اوربندډېر څه څرګند کړل/ اېمل پیاوړی

0 555

درې ورځنی اوربند د زمان او مهال له پلوه کم او لنډ و، مګر د اغېز لپاره ډېر پراخ او ژور و، ځکه همدغه درې ورځني اوربند په هېواد کې روانه څلوېښت کلنه جګړه ټولو ته روښانه کړه او ټول یې په دې وپوهول چې نه جګړه زموږ ده او نه یې هم ګټه زموږ ده، جګړه پردۍ ده، خو قربانيان یې موږ یوو، مګر له بده مرغه چې دغه جګړه په بېلابېلو بڼو زموږ خلکو ته تعبیر شوې وه.

حتی د وسله والو طالبانو اکثریت جنګیالي هم د روان جنګ له ماهیت څخه بې خبره و او هغوی ته داسې تداعي شوې وه چې دا جګړه برحقه جګړه ده، مګر درې ورځني اوربند جګړه بې پردې کړه او د جګړې ټول نامشروع اړخونه یې هم طالب جنګیالیو او هم عامو افغانانو ته واضح کړل.

طالبانو درې ورځې اوربند وکړ، مګر د یاد اوربند له غځولو پر شا شول. اوس ولس له دوی همدا پوښتنه لري چې که اوربند د شرعې، دین او مذهب له پلوه کوم باک درلود، نو بیا ولې دوی اوربند اعلان کړ، او که یې نه درلود، نو ولې یې د هغه له غځولو انکار وکړ؟

همدغه مهم سوال د طالب مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي او بالاخره ټول دې نتیجې ته رسېږي چې د طالب جګړه پردۍ جګړه ده چې زموږ پر هېواد او ولس یې تحمیل کړې ده او نور نو باید له دغې مطلقې نامشروع جګړې، زموږ د خلکو له وژلو او د هېواد له ویجاړولو لاس واخلي.

پنجابي مولا او پاکستانیو استخباراتو سل په سلو کې دا منلې وه چې د تېرې څلوېښت کلنې جګړې له امله افغانان په خپلو کې دومره بدبینه شوي دي چې نور به په ژوند کې هم نه یو بل ته نږدې شي، نه به له یو بل سره خواخوږي او مینه ولري او نه به هم په اسانۍ یو پر بل اعتماد وکړي، مګر په تېر اوربند کې چې دوی کله ولیدل چې افغان وسله وال طالب د ملي اوردو سرتېري ته ور تر غاړې وتی او دواړه په خپلو کې دومره مینه کوي چې له سترګو یې اوښکې بهېږي، دغه ننداره واقعاً پاکستان او د طالبانو نورو ملاتړو ته دردونکې وه.

د طالب او سرتېري یو بل ته ور غاړې وتل، یو له بل سره خواله او خواخوږیو د پاکستان او د ترهګرۍ د نورو ملاتړو هغه پانګونه چې دا دومره وخت یې د افغانستان د ویجاړۍ او د افغانانو د وژلو په خاطر په جنګي ډلو کړې وه په صفر کې ضرب کړه او هغوی ته عملا دا ثابته شوه چې افغان واحد وجود دی، پېښې، ناخوالې، نادودې او ستونزې یې یو له بله لیرې کولی شي، خو سره بېلولی یې نشي، ځکه نو دوی پر طالب مشرانو او قومندانانو فشار راوړ چې ژر تر ژره اوربند ختم کړي او خپل جنګیالي له ښارونو څخه راوګرځوي.

لنډه دا درې ورځني اوربند د جګړې ټول نوعیت او اړخونه خلکو ته روښانه کړل، له منځلارو طالبانو یې د جګړې سېک او انګېزه واخیسته، دوی ممکن بېرته خپلو جنګیالیو ته ورستانه شي او یا هم په هغه روحیه چې تر پرونه جنګېدل نور ونه جنګېږي او طالب هم نن په ولس کې هغه محبوبیت چې درلود یې نور نه لري، هو که جګړې ته ادامه ورکړي نو نور به هم منفور شي او د ولس په منځ کې به ځای ونه لري، نو طالب اوس مجبوره دی چې د ولس اساسي غوښتنې یانې د سولې منلو ته غاړه کېږدي او له جګړې سره د تل لپاره مخه ښه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply