جګړه ګټونکی او سوله بایلونکی نه لري / ودان روښان

0 669

د سږني کوچني اختر درې ورځنی اوربند د افغانستان ۴۰ کلنه غمیزه کې بې ساری او په جګړه کې د اووښتون ټکی بلل کېږي. ځکه چې نه د روسانو په ملاتړ د خلک دموکراتیک ګوند واکمني پر مهال مجاهدینو دغه ډول نوښت کړی او نه هم د تنظیمي انډوخر پروخت، نه د طالبانو او د هغوی په وینا شر او فساد سره په اخ او ډب او دغه راز، له افغان او بهرنیو ځواکونو سره په دې نږدې یوه نیمه لسیزه کې د خرپ او ترپ جګړو کې دغه ډول فرصت رامنځته شوی و چې د جګړې ښکیل اړخونه دې هغه د یو ښاغلي خبره خپل مافي الضمیر چې هماغه له جګړې بې زاري او ستړیا ده په دومره لوړ احساس ځرګند کړي. دا لومړی ځل و چې په جګړه کې ښکیل لوري له یو بل سره غاړې وتل او یو بل ته یې په مینه لاسونه ورکړل. دا ساده او عادي خبره نه وه دغه د نه وړاندوینې حالت له افغانستانه بهیر اکا ډمیک څېړونکي چې تر ډېره پېښې د ریاضي فورمولونو او بهرنیو څرګندو ایدیولوژیک نورمونو له مخې څېړي هک پک کړل. دوی کله هم داسې نه وه ګڼلې چې په ظاهر د متضادو او نه پخلاکېدونکو ایدیولوژیو ګروهمن دي په یو ځلي دومره بدلون وکړي چې په ښکاره د سر دوښمن او واجب القتل ته غېږ ورکړي خو هغه څوک چې د افغان اوږده غمیزه یې پر خپلو هډوکو احساس کړې او ددغه ویر په اور کې یې ان دهډوکو ترمنځ ماغزه نینې شوي پر دې پوهېږي له جګړې د ستړیو افغانانو احساس ته نه ایدیوژي او نه کوم بل احساس ټینګېدی شي خو که څوک یې پرېږدي. دا خلک اوس هغه په عامه اصطلاح سمدم پوهېدلي چې جګړه پردۍ، اجندا پردۍ، موخه پردۍ خو اور د افغان پرخونه بل او دافغان چرګۍ په کې سوزي او د افغان بچیان په کې ورتېږي.

سره له دې چې طالب مشرانو خو د اوربند د پای اعلان او بیا یې د جګړې نغاره ډنګولې خو یو شی لکه لمر روښانه او څرګند دی  او هغه دا چې د جنګېدونکو طالبانو په ګډون کوم احساس، فضا او چايېریال چې ولس د اختر په شپو ورځوکې(د اوربند پرمهال) تجربه کړ دا زېری له ځانه سره راوړی چې که نور څوک پر جنګ جګړې هم ټینګار کوي پرته له دې چې د ولس له کرکې او نفرت سره مخ شي نوره کومه ګټه نه شي کولی. سره له دې چې دا به یوازې یو عاطفي احساس وي چې څوک دې داسې وګڼي چې نوره نو خبره خلاصه او هرڅه ګل ګلزار شول! داسې هم نه ده ځکه د جګړې لیوال کورني او بهرني عناصر چې نه لږ او نه هم کمزوري دي په اساني له خپلو ګټو نه تېرېږي، په دې مانا هغوی چې د جګړې دوام له برکته یې ماڼۍ، میلیونونه څه چې میلیاردونه ډالر پیدا کړي، په بهر کې یې خورا زیاتې پانګونې کړي، سترکارو بارونه لري، د امریکې په هوایي ملاتړ یې د طالبانو پرضد جګړه کې د ځمکنیو ځواکونو رول لوبولی او په انعام کې میلیونونه ډالر او بیا که ټولې نه خو د استحقاق خلاف یې ډېرې دولتي څوکۍ غصب کړي او وروسته یې د یو بې زړه او ډارن مشرل(حامد کرزي) له کمزوري په ګټنې د هېواد پر برخلیک منګولې خښې کړي او د ولس وینې لاهم په ډېره بې رحمي زبېښي په کوردننه او بهرنیو سفارتونو کې یې چور او تالان ګډ کړی او دولتي څوکیو ته د هغوی په خپله اصطلاح د ونډ په سترګه ګوري، کله هم په سوله نه دي خوښ. دوی پر دې ښه پوهېږي چې که سوله راځي خو بیا ورسره سرشمېرنه کېږي هر څوک به د خپل استحقاق او شمېر په پرتله په ټولو دولتي څوکیو کې ونډه اخلي او دا هغه څه دي چې ځانغوښتونکو او هغو تنګ نظره ډلو ټپلو ته د منلو نه دي چې له ځان، خپل کلي، او ټبر پرته بل ځوک نه پېژني، کله هم په سوله نه خوښېږي نو ځکه خو پر خپل ټول توان د سولې مخه نیسي. دوی ټول عمر هڅه کړې چې له خپلې درې بهر د جګړې اور بل وساتي. د جنګ غوښتونکو دغه نیت یو وخت د هغوی یو سر لاري چې د کرزي په واکمني کې یې ۸ کاله د ملي امنیت مهمې څوکۍ واګې په لاس کې وې، په روښانه ټکو او ډانګ پېیلې توګه څرګند کړ. هغه ښاغلي رډ له مایانه وویل:«له طالبانو سره سوله د لږه کیو په زیان ده» مانا دا چې د لږکیو د ګټو په خاطر باید د جګړې اور د تل پاره د ډېره کیو پر کور بل وي؟ْ! له بله پلوه په خپله د دولت وسله والو مخالفینو په لیکو کې هم داسې  کسان لږ نه دي چې که سوله ټینګه شي نو بیا د هېرویینو له کاروبار، د کانونو خپلسره کیندنو قاچاق او د جګړې له دونرانو ملیونونونه ډالر کله ترلاسه کولی شي! له دوی ډېر چې یوازې د پردیو اولادونو له جنګولو پرته بل کوم کمال نه لري او هغه د چا خبره د دوو خرو اوربشې نه شي بېلولی او دا جګړه ده چې ډالر یې خورجینې ته ورتویوي او د خپلو خپلوانو په واسطه یې عربي متحده اماراتو او د عربي خلیج نورو هېوادونو کې ستر کاروبارونه پرې روان کړي، کله هم په سوله نه دي خوښ. په یقین سره ویلی شو چې دغه کسان نه یوازې له اوسني حکومت سره سوله نه غواړي بلکې د خپل لوري بریالیتوب په بیه هم د جګړې ختم نه غواړي، ځکه که یوه شیبه په سوچ کې هم داسې  وګڼو چې جګړه دوی وګټله «له تردید پرته چې نه یې شي ګټلی» او ددوی لوری بریالی هم شو نو اړ دي چې د قانون په نوم خو به یو څّه پلی کوي چې په هغه کې بیا دغه ډول ګټې کله کولی شي نو ځکه خو یقیني ده چې دغه کسان ان په خپله ګټه هم د جګړې پای نه غواړي او دغه کسان کمزوري هم نه دي، نو ځکه خو ویلی شو چې د سولې په لار کې په کور دننه هم  ستر خنډونه پراته دي.

د سولې کورنیو دوښمنانو تر څنګ جګړه په بهر کې هم هغه د نشه یي توکو کاروباریانو په اصطلاح ځواکمن ګاک څه چې ګاکان لري. هغوی د خپلو ستراتېژیکو ګټو او موخو له پاره پر افغان جګړې او افغان وژنه ستره پانګونه کړې او د جګړې دوام په خپله ګټه بولي او یوازې هغه وخت د جګړې پای غواړي چې خپلو ستراتېژیکو موخو ته ورسېږي. سره له دې چې په افغانستان کې د جګړې تمویلونکي جلاجلا موخې لري خو پر یو شي بیا ټول یوه خوله دي او هغه د جګړې دوام او د سولې مخنیوی دی. یو لوری(پاکستان)غواړي په کابل کې د خپلې خوښې لاسپوڅی او ګوډاګی رژیم واکمن او د افغانستان بهرنۍ او ان کورنۍ کړنلاره کنترول کړي. بل لوری(ایران) د افغانستان پر برخلک د یو ځانګړي مذهبي، قومي لږه کي واکمنولو خوبونه ویني. هغه بل (روسیه)بیا د خپلې خوښې لږکیو په ګټه د افغانستان قومي جوړښت بدلون ترڅنګ له افغانانو او امریکایانو په افغانستان کې د خپلې ماتې غچ اخلي نو ځکه خو دا درېواړه په افغانستان کې د جګړې پر اور پترول پاشي.

خو له ستراتېژیک لیدلوري او جګړه کې د ښکېلو لورو جګړه ییز انډول او تولې او هم له جګړې ستړي ولس روحیې او د جګړې دوام ته نه لیوالتیا ته په کتو داسې ښکاري چې په لنډ وخت کې هیڅ لوری هم جګړه نه شي ګټلی(۱) نو ځکه خو د جګړې دوام د لاډېرو وینو توییدو، لا ډېر وراني او د ویر او ماتم له دوام پرته بله هیڅ ګټه او لاسته راوړنه، نه لري. پر همدغه دلیل طالب مشرانو ته بویه چې که رښتیا ځانونه د خپل واک او ارادې خاوندان بولي او وي باید د ولس دغه احساس او انګېرنې ته چې د سولې خوښونې او له جګړې کرکې په اړه یې چې د کوچني اختر دري ورځني اوربند پر مهال څرګند کړ، درناوی وکړي او د جګړې پرځای د سولې لار خپله کړي، ځکه چې که یوه ورځ ان یو ساعت هم ژر جګړه درېږي او د یو انسان ژوند ژغورل کېږي بیه او ګټه یې نه اټکلېدونکې ده. په جګړه کې هیڅو ګټه نه شي کولی ان هغوی چې د جګړې دوام په خپله ګټه هم بولي یوه ورځ نه یوه ورځ به د جګړې په لمبو کې سوزي هغه چې وایي:

«چې سرو په بازار سودا د زر خوري     عاقبت به په همدې بازار کې سرخوري»

خو سوله د ټولو په خیر او ګټه ده، په سوله کې د ټولو عزت خوندي دی او سوله بایلونکی نه لري.

(۱) که ژوند و په دې اړه به په راتلونکي  کې انشاالله جلا لیکنه هم ولرم چې ولې جګړه ګټونکی نه لري؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply