د قانون تطبیق د ستونزو یوازینۍ حل لاره/ محمد روښان ښاد

0 805

د افغانستان اساسي قانون د سیمې په کچه تر ګردو هېوادونو په اسلامي اساساتو او ولسواکیزو اصولو بنا قانون دی. د افغانستان د خلکو د هوساینې، امنیت، ثبات او سوکالۍ لپاره ګټور حکمونه لري چې که چېرې تطبیق شي، نو باور دی چې د ټولنې د نظم او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره به ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي، مګر پوښتنه داده چې قانون ولې نه تطبیقېږي؟

د قانون د نه تطبیق دوه عمده دلایل دادي چې یو خو حکومت خپلې ستونزې لري، ډېر هغه کسان چې په حکومت کې په مهمو څوکیو کار کوي، هغوی د قانون تطبیق د ځان په زیان بولي، نو له همدې امله د قانون د تطبیق پر وړاندی لومړنی خنډ دوی ایجادوي. دویم خنډ په هېواد کې جنګي ډلې، مافیایي کړۍ، زورواکي، غیر مسوول وسله وال او نور جنایتکاران دي. دریم دلیل دادی چې حکومت عملاً په جنګ کې ښکېل دی، نو لکه څنګه چې ښایي هغسې د قانون تطبیق ته پام او تمرکز نشي کېدلی.

بله عمده ستونزه داده چې ولس بې تفاوته دی، هغوی ارام ناست دی، د جرمونو او جنایتونو پر وړاندې یا خپل غږ نه اوچتوي او یا هم د قانون د تطبیق په برخه کې خپلې هڅې یوازې تر اعتراضونو پورې محدودوي، حال دا چې ولس باید په دې برخه کې ودرېږي. د قانون د تطبیق غوښتنه وکړي، لاریونونه وکړي ، هم پر حکومت دا فشار راوړي چې قانون تطبیق کړي او هم په نورو غاړو فشار زیات کړي چې د قانون ماتونې ته زړه ښه نه کړي.  

 د دې ټولو ستونزو باوجود حکومت د قانون تطبیق ته پام زیات کړی. د اداري فساد، زورواکانو او غاصبانو پر ضد د حکومت پرېکنده ګامونه یې څرګندې بېلګې دي، مګر د دغو ګامونو د لا چټکېدو لپاره د ولس ملاتړ حتمي او ګټور دی. ولس دې په دې برخه کې یوازې ننداره نه کوي، بلکې د حکومت د برنامو ټینګ ملاتړ دې وکړي. خپله همغږي او همکاري دې له حکومت سره شریکه کړي.

 د قانون د تطبیق په موخه افغان حکومت په تېرو دریو کلونو کې، د نشه یي توکو ۸۶۰۰قاچاق وړونکي  نیولي او د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې په تړاو یې ۱۵۴۹ تنه محاکمه کړي دي. د نشه یي توکو او قاچاقبرو پر وړاندې مبارزه له دې اړخه هم مهمه ده چې څومره پر دوی حلقه راتنګېږي، نو همغومره د ترګرهګرۍ د تمویل مالي سرچینې وچېږي، ځکه د نشه یي توکو د قاچاق د پیسو زیاته برخه د ترهګرو لاس ته ورځي او بېرته په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو په انسجام لګول کې.ي.

حکومت غواړي د مخدره موادو قاچاق وړونکو او تولیدونکو په وړاندې د مبارزې پیاوړتیا لپاره بندرونه، ګمرکونه او هوایي ډګرونه مجهز او پیاوړي کړي. همدارنګه د نشه یي توکو کشف او ضبط، د قاچاق وړونکو نیول او د لابراتوارونو او زېرمو ویجاړولو عملیات زیات کړي. د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې پولیسو لپاره د ټیلیفوني لین جوړول، د حکومت بل پروګرام دی.

د قانون تطبیق د ټولو غوښتنه ده، هم د ولس او هم د حکومت، مګر دا غوښتنه د ولس او حکومت په ګډه همکارۍ او هڅو ترسره کېدلی شي. حکومت ته ښایي چې په دې برخه کې خپلې برنامې له ولس سره همغږې کړي او ولس ته ښایي چې خپل ځانونه درېغ نه کړي، ځکه څومره چې د قانون د تطبیق په برخه کې د ولس او حکومت همغږي او همکاري زیاته شي، نو همغومره د قانون تطبیق اسانه کېږي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply