د هندوانو او سيکانو وژنه افغانوژنه ده/ سيد حسين پاچا

0 624

د هندوانو او سيکانو وژنه افغانوژنه ده

شرک د الله تعالی و  د انسان تر مينځ معامله ده. د بېګناه انسان وژنه او اذيت د قاتل ومقتول / مظلوم او د الله تعالی ترمينځ او عالمي ستونزه ده

دُعاة ولاقضاة

زموږ دنده بلنه ((دعوت)) او د الله تعالی لارښوونه ((هدايت)) دی، نه يې وژنه. الله تعالی هېڅ يوه قريه / کلی ((ښار))، يا يو قوم / ملت ((ټولنه)) د پېغمبر له وراستولو، بلنې ((دعوت)) او وېرونې پرته مخکې نه دي هلاک کړي

 

 

قرآني لاسوندونه :

القصص ۵۹ :

وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَىٰ حَتَّىٰ يَبْعَثَ فِي أُمِّهَا رَسُولًا يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا ۚ وَمَا كُنَّا مُهْلِكِي الْقُرَىٰ إِلَّا وَأَهْلُهَا ظَالِمُونَ

الشعراء ۲۰۸ :

وَمَآ أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ إِلَّا لَهَا مُنذِرُونَ

او داسې نور …

 

داعش :

داعش ترهګرې ډلې نن /دوشنبه/ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د «مشرکانو» پر يوې ډلې يې بريد کړی دی.

 

د بېرحمو او وحشي ځناورو داعشيانو د پاملرنې په پار :

د رسولانو او پېغمبرانو عليهم الصلاة والسلام دنده بلنه و وېرونه او لارښوونه ((هدايت)) د الله تعالی دنده ده، نه د درنده وو او وحشي داعشي ځناورو

 

قرآني لاسوندونه :

د پورته دواړو لاسوندونو نه جوته ده چې څښتن تعالی هېڅ يو کلی / قريه يا يو ملت يا يوه ټولنه د پېغمبر له وراستولو، بلنې او له وېرونې پرته نه دي هلاک کړي (وژلي)، خو بېرحمه او وحشي ځناور داعشيان يې وژني او حلالوي او ځانمرګي بريدونه کوي.

 

فَمَن شَاءَ فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاءَ فَلْيَكْفُرْ

إنك لا تهدي من أحببت ولكن الله يهدي من يشاء وهو أعلم بالمهتدين

ليس عليك هداهم ولكن الله يهدي من يشاء

وَاللَّهُ يَدْعُو إِلَى دَارِ السَّلامِ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ

 

فَإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ ٱلْبَلَٰغُ ٱلْمُبِينُ

وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ

فإنما عليك البلاغ وعلينا الحساب

إِنْ عَلَيْكَ إِلَّا الْبَلَاغُ

أَنَّمَا عَلَى رَسُولِنَا الْبَلاَغُ الْمُبِينُ
او داسې نور …

 

داعشيان دې په دې هم سوچ وکړي چې څښتن تعالی رسولانو او پېغمبرانو عليهم الصلاة والسلام ته کومه دنده سپارلې؟ کومه دنده د دوی ده او کومه نه؟ کومه د دوی له توانه ده او کومه نه؟

 

دوی دې له ځانه وپوښتي چې دوی کومه دنده مخته وړي؟

  • د الله تعالی ؟
  • او که د رسول وپېغمبر ؟

 

که د الله تعالی دنده مخته وړي، نو دا واک الله تعالی هېڅ يو رسول ونبي ته نه دی ورکړی او که د رسول ونبي دنده مخته وړي، نو دوی خو نه د رسول او نه د نبي په مرتبه کې دي. دوی خو زياتره لنډه غر او بېسواده دي.

 

د بېلګې په توګه د تيرا سيمې يوه قبيله چې ښځې به يې راوړې او د باړې د تحصيلدارۍ مخته له ډنډونو (تالاوونو) سره به يې کېنولې وې او هلته به يې خرڅولې. هغوی خوارانې به له ځانه خبرې هم نه وې چې څه ورسره کيږي؟ چا به پرې هلته چکړي کباب وخوړلو او چا نه، ځينو خوارکيو به د خپلو چرګو هګۍ ټولې او خرڅې کړې وې او پر هغوی به يې ځانته چکړي کباب واخېست چې هغه به هم ځينو شمله ورو چې ټوپک به يې کونې ته ښکته پروت وو او تفنګچه به يې څنګ ته پرته وه په هغه کې به هم ورسره هم ځان ورګډ کړ او ترې وبه يې خوړ، نو نن چې د تيرا سيمې هغه ناموس پلوري راپورته کيږي او هغوی له ځانونو د اسلام ټيکه داران جوړ کړي دي لومړی دې پخپلو کړو وړو ښه سوچ وکړي چې يوه مېرمن څوک دومره بېعزته د څارويو په څېر په بازار کې خرڅوي؟ دا خو به د يو چا مېرمن وه، د يو چا اينګور وه، د يو چا لور او د يو چا خور وه، د يو چا مور او د يو چا خپله او اخر انسانه وه چې دوی هم له همدغه ښځينه انسان څخه پيدا شوي، نو ولې يې ورسره دغسې ظلم وناروا کوله؟ ايا د دغې سيمې د ځينو توبه به الله تعالی قبوله کړي؟ نه هېڅکله نه. نن هاغه ناموس پلوري د اسلامي خلافت دعوېدار شول، دوی دې يوځل خپله مخينه ولري چې څه يې کړي دي؟ يو څوک چې پخپل ناموس نه خفه کيږي، نو له هغه به څه د خير تمه وشي. د جهالت په پير کې د مکې مشرکينو کې دغسې رذالت نه وو او نه نن په هندوانو او سيکانو کې شته، خو د ننني خلافت دعوېدار دغسې يوه بدنامه مخينه لري چې تاريخ پرې شرميږي.

 

دوی چې ځانونه د ابوبکر البغدادي د اسلامي خلافت دعوه کوي، نو ايا په سلفو کې داسې کار شوی؟ نه هېڅکله نه. چيرته ناامپړ بانډتيان (تيرايي اعرابيان) و چيرته عرب افراطيان، خو ديوس وبېناموسه پنجاب د خپلو ګټو او موخو ساتلو لپاره له هرې ناروا نادودې نه کار اخلي چې د افغانستان د پرمختګ مخه پرې ونيسي او هم افغانستان ناارامه او کمزوری کړي. دا تيرايي اعرابيان عربان په دوه خرواره لېټۍ کې هم نه حسابوي. دا خو پنجاب دی چې څوک يې د مجاهد، څوک يې د طالب او څوک يې د داعش په نامه راپيدا او د خپلو موخو او وېره اچونې لپاره وروزل.

 

د پاکستان د کورنيو چارو او د اطلاعاتو پخوانی وزير رحمان ملک په ښکاره ويلي چې ابوبکر البغدادي د حکومت تر نظارت لاندې شپږ مياشتې په قبايلي سيمه فاټا کې روزل شوی، نو دلته چا راوست؟ ولې په پنجاب او يا د پنجاب په کومه نظامي قشله کې ورته روزنه نه ورکول کېده چې په قبايلو کې ورکول کېده؟ داسې هم ويل کېدل چې د سوريه له ناارامولو يوکال مخکې سعودي پاکستان ته د پنځوس زره کسانو د روزلو دنده ورکړې وه چې کسان ورته وروزي. سعودي خو يو کار هم د غرب له ملاتړ پرته نه شي کولای. يو وخت د زرداري له لورې د نواز شريفه په وخت کې د پاکستان په پارلمان کې د يو سپين چيک خبره هم راپورته شوه چې سعودي شهزاده ترکي الفيصل هغه وخت حکومت ته ورکړی وو چې بيا اوازه شوه چې هغه يې د ډالۍ په توګه ورکړی وو.

 

د اسد مساله هم مذهبي نه، بلکې سياسي ده چې له اسرائيلو سره يې د ګولان د سيمې تړون نوی نه کړ، ځکه چې اسد هغه خپله خاوره بولي، نو ځکه دغسې د داعش يا د اسلامي دولت په نوم يو سيمه ييز نه، بلکې يو نړيوال ناولتوب يا ناعلاجه سرطان دانه رامينځته شوه. تېر ته په کتو هم دغسې يوه دوه د سرطان ناعلاجه دانې لا تراوسه بېعلاجه پاتې دي چې له يو لورې پورې ټول عرب او دلته پرې بيا موږ او سيمه کړيږو. رحمان ملک د کورنيو چارو او د اطلاعاتو وزير پاتې شوی دی هغه خو په دغسې ناولتوب کې ښکېل پاتې شوي دی چې کله ناکله نړيوالو بادارانو ته قانع کيږي، خو موږ ته نه.

 

زموږ ستونزه هم مذهبي نه، بلکې سياسي – حقوقي ستونزه ده چې ټول پرې سره پوهيږو، خو توان مو نشته چې پنجاب پرې له ګرېوانه راونيسو. دوزخي بابر په خپله يوه مرکه کې همدا منلې ده :

 

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

 

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

 

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

 

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

 

General Akhter Abdur Rehman:

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

 

دلته خو موخه او بنسټ له اسلامي ارزښتونو او دعوې سره هېڅ تړاو نه لري. همداسې د طالبانو واخله.

 

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

 

دلته خو د طالب په رامينځته کېدو کې د پاکستان د سياسي ملايانو په غوږ کې نامسلمو اذان کړی، نو دا خو له اسلامي ارزښتونو سره هم هېڅ تړاو نه لري. همداسې بېنظيرې او نورو هم منلې چې دوی دا هر څه د خپلو د ترلاسه کولو لپاره کړي دي. تر دې چې د ټرمپ له يوې نيوکې سره خواجه محمد اصف ټول هر څه په ډاکه کړل چې :

د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه ((زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی.

 

همداسې البغدادي درواخله چې د يوې معاملې له مخې خلاص شوی چې ځينې خاصې موخې تعقيب او هغه ترسره کړي، نو د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې هېڅ يوه اسلامي ډله چندان سمه اسلامي صبغه ومخينه نه لري چې اخر تړاو يې په نفاق يا دوه مخۍ سرته رسېدلی، لکه د جماعت اسلامي پخوانی مشر چې د وخت امريکايي سفير ته ويلي وو :

زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دي.

Ex-JI chief’s anti-US remarks were for public consumption, author claims

 

نو داعش ته په کار ده چې سوچ وکړي :

  • که شرک پليت دی، نو فحشاء هم پاکه نه ده
  • که شرک ظلم دی، نو فحشاء هم نياو (انصاف/عدالت) نه دی

زنا ته هم د بدکارۍ (فحشاء) کليمه کارېدلې. که مشرک پر ځان زياتی کوي. بدکاره له خپل ځان سره ښه نه کوي.  خلک د خپلو مدارسو او جوماتونو په خوا کې کليسا زغملی شي، خو زموږ جوماتونه، زموږ دېرې، زموږ ښوونځي، زموږ کلينيکونه و روغتونونه زغملی نه شي، زموږ سرکونه،برېښنا و د برېښنا پايې، زموږ بازارونه، ملي نهادونه او ټولګټې پروژې او هېڅ ډول خوشالي وسوکالي زغملی نه شي. د الله تعالی لعنت دې پر داسې سياسي علماو شي چې له خپلو ديني بنسټونو نه نيمه پوځي قشلې (روزنځايونه) جوړ کړي او د خپلو نظاميانو او استخباراتو په واک کې يې ورکړي او له خپلو ديني بنسټونو استخباراتي دندې مخته وړي.

 

د هيرا منډي چې ښکاره چليږي، نو ولې القاعده، داعش، طالب او نورې ترهګرې ډلې پټې روزل کيږي؟

هلته چې ((ولاتقربوا الزنا ….)) زنا ته مه وروړاندې کېږئ، دا بدکاري او ناسمه لار ده، نو بيا ولې د دومره ملايانو او مدرسو سره سره په زغرده وښکاره چليږي، نو بيا داعشيانو، طالبانو، القاعدې او داسې نورو سختدريځو اسلامپالو ته په پټه په مدرسو، جوماتونو او نظامي قشلو او روزنځايونو کې روزنه ورکول کيږي، نو ايا جومات ومدرسه د بدکارۍ ((فحشاء)) له خونې هم خرابې شوې، که څنګه؟

 

دغه سياسي ملايان او د مدرسو څښتنان چې افغانوژنې او افغانستان ورانونې ته جهاد وايی، ولې د هيرا منډي په تړاو څه نه وايي؟ ولې د دواړو لويو ګناهونو ترمينځ پر يوې چوپ او بلې ته ښه وايې؟ دغه د مدرسو او ديني بنسټونو څښتان چې د دفاع پاکستان کونسل دنده هم مخته وړي او زموږ د جهاد پورې کلک نښتی دی، نو ولې د رحمان ملک غوندې وزيرانو ته چې لمونځ يې ياد نه دی لمونځ نه يادوي؟ دغسې يو بېلمازه او مختوری چې قل هو الله يې ياده نه ده، څنګه بيا د طالبانو له مشرتابه سره د حامد مير لپاره د مرکې اړيکه نيسي چې بيا يې هغه اسامه ته لار وربرابروي، نو ايا د اسلام مبارک دين چې حښتن تعالی په خپل ستر اسماني کتاب قرآن پاک کې تاييد کړی چې ((ان الدين عند الله الاسلام))، نو څنګه يو پنجابی بېلمازه ومختوری چې د کورنيو چارو او د اطلاعاتو وزير هم پاتې شوی رول لوبوي؟ ايا اسلام دومره دغسې ناولو، بېلمازو او مختورو ته اړ دی چې لارښوونه يې وکړي؟ د دينې بنسټونو څښتنان دې لږ په خپلو ګرېوانونو کې سر ښکته کړي او سوچ دې وکړي چې سرونه يې خلاص شي.

 

داعشيان دې پر دې هم سوچ وکړي چې :

که د اهل ذمه وو وژنه ورته جهاد ښکاري، نو بيا خو دې دېته هم سوچ وکړي چې د يو بېګناه تن وژنه برابره خبره ده چې هغه هر څوک وي، مسلمان وي او يا نه، خو وژنه يې د ټول عالم له وژنې سره ورته ده، نو بيا خو دا چې دوی د الله تعالی ټول عالم وژلی چې په هغه کې خو انسانان لا څه چې حيوانات، مرغان، ځناور، حشرات، کبان د وچې و لمدې مخلوق وژلی دی چې په عالم کې خو غرونه، اسمانونه، مځکې او اوبه هرڅه راځي، نو دغه درنده ګان و بد شکله څڼور دېته هم سوچ نه کوي چې دوی څه کوي؟

 

پر دې دې هم سوچ وکړي چې :

د يو مسلمان ومؤمن په وژنه کې څلور مواعيد دي :

وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا (۱) وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ (۲) وَلَعَنَهُ (۳) وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا (۴) النساء ۹۳

 

د سليم عقل څښتن خو داسې کار نه کوي چې دنيوي واخروي مأخوذ شي، نو بيا ولې د نورو د ګټو لپاره دنيوي واخروي مأخوذيت اخلي؟ داعش وطالب دې سوچ وکړي چې دوی څومره بهرنيان او څومره بېګناه افغانان وژلي دي؟ تورمخی پنجابی چې له تاسې ګرځي هغه هم موږ ته يو بهرنی دی، نو پر هغوی ولې بيا چوپ دي او سوڼ نه شي ايستلای. ډګر جنرال عزيز څه کاره دی چې له هېواده بهر ووژل شو؟

 

The cost in lives has also been high. More than 2,200 US troops have been killed in Afghanistan, as well as thousands of allied forces. Tens of thousands of Afghan civilians and military have also died in the conflict.

And so the question arises, if the war has become seemingly unwinnable, why doesn’t the United States just leave?

 

 

Afghanistan: 16 years, thousands dead and no clear end in sight

https://edition.cnn.com/2017/08/21/asia/afghanistan-war-explainer/index.html

 

***      ***      ***

By Rod Nordland

KABUL, Afghanistan — All six of the American soldiers who have died in combat in Afghanistan this year were S involved in the fight against the Islamic State group in its stronghold in a small eastern area of the country.

Five of the six may have been killed by their own side, according to reports from American and Afghan military officials.

 

Afghanistan: A Chronology Of Suicide Attacks Since 2001

https://www.rferl.org/a/1064789.html

 

د يونما د خبر پر بنسټ يوازې پروسږکال له لس زرو زيات ولسي بېګناه وکړي وژل شوي او ټول شپږ تنه بهرنيان وژل شوي دي. لاندې ليک کتلای شئ :

Afghanistan: 10,000 civilian casualties in 2017 – UN report suicide attacks and IEDS caused high number of deaths and injuries

 

 

طالب، داعش والقاعده بيا دېته نه ګوري چې د پاکستان د کورنيو چارو او د اطلاعاتو پخوانی وزير په سورة اخلاص نه پوهيږي، نو د نوموړي ديني واسلامي پوهه به څنګه وي؟

طالب، داعش والقاعده او داسې نورې تورمخې و ترهګرې ډلې بيا د اسلام دفاع کوي، نو وړانده نور څنګه وي؟ دوی خو له کڼو، ګونګيانو او ړندو هم بدتر دي.

 

پاکستان د نړيوال تروريزم مور!
د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزير رحمان ملک ويلي چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د حکومت تر څارنې لاندې په فاټا يا قبايلي سيمو کې ۶ شپږ مياشتې روزنه (ټريننګ) ترلاسه کړی.

د خلاصون د معاملې لينک دلته وګورئ :

Ex-wife of ISIS leader Abu Bakr al-Baghdadi is released by Lebanon in prisoner swap with Al-Qaeda’s Syrian wing as Islamists fighters chant ‘Allahu Akbar’ 

 

پايله :

تېر ته په کتو د پاکستان د ځينو لوړپوړو چارواکيو، لکه بوټو، بابر، ضياءالحق، اختر عبدالرحمان، شيري رحمان، بېنظيرې، حميدګل، کرنيل امام او داسې نورو د منښتې پر بنسټ نه مجاهد، نه طالب، نه داعش او نه نورې ټولټال ۲۸ – ۳۰ اسلامي ډلې چې د نړيوالو ښکېلاکګرو قوتونو په بېساري مالي ونظامي ملاتړ د پاکستان د څارګرې ادارې په مرسته او روزنه رامينځته شوي هېڅ اسلامي صبغه نه لري. اسلام دعوې ته نه، بلکې عمل ته ګوري، ځکه خو اسلامي ارزښتونو يعنې قرآن وحديث دواړو په زغرده روښانه کړې :

  • لم تقولون لم لاتفعلون
  • انما الاعمال بالنيات
  • ((عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ اللَّهَ لا يَنْظُرُ إِلَى صُوَرِكُمْ وَأَمْوَالِكُمْ وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ وَأَعْمَالِكُمْ )) [متفق عليه]

 

دعوه يو څه او عمل يعنې کړه وړه بل څه دي. پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته د الله تعالی د وينا پر بنسټ چې پر تا يې رسونه او محاسبه يې پر موږ ده. بناءً نه مجاهد، نه طالب، نه داعش او نه نورې اسلامپالې سختدريځې ډلې د دې حق لري چې له چا سره له دعوت (بلنې) پرته کوم ظلم وکړي. خلک دې نران شي خپلې د بدکارۍ خونې دې بندې کړي او خپلو بېلمازانو ته دې لمونځ ورزده کړي او هغه خلک دې هم وپوهوي چې له خپلو مېرمنو نه د لواطت تمه کوي. اوس خو د ښځو بدلک هم نوی دود شوی ولې د هغې مخه نه نيسي؟

 

ټول افغانان د خپلو لږه کيو هندانو او سيکانو وژنه په کلکو ټکو غندي او ځانونه ورسره په دغه غمجنه پېښه کې چې د ځينو غولول شويو تندروو په وسيله د ځينو معاندينو په لارښوونه شوې غندي او ځانونه ورسره شريک بولي او ساتنه يې د ځان فريضه بولي.

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

داعش د جلال اباد د تروريستي بريد مسووليت په غاړه واخېست

http://www.taand.com/archives/110303

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply