یو خبرداری، یوه محاسبه او یوه غوښتنه

عبدالغفور لېوال

0 876

یو خبرداری، یوه محاسبه او یوه غوښتنه
هرکله چې پر ټولنیزو – سیاسي ناخوالو څه ولیکم او یا هم د شعوري ودې سپارښتنه وکړم، نو سلګونه کسان راته ولیکي : 
– چاره څه ده؟
ـ دا وایه چې څه وکړو؟
ـ حللاره راوښيه ……
دا دی اوس په همدې لیکنه کې چاره، حللاره او د څه کولو چل درښیم. ستاسو د نیمايي ستونزو د حل کیلي په ګوتو درکوم او له هغې غمیزې ( تراژيدۍ ) د خلاصون چار در څرګندوم، چې که په هوښیارۍ، اراده او ویښ شعور دغه اسانه، ساده او بېړنۍ کړنه وکړئ، نو د ځانژغورنې لومړی ګام به مو پورته کړی وي .
#ټاکنې راروانې دي : دا ځل هغه چاته رایه مه ورکوئ، چې د کورني جنګ، په یوه نه یوه اړخ کې، جنګېدلی وي او خپل هېوادوال یې وژلي وي. چې موندلې پانګه یې د پوښتنې وړ وي، چې له ټوپک او تورې پانګې پرته بله وړتیا نه لري.
دا ځل داسې ځوان، ژمن، پاک او پر انسانمحوره فکر وعمل پسوللي نسل ته رایه ورکړئ، چې ستاسو برخلیک بدل کړای شي.
دا هم نه منم، چې ګواکې تاسو به د دې دواړو ډلو ترمنځ توپیر نه شئ کولای، ښه یې کړای شئ، ښه سم یې پېژنئ، خو یوازې باید د خپل ضمیر، ایمان او راتلونکي ښه ژوند غږ ته غوږ شئ. دومره تفکیک اوس خامخا کولای شئ ، چې (( څوک څوک دی ؟!))
او که دا ځل مو هم خپل ضمیر او ایمان وپلوره، بیا نو هيڅکله ماته ونه لیکئ، چې حللاره څه ده؟ دا وایه چې څه وکړو او ….

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply