د ناروغه کړیو پر غړو بیا لړزه ګډه او سړه لرې تبې نیولي دي /ودان روښان

0 683

له کله چې په افغانستان کې د سولې بهیر ګړندي کولو په موخه اوچت ګامونه پورته شوي چې پیل یې  طالبانو سره د شاخوا درې زره دیني عالمانو په غوښتنه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لنډمهاله اوربنده شوی د سولې او ټیکاو رنګارنګ دوښمنانو غوږنو ته ګوتې اچولې او خولې یې وازې کړي او چې څومره یې وس وي په بېلابېلو پلمو د سولې بهیر مخالفت کوي. هغه ډول چې مې چې په یوه بله پخوانۍ لیکنه کې هم نغوته ورکړې وه سوله یوازې له دولت او هېواده بهر وسله وال مخالفین نه لري بلکې په ظاهره مدني او او د دولت دننه او تر دولتي واکمني لاندې سیمو کې ږیره خرېیلي نیکتایي والا دریشي کړي او ږیرور پکولي او پګړۍ والاغلیمان یې هم له وسله والو هغو که خطرناک نه وي نو ترې کم هم نه دي. د دولت وسله والو مخالفینو خو شعار ولو که ناحقه هم دی مالوم، لوری یې مالوم او دریځ یې مالوم دی چې دیني او ملي رنګ ورکوي خو اوس ټول پوهېږي چې له هغوی سره نه ددین غم شته او نه د وطن یوازې د پردیو موخو او خپلو نارواګټو له پاره پر جګړې ټینګار او سوله نه غواړي. که دغه کسان ددولت ترولکې لاندې سیمو کې هم اوسېږي نو د مخالفت انګیزه یې ډاګیزه کړې او تر دولتي واکمني لاندې سیمو ته په پټه د ترهګریزو بریدونو او ورانکاره کړنو په موخه ورځي خو د ددولت دننه او تر دولتي واکمني لاندې سیمو کې چې په یو نه یو ډول له دولتي اسانتیاوو برخمن څه چې ځانونه ددولت وارثان، میراث خواره او ټیکه داران ګڼي.د سولې دغه قسم خوړلي دوښمنان بیا خپلو ناپاکو موخو ته قومي او ژبنی رنګ ورکوي او له سولې سره د مخالفت تر نوم لاندې د واحد افغان ملت تر منځ د کرکې او نفرت تخم شیندي. دغه خلک د مدني حرکت په نوم، په ولسي جرګه کې او هم په نورو پلمو او نومونو جوړو شویو غونډو کې کله د ښځو حقونو دفاع او کله د وینا ازادي خوندیتوب په پلمه د سولې مخالفت کوي او وایي چې ددولت له وسله والو مخالفینو سره دې په سوله کې د ښځو حقونو پر سر مامله نه کېږي، کله وایي چې د سوله په بهیر کې دې د وینا ازادي سره کرښه اعلان شي، کله وایي چې اساسي قانون«چې تر بل هرچا یې ډېر دوی خپله مخالفت کړی دی» او د یوې نیمې لسیزې لاسته راوړنې په سوله کې نه قرباني کېږي، کله څه…او… کله هم …څه… .

لومړی به راشو دې ته چې د انسان ترټولو ستر او لومړنی حق خو زما په اند د ژوند حق دی دا ځکه چې انسان باید لومړی ژوندی پاتې شي او بیا نور حقونو وغواړي یا هم ورکړل شي، نو که څوک د ژوند حق ونه لري او هره شیبه په کور، کوڅه، کلي، واټ، بازار، ښوونځي، پوهنتون، دفتر او نورو ځایو د خپل ژوند خوندیتوب ډاډ نه لري نو هغه بیا څنګه د زده کړې، روغتیا، کار، سیاسي، مدني، اقتصادي …او نور حقونه غوښتلی یا درلودلی شي او رښتیا دغه حقونه خو د ژوندیو انسانانو له پاره دي نه د مړو نو که موږ غواړو نورو  حقونو ته ورسېږو لومړی باید د ژوند حق ترلاسه کړو او د ژوند حق یوازې په سوله کې خوندي کېدی شي نه د جنګ جګړو په لمبو کې. د جنګ جګړو په ډګرونو کې خو د سرونو سودا ده. خو دغه خلک بیا د اوربند مخالفت، د سولې خبرو مخالفت او د سولې جرګو او مرکو مخالفت کوي.

د حیرانتیا ځای خو دادی چې دغه ناروغې کړۍ له جګړې پرته بله هیڅ لار نه پېژني او نه یې مني خو جګړه هم بیا له خپل کلي کوره بهر د نورو په کورونو، کلیو او ښارونو کې غواړي. کله چې جګړه د دوی سیمو ته ورسېږي یا ددوی کوم څوک په کې    ووژل شي هغه ته بیا د دسیسې او ځنځیري وژنو نوم ورکوي، ان که وژل شوی کوم لوړ پوړی قوماندان، جنرال، پخوانی جنګسالار او جنایتکارهم وي خو دوی یې پړه بیا د ملي امنیت پر شورا وراچوي، که کوم ځان مرګه برید کې یې څوک ووژل شي نو بیا مخامخ او له کوم دلیل اوثبوت پرته تور لګوي چې په دې کې د هغه یا دغه دولتي بنسټ او چارواکي لاس و.

پوښتنه داده چې دغه خلک له جګړې غواړي څه او ولې د سولې مخالفت او د جګړې پلوي کوي؟ له کومه ځایه چې مالومېږي ددوی نیت او موخه یوازې او یوازې د یو ځانګړي قوم نسل وژنه ده او بس! د دوی اصلي موخه داده چې په هغو سیمو کې که بې پردې یې ووایم د پښتنو په سیمو کې چې د دولت وسله وال مخالفین فعال دي او له بده مرغه داسیمې د ډېورنډ پر ناولې کرښه او هغې ته څېرمه نږدې یا لرې پرتې دي اوسېدونکي یې ددوی په اند له یوې مخې ځکه ووژل شي چې د مخالفینو ملاتړي دي خو اصلي موخه یې بیا هماغه د روسانو پلان دی چې غواړي ډېره کي(اکثریت) پر لږه کي(اقلیت) بدل کړي. پر دې ټول پوهېږي چې په افغانستان کې روانه جګړه ډېر لاملونه لري چې بهرنۍ لاسوهنه، د پخواني ولسمشر حامد کرزي فاسده اداره او پر جنګسالانو او لوټمارو د هغه ځانګړې لورېېنه، د بهرنیو ځواکونو تېروتنې او نارواوې او نور دي خو یو اصلي لامل یې په دولت کې د ښکاره جګړه مارې او انحصار ګرې کړۍ ناروا ګټه او غوښتنه ده. له دې سترګې نه شي پټېدی چې افغانستان کې روانه جګړه به نور پټ او ښکاره لاملونه هم ولري خو د کرزي په واکمنۍ کې د فاسدې انحصار ګرې کړې په تېره د وسله وال پوځ لوړو څوکیو ناانډوله جوړښت چې ځانګړې سیمې او کړۍ قبضه کړې وې د جګړې تر ټولو اهم لامل دی او دا خبیثه کړۍ خپله بقا او ګټه د جګړې په دوام او توکم وژنه کې ګوري او لتوي یې. اوس چې د جګړې بندېدو او سولې ته د رسېدو له پاره د جګړه ځپلي ملت هوډ پیاوړی او سیمې او نړۍ هم افغان سولې ته لیوالتیا ښودلې نو دوی بیا شور ماشور جوړ کړی، کله وایي چې د سولې له پاره دې د هېواد سیاسي رژیم فدرالي شي، کله وایي چې د سولې خبرې دې په پټه مخته نه وړل کېږي، کله بیا وایي د سولې له پاره دې د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژندل شي، کله څه …او کله څه… . که له دوی پوښتنه وشي چې خپله د سولې له پاره څه ډول طرحه او پلان لري؟ له تر دید پرته یې ځواب یوازې جګړه ده او بس چې هغه هم د جګړې اوسني کورني او بهرني اړخ ته په کتو ګټونکی نه لري چې پر دې له بل هرچا همدوی ښه پوهېږي، له همدغه ځایه مالومېږي چې دوی یوازې د جګړې دوام هغه هم له خپلو سیمو بهر او یو ځل بیا وایم چې د روسانو د پلان له مخې د ډېره کي(اکثریت) پر لږه کي(اقلیت) بدلول دي او بس.

اوس راځو دې ته چې دوی وایي د سولې خبرو له پاره دې سیاسي نظام فدرالي شي نو که له دغه سړي پوښتنه وشي چې سوله یو سیاسي عمل دی چې د جګړې ښکېلو غاړو ترمنځ خبرې او چنې پرې وهل کېږي اوس چې د جګړې ښکېلې غاړې دولت او طالبان دي له دې دواړو خو یو هم د فدرالي سیستم غوښتونکی نه دی نو اوس د سولې په خبرو کې فدرالي سیستم مسلې ته ولې او څه ډول ځای ورکړل شي او اړتیا یې څه ده؟

بل چې وایي د سولې خبرې دې په پټه مخته نه وړل کېږي دا خو په ټوله نړۍ کې له ډېرې لرغونې زمانې راهیسې د بېلابېلو لاملونو له مخې دود دی چې د سولې خبرې په پیل کې پټې وي او دا به هیچرې هم چا لیدلي څه چې اورېدلي لانه وي چې د جګړې ښکیلو غاړو ترمنځ خبرې دې هغه د چا خبره د ښاروالۍ تنظیف له کارکونکو سره هم په جزیاتو شریکې شي دا ځکه چې هر سیاسي عمل خپل اصول لري. دا به کوم منطق ومني چې ولسمشر د راولاړ شي او په کوڅو اوبازارونو کې دې له مخالفینو سره د خبرو جزیاتو په اړه جار ووهي. ټول پوهېږي چې سوله کوم پټ عمل نه دی او نه په پټه شونې ده خو هر څه باید پر خپل وخت له ولس ولس سره د اړتیا له مخې شریک شي نه بې وخته. همدغه کسان له یوې خوا په ښکاره پاکستان د دولت وسله والو مخالفینو ملاتړی ګڼي چې په دې برخه کې حق هم د دوی پر خوا دی خو بیا همدغه کسان په وازه خوله نارې وهي چې د سولې خبرو له پاره دې د ډېورنډ پر کرښې پرمسله هم خبرې وشي او که ډانګ پېیلې یې ووایم غواړي چې دا کرښه په رسمیت وپېژندل شي نو اوس که موږ بین الافغاني او د افغانانو ترمنځ سوله غواړو نو بیا د ډېورنډ کرښې مسلې راپورته کېدو ته څه اړتیا لیدل کېږي خو په دغه ځای کې ددوی اصلي څېره بربنډېږي او هغه دا چې هغه څه چې پاکستان یې په ښکاره نه شي ویلي هغه ددغو متصبو کړیو په خوله وایي او په دې سره دوی غواړي د پاکستان دریځ پیاوړی او هغه ته امتیاز ورکړي ځکه چې دوی دوه موخې لري له یوې خوا ای اس ای ته د خپل چوپړ اخیستې اجوره حلالوي او له بلې خوا هغه موخه چې په افغانستان کې یې د ډېره کي او لږه کي په اړه لري ترلاسه کړي. پخوا دوی دا خبره په ښکاره نه کوله خو اوس یې ځینې سپین سترګي نه پټوي او وایي پښتانه چې اوس هم په افغانستان کې ډېره کي دي که له ډېورنډ کرښه پر همدغه حال پاتې شي او یوه ورځ افغانستان خپل تاریخي حق بېرته ترلاسه کړي بیا خو لږه کیو ته هیڅ هم نه رسېږي. خو موږ وایو چې ټول افغانان(هغه څوک چې په افغانستان کې اوسېږي د اساسي قانون له مخې افغانان دي) ورونه یو ددې ټولنې هر وګړی باید د خپل حق خاوند شي او هیڅ وګړی په هرقوم، هره سیمه، هر دین او مذهب پورې چې تړاو لري له خپلو ټولو حقونو برخمن شي خو د متصبو کړیوسر کله په دې خبرو خلاصېږي دوی خو یوازې ځان او خپله ډله ټپله غواړي چې هم د رباني او هم د کرزي په واکمنۍ کې یې ثابته کړې هم ده، له دې پر لږ څه نه قانع کېږي. اوس چې سولې ته هېلې ډېرې او په دې لار کې هر اړخیزې هڅې ګړندۍ شوي د متعصبو او ناروغو کړیو پر غړو لړزه ګډه او سړه لرې تبي نیولي دي او پرته وایي. خو داسې ښکاري چې نور که خدای کول ژر یا لږ وروسته د جنګ جګړو بازار په سړېدو دی او د جګړې پلویان او د سولې دوښمنان که غواړي یا یې نه غواړي، که خوښه یې وي یا هم نه وي؟ ولس نور سولې ته هوډمن او سوله به راولي، انشاالله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply