د سولې بې‌وزره کوترې؛

0 863

د سولې بې‌وزره کوترې؛
کابل ته پياده روانو ځوانانو نه دوست پيدا کړ نه سوله

شا و خوا دوې مياشتې وړاندې په کابل کې د افغان‌ژغورنې غورځنګ د خېمې تر درلولو وروسته په هلمند او ډېرو نورو ولايتونو کې هم د سولې پر ملاتړ او د جګړې پر ضد ولسي خېمې ودرول شوې، خو ځينې يې بمونو ړنګې کړې، ځينې دوړو يووړې او ځينې لا تشې ولاړې دي.
ښکاري چې په دې وطن لا هم واکداران او زورور د سولې اشتها نه لري او لا هم تر امن ورته جګړه مهمه ښکاري.
په هلمند کې د ولس له خوا د سولې د خېمې تر درولو وروسته، هغه ځوانان چې خېمه يې درولې وه، له بېلابېلو خواوو وګواښل شول، غاښونه ورته وچيچل شول او د خېمې د نړولو ورته وويل شول، خو خېمه و نه نړېده.

پر دوی له بېلابېلو خواوو د بېلابېلو ټاپو وهلو هم د خېمې مراندې سستې نه کړې. دوی تابيا کړې وه چې موساکلا ته به ځي او طالبانو ته به ليکه کاږي چې سوله وکړي، خو طالبانو دوی ته، امريکايانو ته د تګ خبره وکړه او ګواښ يې وکړ چې که موساکلا ته ولاړ شي، ژوندي به بېرته ستانه نه‌شي.

د هلمند د خېمې ځوانانو د لوږې اعتصاب پيل کړ چې ځينې يې تر مرګه ورسول، خو د ديني عالمانو په منځګړتوب او د هغوی په خبره يې اعتصاب مات کړ، اما بيا نه چا د ديني عالمانو مخ وليد، نه د لښکرګاه د جوماتونو له منبرونو د سولې غږ پورته شو.
د دغې خېمې څو تنو ځوانانو له سرخط سره د خبرو پر مهال وويل، وروسته دوی مجبوره شول چې يوه پراخه غونډه وکړي.
دوی وايي، دوی تابيا نيولې وه چې د دېرش زره تنو په شا و خوا کې خلک به راټولوي او بيا به د خلکو په زور د جګړې له ښکېلو غاړو د اوربند او سولې غوښتنه کوي، خو له بېلابېلو خواوو د غونډې مخالفت او مخنيوی وشو.
وروسته د دېرش زره کسانو غونډه په پنځه سوه تنو واوښته، خو په همدې ورځ او همدې وخت د ناټو ملکي استازی هلمند ته ځي.

ټاکل شوې وه چې غونډه به دوې بجې کېږي، خو د ناټو د استازي له امله غونډه څلور بجې ته ځنډېږي او پر څلور بجې بيا طالبان ښار په توغنديو ولي چې يو يې خېمې ته څېرمه لګېږي.
همدا ځنډ او د توغنديو بريد لامل شو چې غونډه بې‌خونده او خلک کورونو ته ولاړ شي، خو لا هم ځوانانو د اوربند او سولې خبره، پر خوله ساتلې وه.
هغسې چې تمه کېده، حکومت هم د دغو کسانو ملاتړ و نه کړ، بلکې لا يې تخريب کړل.
ښايي لامل يې دا وي چې دوی د حکومتي چارواکيو او سيمه‌يزو زورورو خواهشونه او فرمايشونه يو په بل پسې پر ځمکه غورځول.
حتا حکومتي چارواکيو ته اجازه نه ورکول کېده چې د اوربند او سولې په خېمه کې عکسونه واخلي.
د هلمند ځوانانو تر ډېرې اندازې پورې د دغه ولايت پر ديني عالمانو تکيه کړې وه چې ګواکې هغوی به يې ملا وتړي او اوربند ته به زمينه برابره کړي، خو هغوی هم دغې خېمې ته شا ور وګرځوله.

ښايي، د سر وېري، د ولس غم ورڅخه هېر کړی وي.
د روژې تر را رسېدو څو ورځې وړاندې د هلمند خېمه‌نشينو ځوانانو يوه مطبوعاتي ناسته وکړه او يو څو ماده‌يز پرېکړه‌ليک يې وړاندې کړ.
په دغه پرېکړه‌ليک کې راغلي وو چې؛
“۱: د روژې د مبارکې مياشتې په حرمت د جګړې ښکېل اړخونه بايد اوربند اعلان کړي.
۲: د جګړې د ښکېلو خواوو تر منځ د سولې د مذاکرې لپاره بايد مشخص ادرسونه مالوم او خبرې پيل شي.
۳: د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نيولو سره د سوله‌ييز نظام پر جوړېدو عملاً کار پيل شي.
۴: د جګړې د ښکېلو خواو په توافق بايد د بهرنيو مسلحو ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکل شي.
۵: د سولي ولسي حرکت د مشرانو غونډه د پورته مادو د تطبيق لپاره د روژې مبارکه مياشت وروستی حد ټاکي.”

د دوی پر دغه پرېکړه‌ليک هم چا غوږ و نه ګراوه او بالاخره ځوانان مجبور شول چې په سوله پسې کابل ته د سفر موزې په پښو کړي.
دوی تمه درلوده چې د خلکو په مالي مرسته به د هلمند پرېمانه خلک کابل ته بوځي او هلته به د سولې چيغه پورته کړي، خو بيا هم هيچا لاس ور نه کړ او په پای کې همدا د خېمې اوو تنو ځوانانو، پياده د کابل پر لور د بوټونو تسمې ټينګې کړې.
دوی اوس پلي، له لښکرګاه د زابل تر مرکزه رسېدلي، خو لا يې هم نه له کوم زورور او د جنګ له سړي د سولې خبره واورېده، نه يې تر اوسه داسې خواخوږی وموند چې ارمان ته په رسېدو کې اوږه ورکړي.
شا و خوا په رسنيو کې د دوی پر ضد پراخ تخريب روان دی او ځوانان په يوه ورک منزل پسې سوکه سوکه له کوره لېرې کېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply