دایمي اوربند او د سولې مذاکرات/ محمد روښان ښاد

0 1,080

پلازمېنه کابل کې د دیني علماو له غونډې او متفقې فتوا وروسته جمهور رئیس غني له افغان وسله والو طالبانو سره یو اړخیز اوربند اعلان کړ چې نړیوالو د دغه اوربند هرکلی او ملاتړ وکړ او په ځواب کې یې طالب وسله والو هم د کوچني اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ.

دغه اوربند په سوله بدل شو، ځکه چې د اختر په ورځو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او افغان ولس طالب وسله والو ته غېږې ورکړې، یو د بل سیمو ته سره لاړل او راغلل، د اختر خوښۍ یې په ګډه سره ونمانځلې او د ولس له توقع پورته کار وشو، ځکه دغه اوربند دومره ښه مدیریت او تطبیق شو چې هیڅ لوري هم یو پر بل ډز او غرض ونه کړ.

له یاد اوربند وروسته حکومت یو ځل بیا خپل اوربند لس ورځې وغځاوه، خو له بده مرغه چې طالبانو د اختر په څلورمه جګړه پیل کړه چې لا هم دوام لري. مګر دغه اوربند په سیمه ییزه کچه افغان سولې ته جهت ورکړ. د سعودي عربستان د حرمین الشریفین او مسجد نبوي امامانو او خطیبانو د جمعې د لمانځه خطبې افغان سولې ته ځانګړې کړې او پر تعقیب یې په جده او مکه کې د افغان سولې او ثبات په اړه د اسلامي نړۍ د دیني علماو مهم کنفرانسونه ترسره شول چې په افغانستان کې روانه جګړه یې وغندله او وړاندیز یې وکړ چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره دې د علماو یو پلاوی وټاکل شي او دا یې خپل مکلفیت او مسوولیت وباله.

اوربند او د اسلامي نړۍ د علماو ټینګ ملاتړ او دریځ له وسله والو طالبانو څخه د جنګ مشروعیت واخیست، د دوی د جنګیالیو روحیه یې کمزورې کړه او بالاخره یې هغوی سولې ته مایله کړل او داسې باور موجود دی چې په نږدې رتلونکي کې به د سولې په برخه کې نور ډېر پرمختګونه هم د افغان دولت او طالبانو تر منځ ولیدل شي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني تل په دې باور دی چې موږ یو سیاسي سیستم ته اړتیا لرو چې ټول افغانان خپل ځان پکې وویني. د دې لپاره، د ملي يووالي حکومت د سولې د ترلاسه کولو او په هېواد کې د ثبات د ټينګښت هڅې پيل کړې دي. په تېرو دریو کلونو کې جمهوررئیس د مختلفو ډلو سره لیدلي، ترڅو د هیواد د سولې او ثبات په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي. په دې برخه کې د افغانستان علما او پوهانو ځانګړی دریځ  خپلی کړی.

جمهوررئیس لومړی سعودي عربستان او چین ته سفر وکړ او د سولې په بهیر کې یې د دې هیوادونو همکاري ترلاسه کړه. چین په سیمه ییزه کچه کولای شي د افغانستان په سوله کې مهم رول ولوبوي او سعودي عربستان کولی شي د افغانستان په سوله کې ځانګړی رول ولوبوي. د دغو هڅو په تعقیب، سعودي عربستان په وار وار په افغانستان کې جګړې ناروا بللي چې دا د هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې د دین او مذهب په نامه جنګ کوي، یو لوي پیغام دی.

افغانستان د سولې لپاره درې مهم  کنفرانسونه ترسره کړل. لومړنی کنفرانس په تاشکند کې ترسره او په افغانستان کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا په اړه سیمه ییزه موافقه پیاوړې شوه. دویم کنفرانس د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا علماوو ترمنځ د سولې په اړه خبرې وکړي. دریم کنفرانس د اسلامي نړۍ له عالمانو سره په افغانستان کې د سولې بنسټیز حل ترلاسه کولو لپاره ترسره په سعودي کې ترسره شو او دغه هر کنفرانس د سولې په برخه کې پام وړ اغېز درلود.

مګر د سولې لپاره د افغان دولت هڅې لا هم دلته پای نه مومي بلکې دوام پیدا کوي او په پام کې ده چې د لوی اختر په شپو او ورځو کې د حکومت او طالبانو تر منځ دایمي اوربند اعلان او د سولې مذاکرات پیل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply