډکه وګڼل شوه او بیرته رد شوه، خو ښاغلی معنوي له همغې ناستې وروسته په هر ټلوېزیوني بحث کې تور لګوي چې د افغانستان ولسمشر ګنې د ټاکنو په چارو کې د ده په وینا لاس وهي.

ملا صاحب معنوي ته د ده د څو ټلوېزیوني پلان جوړوونکو ملګريو په څېر ټول ولس بې‌حافظې ښکاري او په داسې معصومانه څېره کې د ټلوېزیونونو پر پرده ځانونه معصوم او نور ستر غداران معرفي کړي، ته وا ټولو د دوی د پلار په حق د خېټې اچولو ته اړولي دي.
د ټاکنو د منډو ترړو په زیاتېدو او د لوبې په ګرمېدو سره د پخوانۍ شمالي ټلوالې نږدې ټولو غړيو خپل پخواني مسلک ته پښې لوڅې کړې او د یوه پراخ منفي کمپاین پر اساس د ټاکنو د نوم‌بدي لپاره یې هراړخیز تبلیغات پیل کړي دي.

دوی له هرې خوا سر له اوسه ټاکنې له درغلیو ډکې ښيي او د خلکو ذهنونو ته د خپلې راتلونکې ماتې ناسم تصویر وړاندې کوي. دوی له تېرو ۱۵کلونو راهیسې له وخته وړاندې د درغلیو د ډول په ډنګولو کې د تر لاسه کړې ګټې په لټه کې دي او یو ځل يې بیا په دغه ښوروا کې د خپلې وچې ډوډۍ د لندولو شوړې ته ملا تړلې ده.
ډاکټر عبدالله یې ښه بېلګه ده چې یو ځل یې په ۲۰۰۹ کې د ټاکنو د درغلیو ببولالو د ملګرو ملتونو د وخت مشر بانکیمون او د امریکا د بهرنیو چارو یو پخوانی وزیر کابل ته را وڅښول او د ټاکنو په سرینده یې د درغلیو دومره ببولالې وغږولې چې تر ننه یې ولس ګنګس کړی.

د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ټلوالې خپله ښکاره ماتې په سترګو ولیده او په ۲۰۱۰ کال کې یې د پارلماني ټاکنو د درغلیو بوی چې ښاغلي معنوي یې مشري په غاړه درلوده، تر سرای شهزاده وخوت او د درغلیو خبره یوې خاصې محکمې ته ورسېده چې په لومړي سر کې د څو شپېته کسانو نومونه له بریالیو کسانو جلا او بیا دا کیسه د جمعیت اسلامي د فشارونو له کبله تر ۷ کسانو پورې محدوده شوه.
اوس چې ښاغلی معنوي په ټلوېزیونونو کې ناست وي او بر بر د ټاکنو د درغلیو په اړه غږېږي سړی دې بې‌حافظې ولس او رسنیو ته حیران شي. د ښاغلي معنوي په مشري د پارلماني ټاکنو په اړه دا ادعا ډېره عامه وه چې یو شمېر کسانو په شهزاده سرای کې له صرافانو سره د بریالي کېدو لپاره په ضمانت کې ډالر جمع کړي وو، خو درېغه د ښاغلي کرزي د زمانې مصلحتونو پر دې هر څه تورې خاورې ور واړولې او نن له هماغه معنوي د حافظې د نشتوالي له کبله سپینه کوتره جوړه او د پاکي د سيمبول په توګه یې په رسنیو کې په نورو پسې خوله خلاصه کړې وي.

د درغلیو په ډول د ډانګیو نښلولو ډنډورې ته په ۲۰۱۴ کې د جمعیت پر دسترخوان راټولو نوی رنګ ورکړ او د اساسي قانون او واک لرونکې محکمې د امر خلاف یې د خلکو ټلیفوني مکالمې په پټه ثبت کړې او کیسه یې په واک کې د عبدالله د ۵۰ په سلو کې برخې تر رسېدو ورسوله چې د درغلیو په نوم یې له پیل کړې ډنډورې تر لاسه کړه.

د پخوانۍ شمالي تلوالې پر شا و خوا راټول سیاستوال پرله‌پسې ګواښ کوي چې نوې ټاکنې به ناورین را منځ ته او د دوی په باور افغانستان به د دړې وړې کېدو پولې ته ودروي. د جمعیت اسلامي پر دستراخوان پنډ ځان ته غره مشران په هره لویه او وړه لانجه کې د دې تاریخي هېواد د دړې وړې کېدو ګواښونه راپورته کړي، خو بېچاره‌ګان پر دې نه دي خبر چې د احمدشاه بابا د بچو په کپریو دغه جوړ تاریخي هېواد د نړۍ زبرځواکونو ټوټه نه‌شو کړای، د دوی ګوډاګیان به کله هم دغه ارمان ته و نه رسېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply