ډالر د افغانۍ په خوا کې د افغانانو ملا ماته کړه

0 673

افغانۍ له ډالره کړېږي او بانک یورو په بازار کې پلوري. په وروستي ځل د افغانستان بانک ۱۳میلیون یورو د کابل بازارونو ته وړاندې کړل. ظاهراً یې موخه د افغانۍ د ارزښت د ثبات ټینګېدل ښوول شوي، خو له برکته یې افغانۍ د ډالر پر وړاندې له ۷۲ څخه ۷۳ ته کښته شوه. د کابل د اسعارو په بازارونو کې له صرافانو هم لاره ورکه ده او په دې نه پوهېږي چې د افغان دولت اسعاري یا د کرنسۍ سیاست به څه وي چې د ډالر د پورته کېدو مخه په یورو نیسي. سره له دې چې په ټوله نړۍ کې امریکايي ډالر مخ پورته روان دی او د ګڼو هېوادونو اقتصاد یې له رکود سره مخامخ کړی د افغانستان په بازارونو کې دغه زیان تر نورو پراخ دی او په بې‌سارې بڼه افغانۍ د ډالر پر وړاندې د غورځېدو په حال کې ده.

افغان دولت د نورو هېوادونو په څېر د دغه وضعيت په قابو کېدو کې پاتې راغلی او ښکاري چې د افغانۍ د روان پړسوب د مخنیوي لار ترې ورکه ده.
په وروستۍ یوه نیمه لسیزه د دولت د اقتصادي پالیسۍ یوه برخه دا وه چې افغانۍ په مصنوعي ډول د ډالر په زور له غورځېدو وژغوري او د ارزښت ټیکاوو ته یې د نن په څېر ډېر زیان و نه رسېږي.

څو کاله وړاندې په وار وار افغان حکومت د افغانۍ د ارزښت د ټینګېدو په موخه په یوه تر ۲ اوونیو کې ان تر سل میلیونه ډالرو پورې بازار ته وړاندې کړل او له ښاره به یې د افغانۍ پړسوب ورختم کړ، خو ښکاري چې افغان حکومت اوس دغه پلان ته په یوه ډول شا کړې او په وروستیو کې یې پر بازار د ډالرو جریان ور کم کړی چې د نړیوالو عواملو په خوا کې یې په افغانستان کې د ډالرپر وړاندې د افغانۍ د ارزښت کمېدلو یو دلیل همدا د صرافۍ په بازارونو کې د ډالرو کمښت ښوول کېږي.
په داسې حال کې چې یورو پخپله د ډالر له لاسه له کړکېچن وضیعت سره مخامخ ده، د افغانستان حکومت غوښتي په بازار کې نور هم ډالر پیاوړی او یورو او افغانۍ له سقوط سره مخامخ کړي. په یورو سربېره ایراني ریال، ترکي لیره، یورو او پاکستانۍ روپیه (کلداره) چې ټول یې د افغانستان په اقتصادي شیریان کې رول لري، په وروستیو څو میاشتو کې له مخ‌ځوړي وضیعت سره مخامخ لاس و پښې وهي.

په دغو اندېښنو سربېره ایران هڅه کوي چې د افغانستان له بازارونو د تېرو تجربو په څېر ډالر ټول او د خپل اقتصادي بحران یوه برخه پرې قابو کړي. بل خوا د افغانستان په دننه کې د تومانو او کلدارو په چلند سره د افغانۍ تورم په زیاتېدو دی او نه ښکاري چې حکومت دې د تېرو ۱۵کلونو په څېر لا هم د مخنیوي او قابو کولو کوم پلان ولري.
که افغان حکومت پر بازار یو ځل بیا ډالرو ور بهېدل زیات او د افغانۍ د چلند سیمه یې تر خپلې ټولې جغرافیې پراخه کړه، د ډالر په ګډون د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د پورته تلو چانس ډېرېږي. داسې ښکاري چې د افغانستان تر ۳۰ په سلو کې جغرافیې او خلکو له خوا پاکستانۍ او ایرانۍ کرنسۍ کارول کېږي چې د اسعارو په روان ناورین کې تر ټولو ډېر همدغه خلک زیان کوي.

په روان وضیعت کې افغانان یو خوا د افغانۍ د ارزښت د کښته کېدو له اړخه زیان کوي، بل خوا د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې خلک د کلدارو او په لوېدیځ کې د تومانو له اړخه له سختو زیانونو سره مخامخ دي چې په دې توګه د اسعارو په روان مارکېټ کې افغانان غبرګ تاوان کوي. تر دا پرونه یو امریکايي ډالر په ۱۲۷ کلدارو وپلورل شو چې له کبله یې هره ورځ د پاکستانۍ کرنسۍ کاروونکو ته په سلګونو میلیونه کلدارې زیان رسېږي چې یوه برخه یې افغانان دي.

پر افغان خاوره د پاکستانۍ کرنسۍ د چلښت بندولو ته تر بل هر مهاله ښه زمینه برابره ده او افغان حکومت له حالاتو په ګټې اخیستو سره په ډېره اساني د افغانۍ چلښت پراخولای او د لا زیاتې لوېدا مخه یې نیولای شي. په دې معادله کې افغانستان دوه‌اړخیزه ګټه کوي چې یو اړخ ته پر خپله خاوره د خپلې کرنسۍ چلښت او د ارزښت ښه کېدل او له بلې خوا پر پاکستان د کلدارې د پړسوب د فشار زیاتېدل او زیان رسېدل دي.
په نړیواله کچه د ډالر د ارزښت په پورته تلو سره ډېر زیان د افغانستان په څېر هېوادونو ته رسېږي چې تکیه یې پر وارداتو ده او د وارداتو لپاره له کورني مارکېټه د ډالرو را نیولو ته اړتیا لري چې په کور دننه یې راکړه ورکړه په افغانۍ، کلدارو او تومانو ده.

په افغانستان کې د ډالر له پورته تلو او د افغانۍ له کښته کېدو سره د خلکو ورځنی او میاشتنی عاید کم شوی او د مصرفېدونکو توکيو بیې پورته شوې دي. حکومت تر اوسه د دغه وضیعت د قابو کولو کومه تګلاره نه ده وړاندې کړې او ښکاري چې له روان وضیعت سره د مقابلې لپاره وسله په واک کې نه لري، خو پر بازار د ډالر نفوذ ته په کتو سره د افغانستان ناخالصو تولیداتو او د سړي‌سر عایداتو ته دروند زیان رسېږي چې اغېز یې د ټول هېواد په پرمختګ د پراخېدو په حال کې دی.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply