زما لورې!/ انجنیر محمد ربي  آماج

0 1,234

زما لورې!

زما لورې دغه دی، پوره یوولس کالونه له هغې غم لړلې ورځې او پېښې تېر شول چی، ته (تانده څانګه) یې زموږ د کور د ګلبڼ څخه وریژولې او زه لا تر اوسه په دې هیله شپې او ورځې تېروم او په لوڅو سترګو هغه خوبونه وینم چې، یوه ورځ به په دې بېوفا نړۍ کې ستا د سپېڅلو وینو سره نیاو وکړم، مګر څه هیله او څه خوبونه؟؟؟؟ او له چا څخه؟؟!! له هغوی نه چې د واک په ګدۍ ناست او نشه دي؟! نه نه! د هغوی په شتون کې د داسې خوبونو لیدل لکه د لیوني د خوبونو غوندې دي چې مانا نه لري.
لورې! د نړۍ دود او دستور دی چې وایي:
اوس دې یادونه افسانې ښکاري
داسې دستور د زمانې ښکاري
مګر د زمانې دغه دستور زما لپاره نه دی!

دلته د یوه پلار د زړه په ورانه جونګړه کې ستا د یادونو څانګې لا هماغسې تاندي ولاړې دي او هیڅ یې د افسانو بڼه نده غوره کړې.
لورې! ستا د یوویشت نیم کلن ژوند ټولې خاطرې مي یوه په یوه په زړه او دماغ کې همداسې تازه او پیچلې نغښتي دي، لکه زموږ په کلیوالي دود کې چی کوم سپیڅلی توکی په پاکو ټوکرانو کې نغاړې او د درنښت په دود یې د کوټې په لوړه تاخچه کې ساتي. له هغې ورځې چی دسلواغې میاشتې په یخنۍ کی د کابل ښار کې سیلو ته څېرمه د پوهنتون سړک د سنکشانو جومات ته نېږدې په یوه کرایي کور کې د سهار په خړه تا خپلې سترګې د لومړي ځل لپاره دې نړۍ ته پرانیستلې او بیا تر هغې دمه چې د مامورینو کارتې د پنځم سړک په بل کرایي کور کې د ماښام په اوو بجو او پنځلس دقیقو باندې د هېواد او ستا مورنۍ پښتو ژبې قسم خوړلو غلیمانو د یوې (۲۵.۶) ګرامه سرپي مرمۍ په وسیله ستا د ژوند ډیوه مړه کړه، یوه په یوه مې په یاد دي او له هغې وروسته بیا دنړۍ په کچه په فساد کې اتل دولت هغه ناکردې چې د قانون په نامه زموږ سره وشوې او لا هم روانې دي؛ هم مې ټول نوی نوزی د خاطرو په صندوقچه کې دي.

لورې! دا اوږدې کیسې پدې لنډو پاڼو او کرښو کې نه را لنډېږي، لکه هر پلار ستا د ژوندون تاند نیالګی مې د خپل تندي په خولو اوبه کولو او مور به دې هم لکه يو دنده پېژوندونکي چوکیدار په څېر ستا پالنه کوله.
په دې هیله چی زموږ د غریبۍ مګر د غرور او پښتنې هسکې شملې ځونډی به شې او موږ دواړو به تل په ویښو سترګو دغه خوبونه لیدل، چې دغه د ۱۵کلنۍ کډوالۍ او مورني هېواد ته د راستنېدو په ویاړ به موږ خپلې جنګ ځپلې ټولنې ته تا غوندې لوستې، دینداره او په پښتني او د علم او پوهې په سینګار پسوللی سوغات ډالۍ کړو او همداسې مو وهم کړل.
لورې! په لومړیو کې دې د خپل مورني او پلرني هېواد د ژبو پښتو/دري سره ستونزې درلودې، مګر تا هم لکه پلار دې ډېر ژر بې له توپیره د هېواد په دواړو خوږو ژبو برلاسی وموند او موږ هم ډې رخوښ وو چې زموږ په لاس پالل شوې تانده څانګه ښه وده کوي او نورو ته مثال ګرځي.
څانګه به نن سبا کې ګل شي
ما یې په سر کې سرې غوټۍ لیدلي دینه

لورې! ستا په روح کې لکه ستا د کورنۍ په شانتې هیڅ رنګه ژبنی توپیر، کرکه او نفرت نه و او لکه چې د ورځنیو یادونو په کتابچه کې دې لیکلی و:
لمن مې ډکه ده له کاڼو څوک پرې نه ولمه
په عادتونو کې دا یو عادت د غره لرمه

او کله چې د لومړي ځل لپاره د کار وړاندیز درته وشو او زه د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې په دنده بوخت وم، نو ما د تیلیفوني خبرو او ارزونې په پای کې درته وویل چې:
لورې! په پښتني ټولنه کې د مور او پلار عزت د لور د پوړني په پلو پورې غوټه وي او تا راته وویل چې آغا! زه پوړنی په سر ږدم. نو ستا د مانا داره ځواب څخه وروسته زه په کالیو کې نه ځاییدم.

لورې! کله چې د پولیتخنیک پوهنتون په تالار کې د ځوانانو کنفرانس کې د یوه ګروپ مشرتابه دنده تاته درکړل شوه، نو هر هغه چا چې زه یې پېژندلم، ستا د ځیرکتیا، زړورتیا او پوهې ستاینه یې کوله.
لورې! هغه مې هم په یاد دي چې د BBC رادیو د پښتو څانګې مشره خبریاله په تا او خور پسې زموږ کور ته د موټر سره راغله او بیا هم لورې! د بدمرغه ۲۰۰۷ د همدغې مۍ میاشتې په شروع کې ستا ژوندۍ مرکه د امریکا غږ آزادي رادیو په څپو کې خپره شوه، نو زه په دې پوه شوم چې، زما هڅو او هاند نتیجه ورکړه او ته اوس هغې پوړ ته رسیدونکې يې چې علم او مسلکي پوهه په سپیڅلې اسلامي او افغاني دود وړاندې کړې او هغوی ته چې عصري علوم د فرهنګ او سپېڅلو دودونو په پرېښودلو کې لټوي؛ یو غاښ ماتوونکی ځواب شې،

مګر لورې!
زه نه وم خبر چې زموږ د هېواد او ژبې قسم خوړلي غلیمان ستا او ستا غوندې نورو په هېواد مینو شتون نشي زغملای او بهرنیو ګاونډیو لا له وخته دلته ځالې کړي دي او خپل لاسپوڅي یې په حکومتي اډانه کې لګولي دي.

لورې! ته یې رانه په ډېره ناځوانۍ واخسیتې او د هغې زړه په سر یې برابره ویشتلې وې چې ستا هېواد او خلکو ته له مینې ډک و.
د دې وطن په نصیب نه دي رسېدلي خلک
چې یې موندلي دي، په کاڼو یې ویشتلي خلک

لورې! په ما او مور خو دې اسمان را ټوټې شو، مګر هغه به دې نه وي اوریدلي چې: ((لمدې غوښې اور نه اخلي)).
لور په لور مو ودانګل، هره دروازه مو وټکوله، مګر زموږ او ستا بخت او برخلیک لکه د پښتو او پښتنو غوندې ویده و. ژبنۍ، سمتي، ګوندي کینو او د بډو ناولي فساد د دولت بدن ټول منتن (خوسا) کړی و.
لورې!
د نیاو په ځای یې زه ستا د وژلو په تور بندي کړم، (هم مړ هم پړ)
قیامت به نو بل څرنګه وي؟!
بیلتانه ښې چارې راوکړې
ځان یې ملا کړو، زه یې غل د کلي کړمه!

زما په نه شتون کې یې ستا مینه ناکه کورنۍ تر فشار لاندې نیولي وه چې د نیاو غوښتلو نه تېر شي. دلته دې قاتل آزاد ګرځي او نیاو غوښتونکی (متضرر) دې بیا محکوم او چارماري کېږي.
دا جهان قصاب خانه کړه خدای وماته
پا بسته ولاړ په غولي د قصاب یم

د ګاونډي ملک استخباراتو او تالي څټیو د هر کار تابیا لا د مخه کړې وه، په بندیخانه کې یې زما د وژلو بشپړه تابیا د هماغه څارنوال په وسیله کړې وه؛ کوم چې ستا د قتل د څېړلو مسولیت یې درلود.
پیسې څه کارونه نه کوي!؟ هلته یې زما خوله وتړله او دباندې یې د ډیموکراسۍ په نامه د پردیپال ټلوېزیون سره دټولو وضعي قوانینو خلاف زموږ د سپکاوي او کم راوستلو لړۍ د لوی څارنوال په وسیله په مخه بوتله، چې د همدې ټلوېزیون اړوند دوه چلوونکي بیا په همدې تور محکوم هم شول.

لورې! د وخت ولسمشر په خلاصه خوله د رسنیو له لارې ولس ته ستا د قاتل د غرغره کېدو ژمنه ورکړه، موږ ډاډه شو چې د ۳۲ میلیوني ملک د مشر ژمنه او قول، قول دی، مګر دا زه او ستا غم ځپلې مور وه چې نه پوهېدلو چې دلته د ولسمشر او د محکمو د مخې د کرایي قسم خوړونکیو ژمنې یو شی دی، وروسته را پته ولګېده چې د هیواد ولسمشر یې هم له هماغو بهرنیو تورو کڅوړو خوري؛ کوم چې ته یې را څخه وخوړلې.
نو دلته مې بیا هماغه پښتو متل سترګو ته کلک ودرېده:
((نیا یې چې په اوبو پرته وي؛ نو اولادونه یې هم په کې پرېوزي)).
لورې! یوې ښځينه څارنوالې ستا د دوسیې په اقامه کې داسې لیکلي وو، ښه ورته ځیر شه:
((دلایل ثابت میسازد که، قتل څانګه آماج توسط پدرش بنا بر احساسات پشتونولی صورت ګرفته که نمی توان از آن چشم پوشی کرد)).

لورې! یو ځلې داسې وخت هم راغی چې باید لاسپوڅې دستګاه ستا د کرغېړن قاتل نیولو ته اړه شوې وای، مګر پوهېږې، له هماغه ګاونډي ملک نه بیا راته تهدیدونه وشول چې په خپل وخت مې په اصطلاح ملي امنیت ته په لیکلي بڼه خبر ورکړ چې، تر اوسه پورې پسې ګرځي.
بل ځل مې همدغې سترې محکمې ته په پښتو ژبه عریضه ولیکله، راته رد یې کړله، بیا مې تر هغې ترخه عریضه په دري ژبه ورته ولیکله چې، زما غوښتنه یې سمدلاسه ورباندې ومنله. دېته وایي ژبنۍ برابری؟!!
او دغه زما او ستا ګناه ده؟!

په سبب د ظالمانو حاکمانو
کور و ګور و پېښور درېواړه یو دي

لورې! نور به څه درته ولیکم؟ زما او ستا خواله نه تمامېږي، خو زړه می ډېر ډک دی غواړم لږې ښې خبرې درته وکړم:

لورې! لکه تا چې لوړ غرور درلود او زما شملې ته د ډېر پام کاوه، همداسې هم زه ستا د پوړني او پښتني وقار خیال ساتم، ستا د شهادت نه وروسته د ډېرو درنو خواخوږو تر څنګ د امریکې سفارت هم ور وغوښتلم، ستا د بې وخته مړینې او شهادت غمرازي یې راسره وکړه او هغه یې هم په لیکلي بڼه، بیا یې څوځلی په تکرار زما څخه وغوښتل چی ایا زه په امریکا کې پناه غواړم او کنه!؟ چې ما ستا د لوړ غرور په درناوي رد کړه:
وږی، تږی پروت په خپله بوریا ښه یم
نه په تخت د پاسه ناست د بل کره

لورې! زه او ته دواړه دزدکړو ډېر مینه وال وو، نو ښه زیری درته لرم:
(( ستا یوه خور په هماغه پښتني او اسلامي غرور اوس ماسټري بشپړه کړه او د همدې را روان جولای په پای کې به ډیپلوم تر لاسه کړي، هماغه کشره خور دې اوس په همداسې بڼه او کورنۍ اصیلتوب د طب زده کړې په مخ بیایي او سږ کال اګست کې به انشاالله لاسوند تر لاسه کړي. هغه مشر ورور دې اوس په خپلو پښو ولاړ او د علم د رڼا د لارې لاروی دی، همداسې هغه منځنی ورور دې اوس په پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي کې اول نومره دی او تر ټولو کشر ورور دې؛ کوم چې ستا د شهادت په مهال یوازې پنځه کلن و، اوس د زدکړو تر څنګ د کانکور تابیا کوي، ډېر ښه سپورت کوي، ډېر ښه د قرآن شریف تلاوت کوي او تل اول نومره وي.

خو لورې! ستا مور هغه ستا په سپېڅلو وینو رنګ پوړنی تل په خپل بالښت کې ساتي او سر ور باندې ږدي.

لورې! ټولې کیسی د نهیلۍ هم نه دي، ستا له تللو وروسته ډېرو احساس لرونکو افغانانو له لر او بره ستا په ویر کې زموږ سره غمرازۍ وکړې، ستا مینې او بیا د د مړینې ناورین ټولې ړندې پولې ماتې کړې او هغه د افغان اهل هنود غوره کړل شوې استازې (آغلې انار کلي هنر یار) تر ټولو زیات در باندې وژړل. ډېرو زیاتو افغانانو درته خپلې ولولې د شعرونو په دود ډالۍ کړې.

مګر یوازې د دولتي پلورل شویو ضمیرونو خاوندان دي چې حق نه ویني. خو ته نهیلې کېږه مه! موږ هوډ لرو چې ستا غچ به له هغه سوچ نه اخلو، کوم چې دا وطن یې په ژبنیو، سمتي او داسې ورته بریدونو ویشلی.
لورجانې! په موږ باور ولره، انشاءالله په دې هېواد کې به سوله او ورورولي راځي، نیاو به د ظلم ځای نیسي او بیا به ستا مزار ته د درناوي لپاره درځي.
نو زما د زړه ټوټې او زما د پښتنې شملې ګله! شکیبا څانګې آماج!!!
ستا د شهادت یوولسم تلین دې په جنت وي، تل زما په زړه او دعاګانو کې یې

دفلک له لاسه چاته کړم کوکار
ریژوي هر ګل چې خاندي په بهار
ستا په زړه زخمي پلار
انجینر  آماج
د خدای بښلې شکېبا څانګې آماج شهادت په ۲۰۰۷ کال د مۍ میاشتې په یودېرشمه باندې پېښ شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply